<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-26 20:21:36    
کورنی او بهرنی تصدي د مالياتو نوی قانون ته په سمه توګه ګوري

cri

ګرانو اوريدونکيو ، په وروستيو ورځو کې د چين د ملی ولسی کانګرس په نوبتی غونډه کې د تصديو له خوا د تر لاسه شويو ګټو دمالياتو نوی قانون په زياتو رايو سره له امله تصويب شو اود دغه قانون له مخې به د کورنيو تصديو له خوا د تر لاسه ګټو ماليات په دغه برخه کې د بهرنيو تصديو له مالياتو سره برابر وي او نوی ماليات په سلو کې ٢٥ برخه وټاکل شول .د دغه قانون د خپرولو له امله تر يوې اندازې پوری په مالياتو کې د بهرنيو تصديو امتيازی تګلاره لغوه شوې او په چين کې ټولو تصديو ته د بازاري سيالۍ عادلانه چاپيريال برابر شوی دی .له راتلونکی کال څخه به دغه قانون په رسمی توګه پلی شی نو بهرنۍ او کورنۍ تصدي د نوی قانون په باب څه نظريه لري .د چين د سوداګرۍ او اقتصاد په نننی پروګرام کې به تاسو ته دغه معلومات وړاندې کړو.

په چين کې د جاپان پانګونه دوهم ځای نيسی او تر اوسه پوری دغه پانګونه ٦٠ مليارډ امريکايی ډالرو ته رسيدلې ده .زياتو جاپانی شرکتونو په چين کې خپلې اډې جوړې کړې چې د اومرو په نامه شرکت هم پکې شامل دی .په نړۍ کې د يو مشهور شرکت په توګه دغه تصدۍ د تيرې پېړۍ له اتمې لسيزې څخه چين ته راغلی او په ٢٠٠٢ کال کې يی په رسمی توګه په چين کې خپل مقر جوړ کړ.

د دغه شرکت مشر له خبريال سره دمرکې په ترڅ کې وويل  زما په أند د مالياتود نوي قانون پلی کول به په چين کې زموږ پر پانګونې منفی اغيزه ونه کړي .د بهرنيو او کورنيو تصديو له خوا د تر لاسه شويو ګټو د مالياتو يووالی د سوداګرۍ

په نړيوال سازمان کې د چين له ګډون وروسته يو ګام دی خو د دغه قانون خپرول به په چين کې زمونږ د پانګونې پرباور بده اغيزه ونه کړي .

د بهرنيو تصديو په پرتله د چين کورنۍ تصدۍ د مالياتو د نوي قانون هر کلی کوي .د چين د جيانګ سو ولايت د وو سی ښار د هونګ دو ډلې يوه نادولتی تصدۍ ده ،د دغې ډلې عمومی مدير جو های جيانګ وويل  پخوا زمونږ نادولتی تصديو د بهرنيو تصديو په پرتله د مالياتو په برخه کې امتيازی تګلاره نه درلوده نو کورنيو او له بهرنيو تصديو سره د سيالۍ په برخه کې يې ناعادلانه مقام نيولی و .

د معلوماتو له مخې د شلمې پيړۍ د اوومې لسيزې په پای کې د ورخلاصون تګلارې له پلی کولو راهيسی د چين حکومت د بهرنۍ پانګونې او اقتصادی پرمختګ لپاره بهرنيو تصديو ته د مالياتو په برخه کې امتيازات ور کړل چې له کورنيو تصديو سره يی توپير درلود .د ريښتيني حالت له مخې په مالياتو کې د دغو امتيازاتو د پلی کولو له امله چين د عصری تکنالوژۍ د ځينو چارو زده کړه وکړه او د ادارې غوره تجربې يی تر لاسه کړې او له مخې يې دغه راز بهرنی اسعار زيات شول .

خو د چين د پرمختګ له امله د مالياتو زوړ نظام له نوي حالت سره سمون نه درلود .د سوداګرۍ په نړيوال سازمان کې له ګډون وروسته چين بهرنۍ پانګونې ته خپله دروازه لازياته پرانيستله او کورنيو تصديو هم په نړيوال اقتصادی سيستم کې برخه واخيسته نو چينايی تصدۍ له لازياتو سياليو سره مخامخ شوې .نو د دغه حالت په وړاندی د کورنيو او بهرنيو تصديو له خوا د تر لاسه شويو ګټو د مالياتو يووالی يو اړين کار و.

مشهور اقتصاد پوه لين ای فو وويل د کورنيو او بهرنيو تصديو له خوا د

تر لاسه شويو ګټو د مالياتو يووالی به هېواد ته د بهرنۍ پانګونې پر راجلبولو منفی اغيزه ونه کړي ځکه د بهرنيو تصديو پانګونه يوازی دوه موخې لري چې يوه يې د چين د امتيازاتو په کارولو سره د خپلو توليداتو د چمتو کولو د اډې جوړول دی او بله يې د چين د لوی بازار راجلبول دي .

د نوی قانون د خپرولو له امله نه يوازی د ټولو تصديو لپاره يو عادلانه بازاری چاپيريال برابرېدی شی بلکې د تصديو ترمنځ سيالي به په معقوله توګه تر سره شی او صنعتی جوړښت به تنظيم شی .

ګرانو اوريدونکيو ،زمونږ نننی پروګرام په همدی ځای پای ته ورسيد .خوشحاله اوسی .