<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-28 17:55:43    
تاسي د مچانو په اړه څومره معلومات لرئ ؟

cri

د مسيحي دين په مقدس کتاب کې ليکل شوي له هغو لسو أفتونو څخه څلورم أفت مچان وو چه لرغونی مصر ور سره مخامخ شوی و ، مچان وو . مصر ته په سفرنامه کې ليکل شوي وو چه ډير مچان د فرعون ماڼيو او دده د وزيرانو او نوکرانو کوټو ته داخل شول او د هيواد ټولې ځمکې يي ويجاړې کړې . مچان په دوبي کې دې خوا ها خوا الوزي او حتی په ښوروا کې لويږي ، خو په نورو فصلونو کې په کوم ځاي کي پټ وي ؟

مچان له سوړوالي نه ويريږي او د تودوالي خوا ته مخه کوي ، د سانتي ګراد له پنځلسو څخه تر شلو درجو پوري معتدل چاپيريال ددوي د تکثير او ودې لپاره ډير مساعد دی . ويل کيږي چه په ژمي کي يوازي په هغو ځايونو کې مچان پيدا کيږي چه هوا يي معتدله وي . خو په سړو ځايونو کې مچان خپلې هګۍ په پټو ځايونو کي اچوي څو چه هلته سوړ ژمی کړی شي .

په پسرلي کې مچان له پنځلسو څخه تر يوې مياشتې پوري ژوند کولی شي او ددې پرعکس دوي په دوبي کې يوازي له لسو نه تر شلو ورځو پوري ژوند کولی شي، نو د نورو فصلونو په پرتله په دوبي کي د مچانو د ژوند وخت لنډ دی ، نو پوښتنه دا ده چه ولی په جولاي او اګست کې مچان ډير وي ؟ ددې علت دا دی چه د هوا تودوالی د مچانو د ژوند تناوب چټکوي او د مچانو چينجي په دې موده کې ښه وده کوي . که څه هم چينجي ژر مړه کيږي ، خو اچول شوي هګۍ يي هم زياتې وي او د مړو شويو مچانو په ځاي زيات تازه زيږيدل شوي مچان رامنځته کيږي . مچ په يو کال کې شپاړس نسلونه تکثيروی او يوازي لس نسلونه يي په دوبي کې وي . نو د هوا

تودوالی د مچانو لپاره ډير مساعد دی ، که د هوا تودوخه له دوه څلويښتو درجو

څخه لوړه شي ، د مچانو چينجي مړه کيږی . التبه په ډيره تاوده دوبي کې مچان په يو ساړه ځاي کې پټيږي .

په نړۍ کې څومره مچان شته ؟ ددې پوښتنې ځواب مشکل دی ځکه چه د مچانو شمير د اټکل نه وتلی کار دي . سره له دې چه په نړۍ کې د مچانو او غوماشو ډولونه يو لکو شلو زرو ته رسيدلي دي ، خو يوازي دا معلومه شوې چه مچ په يو کال کې شپاړس نسلونه تکثيرولی شي . يوه ښځينه مچ په خپل لنډ ژوند کې پنځه واره هګۍ اچوي او هر ځل يي د هګيو شمير له دوو سوو څخه تر څلورو سوو پوري رسيږي . د کارپوهانو د شميرنې له مخې که هره هګۍ ژوندی شي ، نو د کال تر پايه پورې يو ميليارده مچان رامنځته کيږي . دا رقم د تعجب وړ نه دی ؟ خو له نيکه مرغه د مچانو لخوا د اچول شويو هګيو له نيمې برخې نه کم ژوندی کيږي .

ټولو ته معلومه ده چه مچان په يو ناولي ځاي کې هګۍ اچوي ، نو له دې امله د ناروغيو د خپريدو سرچينه وی . خو يوه سمه خبره دا هم ده چه مچان د انسان لپاره ګټور رول لوبولی شي . مثلا په نولسمه پيړۍ کې د قانقاريا ناروغۍ د وقايې لپاره يوه ګټوره لاره پيدا شوه يعنی هغه ټپ چه د مچ چينجي پکې وی ، په ناروغۍ نه اخته کيږي . علت يي دا دی چه ټپ د مچ چينجيو لخوا خوړل شويدی ، نو ميکروبونه يي هم خوړل شويدي .

مچ دوه سترګې لری او له هرې سترګې څخه دوه زره نورې کوچني سترګې تشکلوي چه د دغې ځانګړتيا سره سم مچ د يوې ثانيې په دوو سوو برخو کې تصوير ليدلی شي . د انسان سترګه په شلو کي يوه ثانيه دوه بصري تصويرونه تميز کولي شي . که يو څراغ په شلو کې له يوې ثانيې څخه کم روښانه وی ، نو مونږ دا احساسوو چه څراغ

په مسلسل ډول رڼا کوي . دغه پديده يوه فلمي تکنولوژي ده ، په بله ژبه يو فلم په هره ثانيه کې د څليرويشتو تصويرونو د تيريدو په سرعت ښودل کيږي او د هر تصوير ترمنځ د جلاوالي وخت ډير لنډ وی ، نو فلم په مسلسل ډول د انسان د سترګو په شبکه کې رامنځته کيږي . که مچ فلم ووينی ، دا احساسوي چه د فلم د تصويرونو ترمنځ د جلاوالي وخت ډير اوږد دی