<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-25 20:50:01    
په چين کی ښځی د ښکلا دپاره ورزش کوی

cri

ويل کيږی چی د ښکلا ساتنه د ښځو طبيعی غريزه ده٠ د چين د خلکو د ژوندانه د سويی په اوچتيدو سره مخ په زياتيدونکی ښځی خپل ظاهری صورت ته لا ډيره پاملرنه کوی چی په دی بهير کی د زياتو ښځو په نظر ښکلی او برابر اندام د ښځی د ښکلا او روغتيا څرګندوی دی٠ نو په دی وروستيو کلونو کی هغه ښځی چی د چاغوالی د کمولو او د خپل اندام د ډنګروالی لپاره ورزش کوی، مخ په زياتيدو دی٠

ښځی د ورزشونو له لاری ځان ډنګر کوی څو چی د کار په وخت کی پوره ځواک او باور ولری٠ د روغتيا ساتنی په مرکزونه کی د اړوند روزونکی له خوا د ښځو د اندام د روغتيا او ښکلا لپاره خاص جمناستيکۍ ورزشونه ترتيب شوی دی او دغه جمناستيک د ښځو په منځ کی ډير رواج لری٠

پرته د جمناستيک نه د يوی جيا په نامه يو ډول خاص ورزش چی له هند نه چين ته خپور شوی، د روغتيا او ښکلا د ساتنی په هکله د چين د يو زيات شمير ښځو په منځ کی ومن هم ډير مروج دی٠ ځکه د دغه ورزش له لاری چاغوالی ليری کيدای شی٠ ډيری ښځی چی پيغلی او نجونی هم شاملی دی، د روزونکی تر لارښونی لاندی د ژور تنفس ورزش کوی٠ د معلوماتو له مخی، که د اوږد وخت لپاره پر دغه ورزش باندی ټينګار وکړی شی، چاغوالی به ليری شی٠

د يوی جيا په نامه د ورزش د مروج کيدو په عين وخت کی اوس په چين کی د ښکلا د ساتنی هغه مرکزونه هم ورځ په ورځ زيات شوی دی چی د معقولو خوراکونو د ترتيباتو او د مساژ کولو په هکله هغو ښځو ته خدمتونه برابر وی چی د ځان ښکلا او ډنګروالی غواړی٠ شانګهای د چين تر ټولو نه لوی صنعتی ښار دی، په دی ښار کی د روغتيا او ښکلا د ساتنی دغسی مرکزونه ډير ليدل کيږی٠ د چين د خلکو د ژوندانه د سوېی په اوچتيدو سره ډير خلک خصوصأ زياتی ښځی غواړی چی د روغتيا او د ځان د ښکلا لپاره پيسی مصرف کړی٠ البتأ لا زيات خلک د بيلا بيلو ورزشونو او خوراکونو د کمنترول له لاری د ډنګروالی هدف تر سره کوی٠