<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-26 20:14:26    
د شينجيانګ د پرمختګ لپاره بايد د ښوونې چارو ته لومړی اهميت ورکړی شی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدنکو ، السلام عليکم ! شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننۍ کړۍ کی به له تاسی سره د چين د شينجيانګ د ښوونی چارو په هکله وغږېږو او و به ګورو چې چارواکي د شينجيانګ د پرمختګ لپاره د ښوونی چارو ته د لومړی اهميت پر ورکولو ټينګار کوی٠

شينجيانګ د چين د شمال لويديځ سرحدی سيمه ده چې ګوښه او بی وزلی ځايونه پکې زيات دی، نو د بزګرانو او مالدارانو د اولادونو زده کړه د دغې سيمې د ښوونې چارو يوه ستونزه ګڼل کيږی٠ له څو کلونو راهيسی د چين په ملی ولسی کانګرس کې د شينجيانګ استازيو د ښوونې چارو د پرمختګ په هکله زيات وړانديزونه او لايحې وړاندی کړې ، سيمه ايز حکومت هم زيات اړوند تدبيرونه غوره کړي او يو شمير برياليتوبونه يې ترلاسه کړي دي٠

د چين د ملی ولسی کانګرس په وروستی کلنۍ غونډه کی ددغه کانګرس استازی او د شينجيانګ د پرمختګ او اصلاحاتو کميټې مرستيال ولميل عبلا د خوتان سيمې د ښوونې چارو د پرمختګ د يادونې په ترڅ کی وويل :

( غږ ) ٌ اوس د خوتان سيمې د ښوونې چارو حالات د پخوا په پرتله ډير ښه شوی دی٠ په دغه سيمه کی لومړيو ښوونځيو ته د کوچنيانو د تللو انډول ، د منځنيو ښوونځيو لومړی پړاو ته له لومړيو ښوونځيو د بريالی شويو زده کوونکو د او د منځنيو ښوونځيو دوهم پړاو ته د لومړی پړاو د زده کوونکيو د لوړيدو انډولونه د پخوا په پرتله ډير لوړ شوی دی٠ ٌ

اوس د شيجيانګ په بی وزلو سيمو کی په لومړنيو ښوونځيو او د منځنيو ښوونځيو په لومړی پړاو کی د زده کوونکيو د زده کړې ستونزې په اساسی توګه حل شوې دي ، خو د ښوونې په ټولو چارو کی لا هم ځينی ستونزې موجودې دي٠

د شينجيانګ پوهنتون د ژوند د ساينس او تکنولوژۍ د پوهنځی مرستيال عبدالله عباس وويل : ده له څو ځايونو څخه د ليدنې په ترڅ کی وليدل چې په شينجيانګ کی د نهه کلنې اجباری ښوونې په ترڅ کی د زده کوونکيو د زده کړو ټول لګښتونه لغوه شوي دي ، خو د منځنيو ښوونځيو په دوهم پړاو کی دغه لګښتونه لا تراوسه هم د زده کوونکيو پر غاړه يو دروند بار دی٠ څرنګه چې د شينجيانګ په جنوب د کاشغر، خوتان او قيزلسو سيمو د بزګرانو او مالدارانو عايدات د نورو سيمو په پرتله کم دی، نو د دوی اولادونه عمومأ د اقتصادی ستونزو له امله د منځنيو ښوونځيو په دوهم پړاو کی له زده کړو څخه بې برخه کيږی چې د دوی ترمنڅ زيات وتلی زده کوونکی هم شامل دی٠ ښاغلی عبدالله عباس وويل :

( غږ ) ٌ زه وړانديز کوم چې حکومت د منځنيو ښوونځيو په دوهم پړاو کی د بی وزلو سيمو د زده کوونکيو د زده کړو لګښتونه هم لغوه کړی يا له دوی سره يو څه مرسته وکړی ٠ دا به د بی وزلو زده کوونکيو د راتلونکو زده کړو او د ملی لږکيود هېوادوالو ترمنځ د لا زياتو تکړه کسانو د روزولو لپاره ګټوره وی٠ ٌ

برسيره پردی د شينجيانګ د ښوونې په چارو کی داسی ستونزې هم شته چې ښوونکی کم او هم د ځينو ښوونکيو کچه لوړه نده ، نو له دی امله د زده کوونکيو د پوهې پر څرنګوالي باندی مستقيمه اغيزه کيږی او د ښوونکيو روزنه د ښوونې څانګې يوه ډيره مهمه دنده ګرځيدلې ده ٠ خو د چين د ملی ولسی کانګرس استازی او د شينجيانګ د مالی او پولی پوهنځی پوهنمل دولکون ابراهيم خبريال ته وويل : د ګوښه او سرحدی سيمو ناوړه طبيعی شرايطو د ښوونکيو په کار او ژوند کی سخت ستونزې رامنځته کړې دی٠ ( غږ ) ٌ مثلأ د کاشغر د تاشقرغان سيمه د چين د لويديځو سرحداتو يوه غرنی سيمه ده او طبيعی چاپيريال يې ډير خراب ښکاری٠ نو له نورو ځايونو څخه راغلی ښوونکي له دغه چاپيريال سره عادت نه لری چې په عمومی توګه په دغه سيمه کی يوازی د دوو يا دريو کلونو لپاره کار کوی او بيا ترې خوځيږی٠ٌ

د دغې ستونزې د ليری کولو لپاره ښاغلی دولکون ابراهيم وړانديز وکړ چې د بېلا بېلو کچو حکومتونه د انټرنت او تلويزيون له لاری د ګوښه او سرحدی سيمو د لومړيو او منځنيو ښوونځيو زده کوونکيو ته د درسونو او ښوونې په چارو کی زياتی ځانګړی پانګې ولګوی چې د دغو سيمو زده کوونکی به هم ډيره ښه ښوونه او روزنه ترلاسه کړی شی٠ دغه وړانديز د چين حکومت لخوا منل شوی او د پلی کيدو په حال کی دی٠

د شينجيانګ د ښوونې چارې د چين په ملی ولسی کانګرس کی د شينجيانګ د استازيو لپاره د پاملرنې وړ مسئله ګرځيدلې ده٠ د دوی په أند د شينجيانګ د پرمختګ لپاره بايد د ښوونې چارو ته لومړی اهميت ورکړی شی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د چين د شينجيانګ د ښوونی چارو په هکله يو راپور واوريد، شينجيانګ ته د کتنې نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد، نېکمرغه او خوشحاله اوسئ !