تير کال په دوهمه نيمه کې يو شمير سويدنيانو د يوې بيړۍ په چلولو سره د سفر له پاره چين ته را ورسيدل چې بيړۍ يي په قديمې بڼه جوړه شوې ده ٠ چين ته د نژديو څلورو مياشتو په سفر کې د دوي يوه مهمه موخه دا وه چې د چين د ان حوي ولايت د يوې اندازې قديمي چاي په راوړلو سره د دغو چايو توليدونکي ټاټوبي ته سفر وکړي ٠
په اتلسمه پيړۍ کې د ګوتيبورګ لمبر په نوم د سويدن يوه سوداګريزه بيړۍ چې په هغه وخت کې د ليرې سمندري تګ راتګ په هکله يوه ډيره پرمختللي سوداګريزه بيړۍ ګڼل کيده ، دري ځلې يي د سويدن ملغلرې ، ساعتونه او نور شيان چين ته راوړلي وو او په همدي مهال يي بيا د چين چاي ، چيني باب ، وريښمين ، خوړه او داسي نور شيان له چين څخه اروپا ته ليږدولي وو چې د اروپايي هيوادونو او چين ترمنځ يي د سوداګريز تګ راتګ له پاره د پل رول لوبولي و ٠ خو د بد مرغۍ خبره دا وه چې په ١٧٤٥ کال کې د کوتيبورګ لمبر بيړۍ د سويدن په شاوخوا کې په سمندر کې ډوبه شوه او له امله يي رامنځته شوي تاوانونه او زيانونه په هغه وخت کې د دغه هيواد د يو کال د ملي عمومي توليدي ارزښت سره برابر وو٠ په تيره اتمه او نهمه لسيزه کې څوڅو ځله له سمندر څخه د نوموړي بيړۍ د ژغورلو په ترڅ کې راپيدا شويو ډيرو مالونو او شيانو د سمندر د لرغون پيژندونکو زياته علاقه راجلبه کړي او د سمندر د لرغون پيژندنې او
له سمندر څخه د بيړيو د ژغورلو له پاره يي دغو څيړونکو ته تاريخي دروازه خلاصه کړه ٠ ښاغلي ماتس لارسون چې د ګوتنيبورګ لمبر بيړۍ د ژغورلو په کار کې يي برخه اخيستي ، وويل چې دګوتيبورګ لمبر بيړۍ د ژغورلو په ترڅ کې دري سوه اويا ټنه چيني چاي ژغورل شوي چې په چيني لوښو کې ښه ساتل شوي دي ٠ دغه راز په دي بهير کې مو دغه ډول چاي وڅښه چې او مزه يي ډيره ښه وه ٠ داړوندو معلوماتو له مخې له نوموړو چيني چايو څخه يوه برخه د چين د ان حوي ولايت ډير مشهور چاي ګڼل کيږي چې په دمولو کې د شين رنګ چاي په نوم ياديږي ٠ دغه ډول چاي د چين د ان حوي ولايت د جنوب په غرني سيمه کې يو ځانګړي ارزښتناک چاي دي چې د سمندر له سطحې څخه په يو زر دريو سوو مترو په لوړو ځايونو کې او په ټول کال کې يي له بخار څخه په ډکه هواکې وده کوي ٠ په دي ځانګړي هوا کې توليد شوي چاي نه يوازي ډيره ښه خوش بويي لري ، بلکې د روغتيا په برخه د سلميوم په نوم ګټور ميکرو عنصر هم پکې زيات موجود دي ٠ نو د اتو سوو کلونو د مخه دغه ډول چاي په چين کې د ډير مشهور چاي په توګه پيژندل شوي وو ٠
د تيرې پيړۍ په نهمه لسيزه کې ښاغلي ماتس لارسون او دده ملګرو د سويدن اړوندو څانګو ته وړانديز وکړ چې د قديمي ګوتيبورګ لمبر بيړۍ په بڼه يو نوي بيړۍ بيا جوړه شي او د دغې بيړۍ په چلولو او د ژغورل شويو نوموړو چيني چايو ، چيني باب او وريښمينو توکيو په وړلو سره بيا چين ته سفر وکړي ٠ د خوښې وړ خبره دا ده چې لږې مودې نه وروسته د ګوتيبورګ لمبر بيړۍ بيا جوړه شوې او
د ٢٠٠٥ کال په اکتوبر کې يي چين ته خپل لومړي سفر پيل کړ ٠ د ٢٠٠٦ کال په جولاي کې دکوتنيبورګ لمبر نوي بيړۍ د زړې ګوتيبورګ لمبر د سمندري لارې له مخې په بريالي توګه د چين ګوان جو ښار ته ورسيده او چين ته يي په خپل سفر پيل وکړ ٠ له دي نه وروسته په څلور مياشتو کې د چين په بيلا بيلو ځايونو کې د دغې بيړۍ تود هرکلي وشو ٠
ويل کيږي چې د دريو پيړيو له تيريدو څخه وروسته په دمه کې د شين رنګ په نوم نوموړي مشهور چاي د سويدن ، هسپانيې ، برازيل ، جنوبي افريقا ، استراليا ، اندونيزيا او نور هيوادونو له لارې بيرته د چين د ان حوي ولايت د سوان يوي غرني سيمې يعني خپلې ټاټوبي ته رسيدلي دي ٠ د چايو په ټاټوبي کې خلکو په ځانګړو دودونو ښاغلي ماتس لارسون او دده د ملګرو هرکلي وکړ ٠ د دغه ځاي مشر ې ميرمن ليو ګو چنګ وويل چې مونږ ډيره خوشحاله يو چې د زړې ګوتيبورګ لمبر په بيړۍ کې د دوه سوه شپيتو کالو نه مخکې زمونږ په سيمه کې توليد شوي چاي ژغورل شوي دي ٠ هغې وويل چې د ګوتيبورګ لمبر نوي بيړۍ د بيا تګ راتګ له لارې به د چين او سويدن ترمنځ په دوستانه سوداګريزو اړيکو کې لا چټګه پرمختيا رامنځته شي ٠