<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-21 19:33:52    
تر لمر لاندی ګلونه

cri

د چين په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو د زده کړې مسئله په اوږده موده کې د حکومت او ټولنې د پاملرنې وړ ده . د ٢٠٠٧ کال د پسرلي اختر د لمانځنې په ماښامې غونډه کې د بيجينګ د های ديان په سيمه کې د شينګ جی په نامه په يوه ښوونځی کې ديرش تنو عادی زده کوونکيو يوه سندره ويلی چې په کې ويل شوي : په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو اولادونه د ښاري کوچنيانو په شان ټول چينی ماشومان دي او ټول د وطن ګلونه دي . د دوی په زړه پوری ننداری پر نندارچيانو باندې ستره اغيزه وکړه .

له هو بی ولايت څخه راغلې نجلۍ وانګ لي پينګ تر اوسه پوری د پسرلي اختر د لمانځنې په ماښامنۍ غونډه کې د نندارې په اړه خوشحاله ده . دا له پنځو کلونو څخه د شينګ جی په ښوونځی کې زده کړه کوي او اوس د دغه ښوونځې په شپږم ټولګي کې زده کړی ته دوام ورکوي ، د دې پلار د کورونو جوړولو په برخه کې يو کارګر دی او مور يې د پاکولو يو کارګره ده . وانګ لي پينګ وويل زه په دغه ښوونځې کې زيات شمېر ښه ملګری لرم او ډېره خوشحاله يم چې له دوی سره يو ځای زده کړه کوم . له سی چوان ولايت څخه راغلې نجلۍ شي جين هونګ چې روان کال يوولس کلنه ده ، وويل هيله لرم په راتلونکی کې يوه ښوونکې وګرځم او د خپلو اوسنيو ښوونکو په شان زده کوونکو ته روزنه ورکړم او هم دا چې څنګه يوه غوره استعداد لرونکې مېرمن شي .

له خبريال سره د زده کوونکيو خبرو اترو په اوريدلو سره د دغه ښوونځې مشرې ژن های ينګ په مسکا سره وويل پخوا دغه زده کوونکي ډېر يوازني و او له نورو

کسانو سره د خبرو اترو په ترڅ کې يې ستونزې درلود ، خو اوس دوی په خپله له نورو

کسانو سره خبری کوي او ډير خوشبين دي . په ښوونځي کې ژوند د دغو کوچنيانو د ودې او پرمختګ په بهير کې ستر رول لوبولی دی .

نوموړی ښوونځی د ١٩٩٤ کال د سپتمبر په لومړۍ نېټه جوړ شوی چې په پيل کې په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو لومړی ښوونځی نومېده . دغه ښوونځي له خپلو پلرونو او ميندو سره يو ځای بيجينګ ته له بيلا بيلو ځايونو څخه راغلي زده کوونکي منلي چې د هه نان ولايت د شي ولسوالی د يوې ښوونکې لي سو می له خوا جوړ شوی دی . د دغه ښوونځي د جوړولو بهير د يادونې په وخت کې ميرمن لي سو می وويل په تېرو لس ګونو کلونو کې په ښوونځي کې ټولګی ټول په کرايه وو او څو څو ځله له يو ځای څخه بل ځای ته خوځيدل . د دغه ښوونځي د ساتلو لاملونه دا دی : لومړی بايد د مزدورانو اولادونو زده کړه تامين شي ځکه چې د دوی پلرونه او ميندی د ښارونو د پرمختګ او أبادی لپاره ستر خدمتونه تر سره کوي ، نو موږ بايد دوی ته ورته ځواب ورکړو او په ښوونځيو کې د دوی د اولادونو د زده کړې لپاره شرايط برابر کړو ، دوهم حکومتونو او ټولنې زموږ د ښوونځی ساتلو په بهير کې زياتې مرستې برابرې کړې ، نو موږ بايد د دوی هيلې پوره کړو ، په پای کې د لي سو می ټينګ هوډ هم يو مهم لامل دی .

په ښارونو کې د کليوالو کارګرانو د اولادونو د زده کړې په بهير کې لا تر اوسه هم زياتې ستونزې شته ، په دې هکله د چين د لسمی دوری ملی ولسی کانګرس استازي او د نان جينګ د بهرنيو ژبو ښوونځي د ځانګړی کچې ښوونکې جو شان پينګ وويل د کليوالو کارګرانو اولادونه او ښاري کوچنيان ټول د وطن د راتلونکی لپاره ډېر مهم دي . د يوې ښوونکې په توګه بايد د ماشومانو د روزنې دنده په غاړه ولرم .