<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-24 19:47:28    
پوښتنو ته ځوابونه

cri

ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغه کړۍ ته مو هرکلی کوم ! پوښتنو ته د ځوابونو پروګرام يو داسی پروګرام دی چې د اوريدونکو د علاقې وړ هر ډول پوښتنو ته پکی ځواب ورکړل کيږی او د هره اوونۍ يو ځل خپريږی . زه هيله لرم چې تاسو د ليکونو يا بريښنا ليکونو له لارې له مونږ څخه هرډول پوښتنې وکړئ او مونږ به کوشش وکړو چې ستاسو د خوښۍ وړ ځوابونه ومومو .

ګرانو دوستانو ! يو اوريدونکی چې بشارت سلطان نوميږی له مونږ څخه د چين او پاکستان د دوستۍ په اړه يوه پوښتنه کړې ده . نو د پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د چين او پاکستان د دوستۍ او تګ راتګ په اړه څه معلومات وړاندی کړم .

چين او پاکستان د نولس سوه و يو پنځوسم کال په می مياشت کې خپل منځی سياسی اړيکې ټينګې کړې . د ١٩٦٣ کال په مارچ کې دواړو هيوادونو د خپل منځيو پولو په اړه يو تړون لاسليک کړ نو د چين او پاکستان ترمنځ پوله د سولې او دوستۍ پوله ګرځيدلې چې د سيمه ايزې سولې او امنيت لپاره ډير ارزښت لری .

په ١٩٦٣ کال کې چين او پاکستان د سوداګرۍ يو اوږد تړون لاسليک کړ چې له مخی يی دواړو خواوو يو بل ته د امتياز حق ورکړ او دغه راز يی په ١٩٦٥ کال کې د اقتصادی او تخنيکی همکارۍ په اړه يو بل تړون هم لاسليک کړ .

د ١٩٦٤ کال په فبرورۍ کې د چين د وخت لومړی وزير جو ان لای پاکستان ته رسمی سفر وکړ او د همدې کال په ديسمبر کې د پاکستان د وخت ولسمشر ايوب خان هم له چين څخه ليدنه وکړه . دغه راز د ١٩٦٦ کال په مارچ کې د چين د دولت پخوانی رئيس ليو شاو چی پاکستان ته سفر وکړ چې له مخی يی د چين او پاکستان ترمنځ لوړپوړی تګ راتګ زيات

شو .

د ١٩٧١ کال په فبروری کې د چين له هونچيلاپو دابن څخه د پاکستان تر هاليګشی پوری سړک او دغه راز د کالاکون لون سړک هم بشپړ شو چې له امله يی د چين او پاکستان ترمنځ ځمکنی لار هم پرانيستل شوه او تګ راتګ پرې پيل شو .

د ١٩٨٢ کال په اګيست کې دواړو هيوادونو پريکړه وکړه چې د چين او پاکستان په ګډه پوله د هونچيلاپو دره پرانيزی .

په ١٩٨٩ کال کې د پاکستان لومړی وزيرې بينظير بوتو چين ته سفر وکړ او يو د بل هيوادونو کې يی د پانګونې هڅولو او ساتلو په اړه يو تړون لاسليک کړ . په ١٩٩١ کال کې د چين ولسمشر يانګ شانګ کون پاکستان ته سفر وکړ چې د چين او پاکستان ترمنځ يی د اقتصادي او تخينکی همکارۍ تړون لاسليک او پاکستان ته يی پنځوس مليونه بی ګټې پورونه برابر کړل .

د ١٩٩٣ کال په ديسمبر کې بينظير بوتو يو ځل بيا چين ته سفر وکړ او له چين سره يی د دواړو حکومتونو ترمنځ د اقتصادي او تخنيکی همکارۍ موافقه ليک لاسليک کړ .

د ١٩٩٦ کال په دسمبر کې د چين د دولت رئيس جيانګ ځه مين پاکستان ته سفر وکړ او په ترڅ کې يی د دواړو هيوادونو مشرانو پريکړه وکړه چې د يوويشتمې پيړۍ په وړاندی د چين او پاکستان ترمنځ د هراړخيزې همکارۍ اړيکی ټينګې شي . رئيس جيانګ ځه مين په پاکستان کې تر دی سرليک لاندی يوه مهمه وينا وکړه چې نسل په نسل ښه ګاونډيتوب او دوستی وساتو او په ګډه سره روښانه راتلونکی ترلاسه کړو او لومړی ځل يی د جنوبی اسيا په اړه د چين تګلاره روښانه کړه .

د ٢٠٠٣ کال په نومبر کې د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف د چين د های نان په بو او کې د اسيايی فورم په دوهمه کلنی غونډه کې له ګډون وروسته چين ته رسمی سفر وکړ

او د دواړو هيوادنو مشرانو د چين او پاکستان ترمنځ د دوه اړخيزې همکارۍ د پرمختګ لوری ګډه اعلاميه لاسليک کړه چې د چين او پاکستان د اړيکو د پرمختګ لوری يو بنسټ ګڼل کيږی .

د ٢٠٠٤ کال د دسمبر په ١٥ نيټه د چين لومړی وزير ون جياباو او د پاکستان لومړی وزير شوکت عزيز ګډې خبرې اترې وکړې . ښاغلی عزيز په خبرو اترو کې اعلان وکړ چې پاکستان په پوره توګه د چين د بازاری اقتصاد ځای پېژنی .

په دی وروستيو کلونو کې د چين او پاکستان ترمنځ اړيکی نورې هم نژدی شوي او د دواړو هيوادونو ترمنځ تګ راتګ هم زيات شوی دي . مونږ باور لرو چې دغه اړيکی د دواړو هيوادونو د حکومتونو او خلکو د کوششونو له لارې نورې هم ښه شی .

ګرانو اوريدونکو ! د پروګرام دغه کړۍ په همدی ځای پای ته ورسيده او هيله لرم چې پروګرام ته په خپلو ليکونو کې بېلابېلې پوښتنې وکړئ . خوشحاله او نيکمرغه اوسئ !