دری اتيا کلن لو جه ون د چين د پخوانيو اثارو د ساتنې په برخه کی يو مشهور کارپوه دی. څه نا څه پنځوس کاله دمخه يی يوه هيله درلوده چی د چين يو لوی کانال ته زياته پاملرنه وکړی او په ښه توګه وساتل شي. تير کال د چين د دوو غونډو پر وخت د ده دغه هيله عملی شوه. نوموړی کانال د چين يو لوی کانال دی چی له پلازمينې بېجينګ څخه د هېواد د جنوب ختيځ تر هانګ جو ښار پوری غځېدلی او عمومی اوږدوالی يی يو زر او اوه سوه او څلور نوی کيلو ميتره دی. دغه لوی کانال دوه زره او پنځه سوه کلن تاريخ لری او په چين کی د جنوب او شمال تر منځ يوازنی غځېدلی کانال او هم په نړۍ کی لومړنی د انسانانو له خوا کيندل شوی او تر ټولو اوږد کانال دی . اوږدوالی يی د سويز کانال په پرتله شپاړس او د پاناما کانال په پرتله دری دېرش ځله زيات دی.
خو دغه کانال له اوږد وخت راهيسی په ډېر ناوړ حال کی دی. کارپوه لو جه ون وويل دغه لوی کانال تل کارول شوی خو ښه نه دی ساتل شوی، نو د ځينو برخو اوبه يی وچې شوی. نو که موږ د دغه لوی کانال د ساتنې چارې پياوړی نه کړو، ښايی چې په راتلونکی کی له منځه لاړ شي.
دا يو واقعيت دی چی اوس د بېجينګ - هانګ جو په لوی کانال کی د بيړيو د تګ راتګ واټن يو زر او څلور سوه او دوه څلويښت کيلو ميتره او د بيړيو تګ راتګ کلنی واټن يوازی اته سوه او اوه اويا کيلو متره دی. د دغه کانال د ساتنې
لپاره کارپوه لو جه ون يوويشت کاله مخکې د نړيوالو ميراثونو په لست کی د دغه لوی کانال د شاملېدو لپاره کوششونه وکړل خو له ډېرو ستونزو سره مخامخ و. هغه وويل د دغه کانال تنظيم يو بشپړ پلان ته اړتيا لری، خو تر ټولو لويه ستونزه دا ده چی هېڅ حکومتی ارګان په دغه کار کی ګډون نه دی کړی.
په داسی حال کی چې کارپوه لو جه ون ډېر انديښمن و، دغه کار د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې د غړيو پاملرنې راجلب کړې. تير کال د دوو غونډو په موده کی يو غړی چی ليو فنګ نومېږی، د نړيوالو ميراثونو په لست کی د بېجينګ-هانګ جو لوی کانال د شاملېدو په اړه له نورو اوه پنځوسو تنو غړيو سره په ګډه يو وړانديز وکړ. له دې وروسته ، نوموړې کميټې په ځانګړی توګه د دغه لوی کانال د ساتنې په اړه يوه څارنه وکړه. د څارنې د پلاوی مشري د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې د مشر مرسيتال چن کوی يوان کوله. د دغه پلاوی شپږاتيا تنو غړيو د بېجينګ- هانګ جو لوی کانال په اوږدو کی د اتلسو ښارونو او دېرشو ولسواليو څارنه وکړه چی د غځېدو واټن يی دوه زره پنځه سوه کليو ميترو ته رسيدلی دی. د دغې څارنې له لارې د دغه لوی کانال د ساتنې او د نړيوالو ميراثونو په لست کی يی د شاملولو کارونه ګړندي شوی دي. د چين د لرغونيو اثارو د ادارې مشر شان جی شيانګ وويل دولتی شورا د ٢٠٠٦ کال د می په مياشت کی دغه لوی کانال د چين د مهمو پخوانيو ځايونو په لست کی شامل کړ او په ديسمبر کی دغی ادارې دغه کانال د نړيوالو ميراثونو په لست کی د شاملولو لپاره د چين په نوی کانديد لست کی شامل کړ.
کارپوه لو جه ون د دغه خبر په اړه ډېر خوشحالی څرګنده کړه.