د سين هوا اژانس د خبر له مخې، په چين کې د افغانستان سفير اکليل احمد حکيمی د مارچ په شپږويشتمه نېټه په بېجينګ کې هيله څرګنده کړه چې د اساسی تاسيساتو، طبيعی سرچينو او کرنې په ساحو کې چين له افغانستان سره زياته همکاری وکړی.
ښاغلي حکيمی خبريالانو ته وويل چين د افغانستان ښه دوست او باور لرونکی ګاونډی دی او د افغانستان او چين ترمنځ هېڅ لانجه نه ده رامنځته شوې. اوس په مختلفو ساحو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ اړيکې پياوړي شوي او دوه اړخيزې اړيکې هم په پرله پسی توګه ژورې شوي دي. افغانستان هيله لری چې د اساسی تاسيساتو، کرنې، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې او د نشه يی موادو د له منځه وړلو په ګډون څو مسئلو کې له چين سره همکاری نژدی کړي.
ده زياته کړه چې د افغانستان په بيا رغونه کې چين دغه هېواد ته يو سل او پنځوس مليون امريکايی ډالره ورکړي دي. اوس زياتې چينی تصدۍ په افغانستان کې د اوبو لګولو د پروګرام په پلی کولو، د لارو، روغتونونو او ښوونځيو په جوړولو بوخت دي.