<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-20 18:47:37    
د جيو سان ټولنې دری غوره ښځينه غړي

cri

ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! په چين کې د جيو سان ټولنه يوه داسی سياسی ډله ده چې د ساينس او تکنالوژۍ په ساحه کې د لوړې او منځنی کچې روڼ اندانو او پوهانو له خوا جوړه شوی او د چين په ولسی سياسی مشورتي کنفرانس يو شمير غړي دوی دي . دغه ټولنه د چين د کمونيست ګوند تر مشرۍ لاندی او ورسره د ښی همکاری پر بنسټ د چين د ځانګړی سوسيالستی نظام د جوړولو په چارو کې ګډون کوی . په دغه سياسی ډله کې ډېر مشهور او غوره کسان راغونډ شوي چې درې تنه ښځينه غړيو پکې له زياتو کلونو راهيسی د خپلو غوره بريتاليتوبونو له امله د خلکو احترام راجلب کړی او د هېواد په سياسی چارو کې يی ګډون کړي دی . نو د پروګرام په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغو دريو ښځو په اړه لنډ معلومات وړاندی کړم .

مېرمن شي لي جيوان د چين ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د دايمی کميټې غړې او د شانګهای ښار د سياسی مشورتي کنفرانس مرستياله ده . د تېرې پيړۍ له اتمې لسيزې څخه تر نهمې لسيزې پوری مېرمن شی لي جيوان د شانګهای ښاروال د مرستيالې دنده پر غاړه درولوده او د خپل ماموريت په موده کې يی د خلکو ژوند ته ډېره پاملرنه وکوله . د نهمې لسيزې په لومړيو وختونو کې د نوموړې د هڅونې له امله ، د شانګهای ښار په يو روغتون کې د لومړيو او منځنيو زده کوونکو او ماشومانو د بسترۍ او په بيمه کې د دوی د ګډون لارې چارې خپرې شوې . د دغو لارو چارو له پلی کولو وروسته هر کال څه دپاسه پنځوس يا شپيته زره تنه زده کوونکي او ماشومان ګټه اخلی او هر کال حکومت ناروغو ماشومانو ته څه دپاسه پنځوس مليون يوانه پيسی برابروی . که څه هم اوس مېرمن شي د ښاروال د مرستيالې له دندې څخه وتلی ده ، خو لا هم تر اوسه د سياسی مشورتي کنفرانس د ملي کميټې د غړي په توګه د همغږی او هوسا ټولنې د ابادولو لپاره هڅه کوی . دې وويل :

لس کاله مخکې ما يو داسی وړانديز وکړ چې بايد په نوی پيړۍ کې د کليوالو کارګرانو زامن د بيسوادۍ په توره تياره کې پاتې نه شی . د چين د ښوونې وزارت سمدلاسه دغه وړانديز ته ځواب ورکړ او په دې هکله يی څيړنه وکړه . په ٢٠٠٣ کال کې حکومت د کليوالو کارګرانو ماشومانو ته د زده کړې فرصت د تامينولو په اړه اته اوياومه شميره سند خپور کړ او د سياسی مشورتي کنفرانس ګڼ شمير غړيو هم د دغه سند د پلی کولو لپاره کوښښ وکړ .

د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د دايمی کميټې غړې لي هوی جن هم د جي لين ولايت د سياسی مشورتي کنفرانس مرستياله ده . دا د ماشين جوړولو په ساحه کې يوه کارپوهه هم ده ، نو د تجهيزاتو اخيستنې او کارونې ته ډېره پاملرنه کوی . په تېرو څو کلونو کې چين په بندرونو کې د اړوندو تجهيزاتو د اخيستلو لپاره له نړيوال بانک څخه ډېر پورونه واخيستي دي . خو دغه بهرني پرمختللي تجهيزات مو په پوره توګه نه دي استعمال شوي چې په پايله کې يی يو شمير زنګ وهلی دی . مېرمن لي وويل : 

په ٢٠٠٥ کال کې مې د سياسی مشورتي کنفرانس د ملی کميټې په غونډه کې د دولتي شورا سرمنشی او د چين د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې اړوندو چارواکيو ته د يادو شويو تجهيزاتو د ښی کارونې په هکله وړانديز وکړ . په هغه وخت کې د دولتي شورا د سرمنشی مرستيال وانګ يانګ د دغې مسئلې په اړه د يوې ځانګړې غونډې مشری او د بېلا بېلو خواوو د ګټو منځګړيتوب وکړ چې د دې د هڅې له امله نيم کال وروسته په چين کې د هوا ليانګ په نامه د مالونو د ليږد راليږد يو شرکت جوړ شو او دغه تجهيزات هم په ښه ډول وکارول شول.

د چين د ولسی سياسی مشورتي کنفرانس د دايمی کميټې غړې لو ګوانګ شيو د هو نان ولايت د سياسی مشورتي کنفرانس مرستياله ده او د چين د ځايی ناروغيو د مخنيوي او درملنې په ساحه کې لوی لاس لری . روان کال مېرمن لو د مسلکي ناروغيو د وقايی په موخه د کارونو د پياوړتيا په اړه وړانديز وکړ . دې وويل : 

په معدنی سيمه کې مسلکې ناروغۍ د کاني کارګرانو لخوا د زياتی پاملرنې وړ دي . د بېلګې په توګه د سکرو کان يو کارګر عموماُ له دوه او يا دريو کلونو کار وروسته د سږۍ په هغه ناروغۍ اخته کيږی چې د پزې له لارې د معدنی دوړو او ګردنو د ننوتلو له امله رامنځته کيږی . خو د کان مشر يو ازی خپلو ګټو ته پاملرنه کوی او نه غواړی د دغې ناروغۍ د مخنيوی دنده په غاړه واخلی . د سکرو کان زياتره کارګران بی وزلی بزګران دي او د ښووني سطحه يی ټيټه ده . نو دوی نه پوهيږی چې په کومه لاره له مسلکي ناروغيو څخه ځان وژوغوری . د دغه ډول مزمنې ناروغۍ له امله د کاني کارګرانو د مړينې انډول ډېر لوړ دې ، نو حکومت بايد په دغه ساحه کې د کارګرانود ګټو ساتلو لپاره يو ځانګړی قانون جوړ کړي .

ګرانو اوريدونکو ، يادې شوي درې تنه ښځينه غړي يوازی د ګڼ شمير ښځينه غړيو استازيتوب کوی او دا ښيی چې چيني ښځې د چين په ټولنيز ژوند کې لا ستر رول لوبوی .