د چين د نړيوالی راډيو د خبر له مخی، د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ د مارچ په شلمه نېټه په بېجينګ کی وويل چين غواړی له پاکستان سره د دواړو هېوادونو ترمنځ د ستراتيجيکې همکارۍ اړيکو د ژورتيا لپاره کوشش وکړي.
وزير لی جاو شينګ د پاکستان د بهرنيو چارو له وزير خورشيد محمود قصوري سره د خبرو په ترڅ کی وويل تير کال د دواړو هېوادونو د مشرانو تر منځ تګ را تګ شوی چې له امله يی د دواړو هېوادونو تر منځ اړيکيو نوي پړاو ته رسيدلې دي.
ښاغلي قصوري وويل پاکستان په وروستيو کلونو کی د دواړو هېوادونو تر منځ د اړيکو د پرمختګ په اړه خوشحاله دی.