<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-23 18:22:57    
په بېجينګ کې د امريکا د دری سوه کلن هنر په اړه نندارتون

cri

د امريکا د دری وسه کلن هنر په اړه نندارتون چې اوس په بېجينګ کې روان دی، په چين کې لومړی داسی لوی نندارتون دی چې د امريکا د هنر د پرمختګ تاريخ ترې څرګنديږي. په وروستيو ورځو کې ډېرو نندارچيانو په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. د هنر او کلتور په ننی پروګرام کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات درکړم.

دغه نندارتون چې د يو سل او شل تنو هنرمندانو لخوا ترسره کېږي څه دپاسه يو سل او دېرش مشهور اثار پکې نندارې ته وړاندې شوي ، د شمالي امريکا له مستعمراتی دورې څخه د امريکا تر اوسنی زمانې پوری په دری سوه کلونو کې د دغه هيواد هر تاريخ پړاو انځور په کې کېږي او د دغه هيواد د هنری پرمختګ بهير سيستماتيکه نښه هم ده .د معلوماتو له مخې، دغه نندارتون د چين د پنځه زره کلن هنر او کلتور په اړه هغه نندارتون ته يو ځواب دی چې په نولس سوه او اته نويم کال کې د امريکا په نيويارک کې تر سره شوی و.د چين د کلتور وزير سون جيا ځېنګ د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل

د چين خلک د امريکا د دغه نندارتون پرانستلو ته ډيره پاملرنه کوی لکه د امريکايانو په شان چې څو کاله مخکې يې د چين د پنځه زره کلن هنر او کلتور نندارتون ته انتظار کاوه .زه باور لرم چې دغه نندارتون به هرومرو له امريکا سره د چينايانو پيژندنه او بلدتيا پياوړی کړي.

په چين کې د امريکا سفير کلاک صورپ راندت د دغه نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې وويل له دغه نندارتون څخه د امريکا د کلتور رنګارنګ ډولونه ليدل کيږي او نندارچيان د امريکا د پرمختيايي لورې او ځانګړتياوو په هکله زيات معلومات لاس ته راوړلی شي . نندارې ته د وړاندې شويو انځورونو او نقاشيو څخه د ارزښتونو ،نوښتونو او د ازادۍ څرګندولو په هکله د امريکايانو ځانګړتياوې ښکارېږي.

يوې نندارچۍ شو جي وويل

امريکا ته مې سفر کړی او له ډېرو موزيمونو څخه مې هم ليدنې کړي دي. دغه نندارتون ډېر ښه دی ځکه چې دغه نندارتون د امريکا د نورو زياتو موزيمونو په پرتله نندارچيانو ته په هر اړخيز ډول د دغه هېواد هنری ارزښت او د ښکلا نظرونه برابروي .ددغه نندارتون دوه ځانګړتياوېپه ښه توګه د امريکا د تاريخ ښکارونه او د لاتينې امريکا د شمالي برخې د وګړيو بڼې انځورونه ده . دغه نندارتون يو تاريخی او هنری نندارتون دی چې په ترڅ کې يې د امريکايانو نوښت،ازادی او زړه ورتوب په ښه ډول پيژندل کېږي .

د چين د هنری موزيم مشر ښاغلی فن دي ان وويل که څه هم اوس د چين نندارچيان د نړيوال هنر او کلتور زيات نندارتونونه ليدلی شي ، خو د امريکا د هنر په هکله زيات معلومات نه لری په تيره بيا دا چې له اصلی اثارو څخه ليدنه وکړي. نو د دغه نندراتون په ترڅ کې د چين هنری موزيم د څېړنې او بحث لپاره ډېر فعاليتونه تر سره کړل. د چين هنری مرکزی پوهنځی مشر پان ګونګ کای،د بېجينګ پوهنتون د هنری

پوهنځی مرستيال دينګ نينګ او په امريکا کې د چين د مشهور هنرمند چن دن چينګ په ګډون د چين ډېرو هنرمندانو د امريکا له کارپوهانو سره د دواړو هېوادونو د هنر په اړه بحث وکړ. ښاغلی پان ګونګ کای وويل

د امريکا له هنر سره د چينی نقاشانو پېژندنه يوازی ٢٠ کلن تاريخ لري او له دې مخکې مو د امريکا د هنر په اړه ډېر لږ معلومات تر لاسه درلودل.د تېری پيړۍ په اتمه او نهمه لسيزه کې د امريکا د هنر په اړه زمونږ معلومات ژر زيات شوی دی.خو تر اوسه پوری زمونږ دغه معلومات بشپړ نه دی. نو دغه نندارتون نه يوازی د هنرمندانو،بلکې د چين د وګړيو او د بېجينګ ښاريانو لپاره ډېر مهم او ګټور دی.