<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-28 19:31:32    
د شانګهای د چينی درملونو پوهنتون بی وزلی زده کوونکي سون يوی لي

cri

د ژمي رخصتی وه ، خو د چين د شانګهای د چينی درملونو پوهنتون د لومړی ټولګي زده کوونکي سون يوی لي د يو داوطلب په توګه له نورو ملګرو سره يو ځاي د پو دونګ اقتصادی سيمی د دونګ ليان يانګ د اوسيدونکو سيمې ته لاړ او په دغه سيمه کې يي د رخصتۍ په موده کې د يو سل شاګردانو لپاره رنګارنګ ګټور فعاليتونه تر سره کړل ، وروسته بيا د پسرلي اختر په لومړی ورځ کې د خپل پخوانی منځنی ښوونځی له زده کوونکيو سره يو ځای د زړو کسانو مرستون ته هم لاړ او سپين ږيرو او سپين سرو ته يي د اختر مبارکی وويله . سون يوی لي پخوا د بی وزليتوب له امله د خپلې زده کړې د بشړولو په ترڅ کې د ټولنې مرسته تر لاسه کړه ، نو اوس يې د خپلو کوششونو له لاری له هغو بي وزلو کسانو سره مرسته کوي چې د نورو مرستو ته اړتيا لری .

سون يوی لي په خوشحالی سره د خپل کوچنيتوب موده تيره کړه ، خو کله چې لومړنی ښوونه پاي ته ورسيده ، پلار يې د پزې ناروغۍ له امله مړ شو او د درملنې لپاره زيات پورونه واخيستل شول ، په همدې وخت کې د ده نيکه هم په سخته ناروغۍ اخته شو چې په پايله کې يي يوازی د مور د اوه سوه يوانو په معاش ژوند کاوه . .

د ٢٠٠١ کال د سپتمبر په مياشت کې سون يوی لي د شانګهای په يو داسی منځنی ښوونځې کې شامل شو چې د زده کړی لکښت يي وړيا دی . دغه ځانګړی ښوونځی د حکومت او ټولنې لخوا د پيسو راغونډولو له لاری جوړ شو او د هره ورځ غرمه په

وړيا توګه ډوډی برابريږي . برسيره پر دې هر ګوندي ښوونکی له يو بی وزلی زده کوونکی سره مخامخه مرسته کوي . سون يوی لي د دغې ښوونځی د لومړی مرحلې په موده کې د شانګهای د چينی درملونو پوهنتون د مطبعې د پخوانې مشرې وانګ لينګ لي مرسته تر لاسه کړه . په دغه ښوونځي کې د ښوونکو مالی مرستې د سون يوی لي په زړه کې ژوره خاطره ايښودل شوی ده . يو کال مخکې ميرمن وانګ لينګ لي په سرطان اخته شوه ، په دې وخت کې وانګ يوی لي له منځنی ښوونځی څخه فارغ او د شانګهای د چينی درملونو په پوهنتون کې شامل شو . هغه له وانګ لينګ لي سره شفاهي ژمنه وکړه چې اوه کاله وروسته يعنی له پوهنتون څخه له فارغيدو وروسته د دې ناروغۍ درملنې وکړي . اوس ميرمن وانګ د دې ژمنې د پوره کولو لپاره له ناروغی سره مبارزه کوي . له دې وروسته سون يوی لي نه يوازی په پوهنتون کې په کوشش سره زده کړه کوی بلکې په ښوونځيو او د اوسيدونکو په سيمو کې په بيلا بيلو ټولنيزو فعاليتونو کې هم ګډون کوي . ده د اوسيدونکو په سيمه کې په پر له پسی پنځو کلونو کې په ځانګړی توګه له يو هلک سره د زده کړی په برخه کې مرسته وکړه چې د سری په ناروغی اخته شوی دی . د ده په مرسته دغه هلک په سالمه توګه په منځنی ښوونځی کې شامل شو . په عادی وخت کې سون يوی لي د پيسو په سپمولو سره نورو بی وزلو ملګرو ته مرسته برابروي او د جشن په موده کې هم دوی ته کوچنی کيک ورکوي .

سون يوی لي وويل زه به پخوا تر لاسه شوی زړه سواندی نورو کسانو ته ورکړي .