د چين او اولمپيک سپورتي لوبو ترمنځ تړاو له ١٨٩٤ کال څخه پيل شو . په هغه وخت کې د يونان شهزاده او د اولمپيک د اوسنی سپورتي لوبو بنسټ ايښودنکې ليبارون پيري ده کوبرتين په ګډه د اولمپيک د سپورتي لوبو د کميټې په استازيتوب د چين د چينګ امپراطوری حکومت ته بلنه ورکړه . خو د سپورتي لوبو د نه پيژندنې له امله د چين د چينګ امپراطوری حکومت ځواب ورنه کړ.
په ١٩٠٤ کال کې په چين کې ډېرو ورځپاڼو د اولمپيک د سپورتي لوبو د دريمې دورې په اړه خبرونه خپاره کړل او په ١٩٠٦ کال کې د چين يوې مجلې د لومړی ځل لپاره د اولمپيک سپورتي لوبې تاريخ لوستونکيو ته ورپېژندلې .
د ١٩٠٧ کال د اکتوبر په څليرويشتمه نېټه د چين د پوهنې مشهور پوه او د چين د اولمپيک د سپورتي لوبو لومړی مشر جانګ بو لينګ د تيان جين ښارزده کوونکو ته د سپورتي لوبو د جايزې د ورکولو په مراسمو کې د اولمپيک په اړه يوه مشهوره وينا وکړه او ويی ويل : که څه هم په هغه وخت کې د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ډېرو اروپايی هېوادونو مډالونه ونه ګټل، خو بيا يی هم دغو سپورتي لوبو ته د ګډون لپاره خپل لوبغاړي وروليږل . نو هغه وړانديز وکړ چې چين بايد د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ګډون په هکله خپله لوبډله جوړه کړي .
په ١٩٠٨ کال کې په لندن کې د اولمپيک له سپورتي لوبو وروسته ، د چين په تيان جين ښار کې يوې ورځپانې يو ځل بيا لوستونکو ته د اولمپيک د سپورتي لوبو تاريخ وروپيژانده اوغوښتنه يی وکړه چې ټول خلک په چين کې ددغو سپورتي لوبو د
ښه تر سره کولو لپاره کوښښ وکړي . بر سيره پردی ، په تيان جين کې د سپورتي دايرې وګړيو د اپيديا سکوپ په واسطه په لندن کې د اولمپيک د سپورتي لوبو حالت په خپرولو سره د اولمپيک په اړه يو ځانګړی نندارتون تر سره کړ .
د ١٩١٠ کال د اکتوبر له اتلسمې نېټې نه تر دوه ويشتمې نېټې پوری ، د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د ګډون او په چين کې د اولمپيک د سپورتي لوبو د تر سره کولو په شعار د چين لومړی دوره ملی سپورتي لوبې د چين په نان جين ښار کې تر سره شوې .
د ليری ختيځ سپورتي لوبې چې په ١٩١٣ کال کې پيل شوې پخوا د ليری ختيځ د اولمپيک سپورتي لوبې نوميدې او چين د دغو سپورتي لوبو له بنسټ ايښودونکيو څخه و . د ليری ختيځ په سپورتي لوبو کې د چين لوبغاړو ښه برياليتوبونه تر لاسه کړل .
په ١٩١٥ کال کې د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې د ليری ختيځ د سپورتي لوبو انتظامي کميټې ته يو پيغام واستاوه او د ليری ختيځ سپورتي ټولنه يی ومنله . بر سيره پردی ، په هغه وخت کې نړيوالې کميټې چين ته د اولمپيک په سپورتي لوبو او د دغې کمېټې په اړوندو غونډو کې د ګډون بلنه ورکړه .
په ١٩٢٢ کال کې وانګ جنګ يان د چين په استازيتوب د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې د غړي په توګه وټاکل شو .
په ١٩٢٤ کال کې د چين د سپورت ملی ټولنه جوړه شوه . له دې وروسته چين ګام په ګام د ځغاستی ، لامبو وهلو ، جمناستيک ، فوټبال ، باسکټبال په ګډون په اتو نړيوالو سپورتي ټولنو کې ګډون وکړ . د اولمپيک د سپورتي لوبو په اتمه دوره کې د چين دري تنه لوبغاړو د نندارې په لوبو کې ګډون وکړ .