<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-23 18:03:13    
کټي وايي په چين کې يې ډير نوي څه ليدلي دي

cri

د چين د نړيوالې راډيو درنو او محترمو اوريدونکو سلامونه او نيکې هيلې،خدای وکړي چې د روغتيا او سوکالۍ په جامه پټ اوسی،دا دی تر يوې اونۍ ځنډ وروسته يو ځل بيا د بهرنيان په چين کې د پروګرام د خپريدو وار رارسيدلی دی،هيله ده چې د خپرونې تر پايه راسره پاته او له راټولو شويو مطالبو څخه يو څه خوند واخلی،محترمو دوستانو که ستاسو په ياد وي په تيره اونۍ کې مې در ته ويلي وو چې پدې وروستيو کې د هند هيواد له مدراس يا چنای څخه يو پنځه څلويښت کسيز پلاوی بيجينګ ته راغلی وو،چې دلته په چين کې يې له بيلابيلو ځايونو څخه يې ليدنې کتنې وکړې ، ما هم له وخت څخه په ګټې اخيستنې ددې ډلې له ځينو کسانو سره مرکې درلودې چې لمړۍ مرکه مو په تيره خپرونه کې واوريده،پدې اونۍ کې به د هغې ډلې له يو بل غړي سره د مرکې ځينې برخې درواوروم ، دغه کس کټي نوميده او ددې ډلې مشر وو،چې په هند کې د سمنټو جوړولو د يوې فابريکې مشري هم په غاړه لري، دی وايي دوي ته وړانديز شوی وو چې د خپل سفر لپاره يو هيواد وټاکي چې دوی پدې بهير کې چين وټاکه او سفر يې ورته وکړ ،دا چې ولې؟ پخپله له ده څخه به يې واوروو:

غږ ترک ٢٨ ژباړه

موږ ته د ډيرو هيوادونو د سفر وړانديز شوی وو،خو چين هغه هيواد وو چې مخکې مو سفر نه ورته کړی په تيره بيا زموږ د سيمې خلک هيڅ نه دي ورته راغلي،موږ اوريدلي وو چې چين د ښه پرمختګ په حال کې دی نو موږ هم وغوښتل چې راشو او له نږدې څخه يې وګورو.

دا مهال د نړۍ په بيلابيلو برخو کې د چينې ژبې د ليک لوست بهير ګړندی شوی،چې اوس وخت په شاوخوا اتيا هيوادونو کې د چيني ژبې د زده کړو لپاره ځانګړي ښوونځي هم جوړ شويدي،همدا شان په چين کې هم د بهيرنيو ژبو د زده کړې څپه توده ښکاري ،

په تيره بيا د نوي نسل زياتره برخه ځوانان په بهرنيو ژبو او په ځانګړې توګه په انګليسي ژبې د خبرو کولو او ليک لوست توان لري، ښاغلی کټي وايي دوی مخکې اوريدلي وو چې په چين کې زياتره خلک له بهرنيو ژبو سره دومره بلدتيا نلري او همدا شان په دوستۍ کې دومره ټينګ خلک ندي،نو ځکه دا انديښنه ورسره وه کله چې چين ته راشي نو خپلې ستونزې به څنګه حل کوي، دی وايي کله چې دلته راغلو بيا هر څه بل شان وو:

غږ تر٢٩ ژباړه

هغه څه چې موږ اوريدلي وو ،ټولو له حقيقت سره توپير درلود،موږ اوريدلي وو چې چينايان دوستانه چلند نلري،خو کله مو چې وليدل نو زموږ سره يې ډير تود ، دوستانه اوله ملګرتيا څخه ډک چلند درلود،کله چې موږ هوايي ډګر بيا هوټل ته ولاړو او يا هم نورو ځايونو ته تللي يو نو خلک په ډيره ښه او سمه انګليسي لهجه زموږ سره خبرې کوي، دا موږ ته ښيي چې په چين کې هر څه په بنسټيزه توګه بدلون موندلی دی،

په رښتيا هم چې د شاوخوا شلو کلونو راهيسې د چيني خلکو په ژوند او چاپيريال کې د پام وړ بدلونونه تر سترګوشوي،د خلکو اقتصادي حالت ښه شوی،په ورځنيو څارو کې آسانتياوې ډيرې زياتې او پرمختللې تکنالوژي کارول کيږي،ښاغلي کټي وايي کله يې چې بيجينګ وليد نو ډير پرمختللی ورته وبريښيد،چې دا مهال له ډيرو پرمختلليو ښارونو سره پرتله کيداي شي دی وايي:

غږ ترک٣٠ ژباړه

اوس مهال بيجينګ د ځينو نورو ارپايي هيوادونو له ښارونو سره برابر دی،او زما په آند په راتلونکو څلور پنځو کلونو کې به د اروپايي هيوادونو تر ښارونو څخه ډير ښکلی او بهتر وي،ځکه چينايان دا وخت ډير زيار او زحمت باسي،اوکار کول ددوي لپاره يو عادي خبره ده.زه هيله لرم چې ډير ژر به په نړۍ کې د پرمختلليو هيوادونو په لمړي کتار کې ځاي ونيسي.

محترمو اوريدونکو لکه څنګه چې ټولو ته څرګنده ده دا مهال چين او هند دواړه په ټوله نړۍ او په خاصه توګه په آسيا کې له مهمو پرمخ تلونکيو هيوادونو څخه شميرل کيږي،چې د زياتره خلکو پام يې ځان ته ور اړولی دی،کله مې چې له ښاغلي کټي څخه د چين او هند د پرمختګ د توپيرونو په هکله وپوښتل نو داسې ځواب يې راکړ:

غږ ترک ٣١ ژباړه

کله چې د چين او هند د پرمختګ بهير سره پرتله کړی نو په بشپړه توګه توپير سره لري،هند هم د د پرمختګ په حال کې دی خو بهير يې دومره ګړندی او چټک ندی،ولې چين په ډيره چټکۍ سره پرمختګ کړی او لا يې کوي، د هند په پرتله اوس مهال دلته په چين کې سړکونه ،بنسټيزو تاسيساتو او هر څه په ښه او مناسب توګه پرمختګ کړی دی.

درنو اوريدونکو داوو د هند د مدراس يا چناي ولايت څخه بيجينګ ته د راغلي ښاغلي کټي سره د مرکې ځينې برخې چې د بهرنيان په چين کې پروګرام له لارې مو واوريدې،نو پدې سره د غه برخه هم پاي ته رسيږي، که تاسې هم چين ته سفرونه کړي وي او پدې هکله خاطرې ولری نو د خپلو ليکونو په وسيله يې موږ ته راوليږی،څو موږ يې د راډيو له لارې نورو اوريدونکو ته ورواوروو،نو اوس ما خوشحال تايب ته اجازه راکړی،تر راتلونکي پروګرام او بلې اوونۍ پورې مو په لوي او مهربانه خدای سپاروو.خوښ او سوکاله اوسی.