<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-27 18:18:04    
د اسيا د جادوګرۍ په درېيمه سيالۍ کې د لومړی جايزې اخيستونکې لياو شياو ژون

cri

درنو اوريدونکو ، اسلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځي او ټولنې د پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کی يم ، هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری را سره پاتی شئ . کله چې جادوګري ياديږي ، نو خلکو ته د امريکا مشهور جادوګر داويد کيبوفير تر سترګو کيږی . خو څو مياشتې دمخه د اسيا د جادوګرۍ په درېيمه سيالی کې د لومړی جايزې اخيستونکې يوه ښکلی چيني نجلۍ وه چې لياو شياو ژون نوميږی . نو د پروګرام په دې کړۍ کې به تاسو ته د لياو شيا ژون په اړه معلومات وړاندی کړم .

لياو شياو ژون چی پنځه ويشت کلنه ده ، يوه ډېره ښکلی او باورلرونکې نجلۍ ده . دا د چين په جنوبي ښار ګوی لين کې زېږيدلې ده . پلار يی د ډرامې لوبغاړی دی او مور يی هم په کلتوری څانګه کې کار کوی . د دوي تر اغيزې لاندی لياو شياو ژون د ماشومتوب په موده کې د جمناستيک روزنه تر لاسه کړه او د اته کلنۍ په وخت کې يی په يوه هنری ښوونځی کې د اکروباتيک هنر په زده کړه پيل وکړ. له دغه ښوونځی څخه له فراغت وروسته د ګوی لين ښار د محلي اوپراګانو په هنری ډله کې د يوې لوبغاړې په توګه ومنل شوه .

کله چې لياو شياو ژون اتلس کلنی ته ورسيده ، نو په هغه وخت کې په ګوی لين ښار کې د جادوګرۍ يوه نړيواله سيالی تر سره شوه او لياو شياو ژون د سيالۍ ټول پروګرامونه وکتل . د بېلا بېلو هېوادونو د جادوګرۍ نندارې ډېرې په زړه پوری وې ، نو لياو شياو ژون له دغه هنرسره مينه ومونده . دې وويل :

جادوګری ډېره مرموزه ننداره ده او د جادوګرانو په لاسونو کې ډېر په زړه پوری شيان رامنځته کيږی لکه په يوه افسانه کې چې وی . نو له جادوګرۍ سره مې مينه پيدا کړه .

له دې وروسته لياو شياو ژون د جادوګرۍ په زده کړې پيل کړې . په هغه وخت کې په ګوی لين کې جادوګران ډېر کم وو ، نو لياو شيا ژون تر خپلی وسی پوری له ښوونکو څخه او کله کله د ويديو کسيټ له لارې زده کړه کوله . د خپلو کوښښونو له لارې يی ګام په ګام د جادوګرۍ يو شمير بنسټيز مهارتونه تر لاسه کړل .

په ٢٠٠٤ کال کې لياو شيا ژون پريکړه وکړه چې د جادوګرۍ يوه ځانګړې ننداره وکړي او د اسيا د جادوګرۍ په دوهمه سيالي کې يي ګډون وکړ . دې د هوا مو لان په نامه د چين له هغې ولسي کيسې سره سم د جادوګرۍ يوه عصری ننداره طرح کړه چې اوس د چين خلکو پر خولو يوه ښکلی کيسه ده . د هوا مو لان کيسه زر کاله دمخه تېره شوې او هوا مو لان د چين په لرغونې زمانه کې يوه ښځينه جنراله وه چې پلار يی يو افسر و . هوا مو لان په داسې حال کې چې د سړي جامې يي اغوستی وې ، د خپل سپين ږيري پلار په ځای د جګړې ډګر ته لاړه او ستر برياليتوبونه يي تر لاسه کړل . څو کلونه دمخه د امريکا د ډيسني شرکت له دغې کيسې سره سم يو مشهور کارټوني فلم جوړ کړ . لياو شياو ژون وويل : 

د هوا مو لان کيسه يوه په زړه پوری لرغونی کيسه ده . د ډيسني شرکت له خوا د يوه کارتوني فلم له جوړولو وروسته په نړۍ کې ډير کسان له دغې کيسی سره اشنا شوي . زه غواړم په څو دقيقو کې د جادوګرۍ له لارې د دغې کيسی محتويات نندارچيانو ته وړاندې کړم او باور لرم چې نندارچيان به ورسره مينه ولري .

لياو شياو ژون د خپلو کوښښونو له لارې له دغې کيسی سره سم د جادوګرۍ

ننداره طرح کړه . او په ٢٠٠٥ کال کې يی په تايلند کې د اسيا د جادوګرۍ په دوهمه سيالي کې ګډون وکړ او درېيمه جايزه يی وګټله . له دې وروسته لياو شياو ژون لا ټينګ هوډ درلود چې د جادوګرۍ هنر د پرمختيا په لار لوی ګام پورته کړي . نو د چين په شين جن ښار کې د اسيا د جادوګرۍ په درېيمه سيالي کې يی د ګډون لپاره د هوا مو لان په نامه ننداره بشپړه کړه چې په پايله کې يي لومړی جايزه تر لاسه کړه . د دغې سيالۍ د غوراوی کميټې غړي او د اسيا د جادوګرۍ ټولنې مشر دای وو چي د لياو شياو ژون د نندارې لوړه ستاينه وکړه . هغه وويل :

د لياو شياو ژون ننداره ډيره په زړه پوری ده . دغه ننداره نه يوازی د جادوګرۍ له مهارتونو څخه ډکه بريښي ، بلکې د چين کلتور او ولسي کيسه هم پکې څرګنديږي .

لياو شياو ژون ډېره خوشحاله ده چې لومړی جايزه يي تر لاسه کړې ، خو په همدې مهال کې يي يو نوی هدف هم ټاکلی دی چې په ٢٠٠٩ کال کې په بېجينګ کې د جادوګرۍ په نړيواله سيالي کې ګډون وکړي او يو بل برياليتوب تر لاسه کړي.