<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-27 18:15:52    
چين او د اولمپيک سپورتي لوبې (٢)

cri

چين په ١٩٢٨ کال کې د اولمپيک سپورتي لوبو په نهمه دوره کې چين سونګ ژو های د کتونکي په توګه دغو لوبو ته ولېږه او د دغو لوبو په اړه يی يو شمير څيړنې وکړې .

په ١٩٣١ کال کې د چين د جونګ هوا په نامه د سپورت ملی ټولنه د اولمپيک د سپورتي لوبو د نړيوالې کميټې له خوا د چين د اولمپيک سپورتي لوبو د کميټې په توګه وټاکل شوه او له دې وروسته چين په رسمی توګه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ .

په ١٩٣٢ کال کې د اولمپيک د لسمی دورې سپورتي لوبې د امريکا په لوس انجلس کې تر سره شوې . د چين د ګو مين دانګ ګوند په مشرۍ حکومت د چين لوبډله دغو لوبو ته ولېږله . د دغو سپورتي لوبو په پرانيستونکو مراسمو کې د چين شپږکسيزې لوبډلې ګډون وکړ . په دغو شپږو کسانو کې يوازنی لوبغاړي ليو چانګ چون د يو سل او دوه سوه مترو په واټن د ځغاستی په سياليو کې ښې پايلې تر لاسه نه کړې . که څه هم هغه د پای په سياليو کې ګډون و نه کړ ، خو هغه د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د لومړنی ګډون کوونکی په توګه د چين د اولمپيک په سپورتي تاريخ کې خپل نوم پرېښود .

په ١٩٣٦ کال کې د اولمپيک د يوولسمې دورې سپورتي لوبې د المان په برلين کې تر سره شوې . د چين حکومت هم دغو لوبو ته له يو سل او څلويشتو تنو څخه جوړه شوې لوبډله وليږله چې پکې نهه شپيته تنه په کې لوبغاړي وو . دغو

لوبغاړيو په جلا جلا توګه د باسکټبال ، فوټبال ، لامبو وهلو ، ځغاستی په ګډون په اوو لوبو کې برخه واخيستله . بر سيره پردی ، په ياده شوی لوبډله کې د ګونګ فو يوولس کسيزه ننداره وړاندې کوونکی او څلور ديرش کسيزه کتونکی دوه ډلې هم شاملي وې .

په ١٩٤٥ کال کې په چين کې د جاپان د تيري پر ضد د چينايانو د جګړې له برياليتوب وروسته د اولمپيک د سپورتي لوبو په نړيواله کميټه کې د چين د لومړنی غړي وانګ جنګ يان او د سپورت پوهانو يوان دون لي او دونګ شو يی په ګډون يو شمېر وګړيو غوښتنه وکړه چې په ١٩٥٢ کال کې د اولمپيک د پنځلسمې دورې سپورتي لوبې په چين کې تر سره شی . په هغه وخت کې په چين کې ډېرو خلکو له دغې غوښتنې څخه ملاتړ وکړ .

په ١٩٤٨ کال کې د اولمپيک د څوارلسمې دورې سپورتي لوبې د بريتانيا په لندن کې تر سره شوې . چين دغو لوبو ته دری ديرش تنه نارينه لوبغاړي ولېږل چې د فوټبال ، باسکټبال او ځغاستی په ګډون په پنځو لوبو کې يی ګډون وکړ . خو د دغو لوبغاړيو ترمنځ هيچا د لوبو د پای په سياليو کې د ګډون حق تر لاسه نه کړ .

په ١٩٥٢ کال کې د اولمپيک د سپورتي لوبو پنځلسمه دوره د فنلاند په پلازمېنه هلسينکې کې تر سره شوه . خو د بلنې د ناوخته رسيدلو له امله چين يوازی يوه کوچنی لوبډله وروليږله چې غړي يی څلويښت تنه وو . هلسينکې ته د دغې لوبډلې د رسيدلو په وخت کې سپورتي لوبې خپل پای ته نژدی وې . نو په دغه لوبډله کې يوازی وو چيوان يو د سل مترو په واټن په چپه توګه لامبو وهلو په سياليو کې ګډون وکړ او د چين ملی بيرغ د لومړی ځل لپاره د اولمپيک په لوبډګر کې پورته شو .