د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخی، په دې وروستيو ورځو په پاکستان کی په پر له پسی توګه سخت بارانونه واوريدل٠ د پاکستان خبری رسنيو د مارچ په شلمه نېټه خبر ورکړ چې په پاکستانی کشمير کی د سختو بارانونو له امله د خټو او ډبرو د ښويېدو په پيښو کی ٣٧ تنه وګړيو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی٠
د سيمه ايزو پوليسو په وينا د کشمير په دوو ځايونو کی د خټو او ډبرو ښويېدو پيښې شوېدي ، د جليوم سيمې د يو کلی په شاوخوا کی د خټو او ډبرو د ښويېدو له امله ٢٧ تنه کليوال مړه شوي چې اکثره يې ښځې وې، دغه راز د يو لوړ غره د شاوخوا سيمې په يوه بله پيښه کی لس تنه مړه شويدي٠