<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-24 19:51:58    
د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ مهم ټکی د کرنې د توليدی توان لوړوالی او د بزګرانو د ژوند ښه والی دی .

cri

 د چين صدراعظم ون جيا باو د مارچ په ٥ نېټه د هېواد د ملی ولسی کانګرس او د سياسی مشورتی کنفرانس په نوبتی غونډو کی د خپل کاری راپور د وړاندی کولو په مهال وويل چی چين به سږ کال د عصری کرنې چټکتيا ته په درنه سترګه وګوري او د نويو کليوالو سيمو د أبادی لپاره به کوشش وکړي .په دغو غونډو کې ګډون کوونکيو له خبريالانو سره د مرکې په ترڅ کې د صدراعظم ون جيا باو له خوا د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ په هکله د وړاندی شوی تګلارې مثبته ارزونه وکړه او و يی ويل چی د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ مهم ټکی د کرنې د توليدی توان لوړوالی او د بزګرانو د ژوند ښه والی دی .

د نويو کليوالو سيمو أبادي په وروستيو کلونو کی د چين د حکومتی کارونو مهم ټکی دی او د روان کال د حکومت په کاری راپور کی صدراعظم ون جيا باو هم په دغه برخه کی حکومتی تدبيرونه څرګند کړل او وړانديز يی وکړ چی حکومت بايد د هېواد د بنسټيزو تاسيساتو د أبادۍ او د ټوليزو چارو د پرمختګ په بهير کې کليوالو سيموته پام وکړي .

د بزګرانو د توليدی شرايطو او چاپيريال ښه والی او د کرنې د توليدی توان لوړوالی د چين د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ يوه مهمه موخه ده .تر اوسه پوری د چين د بيلا بېلو کچو کليو کې سړکونه غځول شوي او تليويزيونی پروګرامونه ليدل کيدی شي او دغه راز تليفونونه هم په کليوالو سيمو کې مروج شوی په تېره بيا د ختيځې برخې په کليوالو سيمو کې يې مروج شوی حتی په ځينو کليوالو سيمو کی بزګران انټرنټ کارولی شی .د چين د سياسی مشورتی کنفرانس غړي او د دولتي شورا د بې وزليتوب د له منځه وړلو دفتر مشر ليو جيان زمونږ له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې وويل چې د کرهڼيزې تکنالوژۍ دودونه او د خدمتی سيستم ښه والی او د بزګرانو د فنی روزنې پياوړتيا د کليوالو سيمو د پرمختګ يو بهير دی .هغه وويل: تېر کال موږ يو مليون بی وزلی بزګران روزلي چې په دی ترڅ کې يی په سلو کی ٩٥ برخه استخدام شوي دي او دغه راز لس مليون بی وزليو بزګرانو ته مو لنډ مهالي روزنه ور کړې چې دکرنې د پياوړتيا او د بزګرانو د عايداتو په زياتوالی کې يی ډير مهم رول لوبولی دی .

اوس د عصری کرنې پرمختګ د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ په تېره بيا د کرنې د توليدی توان د لوړوالی لپاره د چين د حکومت يوه مهمه دنده ده .

د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ بله مهمه خوا د بزګرانو د عايداتو زياتوالی او د دوی د ژوند ښه والی دی .د چين د سياسی مشورتی کنفرانس غړی او مشهور اقتصاد پوه لين ای فو وويل که د نويو کليوالو سيمو د أبادۍ په بهير کې برياليتوب تر لاسه شی نو په عمده توګه بايد د بزګرانو عايدات لوړ ،د دوی ژوند ښه او د ښارونو او علاقه داريو ترمنځ واټن کم شی .

سربيره پردی چين د کرهڼيزو مالياتو د کمولو له لاری هم د بزګرانو عايدات زيات کړی دي .چين به سږ کال په کليو الو سيمو کې د بی وزليو کسانو د بنسټيز ژوند د ضمانت نظام پلی کړي .