د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخې : د چين صدراعظم وين جيا باو د مارچ په شلمه نيته په بيجينګ کې د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيد محمود قصوري سره وکتل .
ښاغلي قصوري د چين د بهرنيو چارو وزير لي جاو شينګ په بلنه د روانې مياشتی په اتلسمه نيټه له چين څخه رسمی ليدنه پيل کړه . دواړو وزيرانو د خپلې کتنې په ترڅ کې د چين او پاکستان تر منځ د اړيکيو په هکله د نظريو تبادله وکړه .