د چين کرنيزه جنتري څو زره کاله دمخه رامنځته شوې او د چين نه برسيره په جاپان، کوريا او ويتنام کې هم استعماليږي ، ددې جنتري له مخې د کال ، مياشتې او ورځې د ټاکلو نظام په هرو شپيتو کالو کې يو ځل تکراريږي او په تکرار سره استعماليږي . د روان کال پسرلني جشن د جنوري په نهه ويشتمه نيټه و، يعني نوروز دی چه له همدي ورځې څخه نوي کال پيل کيږي . خو اتفاقا د پسرلي د رسيدو ورځ د ياد شوي نظام له شپيتم کال سره سمون لري ، نو په روان کال کې اومه مياشت کبيسه مياشت ده يعني ټاکل شوې چې اومه مياشت دوه کله وی، په بله ژبه سږ کال ديارلس مياشتې لری .البته سږ کال د نورو کلونو په پرتله اوږد دی . د چين د قمري کال له مخې د هرې مياشتې د ورځو شمير دايمي نه دی ، د بيلګې سره سم د سږ کال له ديارلسو مياشتو څخه اته مياشتې لويې او پنځه مياشتې کوچني دي ، نو ټول کال د دريو سوو پنځه اتياوو ورځو څخه عبارت دی په بله ژبه روان کال به د عيسوي کال د دوه زره اووم کال د فبروري د مياشتې تر اوولسمې نېټې پوري ادامه ولري او په روانه پيړۍ کې به تر ټولو اوږد کال وی .
د چين د ښاريانو د ژوند کيفيت په راپور کې ليکل شوي چه د چين د پلازمينې بيجينګ ښاريانو منځني اټکلي عمر د هيواد له نورو ښارونو څخه اوږد او نژدي اتيا کاله دی چه د ولسي جمهوريت د جوړيدو په لومړيو وختونو کې دغه عمر يوازي نژدي درې پنځوس کاله وو . د بيجينګ ښاريانو د عمر اوږدوالي دوه لاملونه دا دی لومړي د بيجينګ روغتيايي تاسيسات نړيوالې پرمختللي کچې ته نژدي شوي، دوهم د بيجينګ د ښاريانو د زوړوالي او روغتيا بيمې بشپړې شوې او د ښاريانو د روغتيا ساتنې لپاره اسانتياوې برابرې شويدي .
په چين کې علمي درجې د چين د وروستۍ امپراطوري زمانې په وروستي موده کې ټاکل شوې چه په څلورو کچو ويشلې شوې . ورپسې د سياسي سمون له پلي کولو وروسته په چين کې نوي ډول ښوونځي جوړ شول او په نولس سوه دوهم کال کې حکومت د علمي درجې د ټاکلو مقررات صادر کړل چه دا د چين لومړي علمي درجې وې .
په دوولس سوه اوه ويشتم کال کې د چنګيز له مړينې وروسته دده د عبادت څراغ تر اوسه پوري ندی وژل شوی چه له امله يي د چنګيز عبادت د ټاکل شويو لومړنيو غيرمادي کلتوري ميراثونو په ليست کې شامل دی . د چنګيز مقبرې ساتونکي د درهوت په نامه ياديږي چه دوي د چنګيز د اتو لويو جنرالانو اولادونه دي . له دنيا څخه د چنګېزخان په تلو تر اوسه پوري اوه سوه اتيا کاله، د داخلي مغولستان پوهنتون د مغول پيژندنې علم د څيړنيز انستيتوت پروفيسر چيموددارکي وويل چه په نړۍ کې دا بيلګه نشي پيدا کيداي چه درهوت د څو سوو کالو لپاره د يوه مړ شوي مشر مقبرې ساتلي او ساتي يي .
د چين د اطلاعاتو د عمومي ادارې په اړه د ورځپاڼو او مجلو څانګې په دې وروستيو ورځو کې د دوه زره پنځم کال لپاره د چين د ورځپاڼو د صادرولو په هکله راپور خپور کړ او د شميرنې له مخې اوس په چين کې د ورځپاڼو د چاپولو عمومي اندازې له پر له پسې پنځو کلونو راهيسې په نړۍ کې لومړي مقام نيولی دی چه ډولونه يي له نړيوالو ډولونو څخه په سلو کي څوارلس اعشاريه پنځه برخه نيسي په بله ژبه د نړۍ له اوو ډولونو ورځپاڼو کې يو ډول ورځپاڼه د چين لخوا چاپيږي او د چاپولو ورځني اندازه يي له سلو مليونو پاڼو څخه زياته ده .