د سين هوا اژانس د خبر له مخی، د افغانستان د کندهار ولايت د روغتيا چارو د ادارې مشر عبدالقيوم پخلا د مارچ په ٢٨ نېټه وويل : د دغې ادارې يوه طبی ډله په ٢٧ نېټه د کندهار په ولايت کی د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا تښتول شوي او اوس يې په اړه هيڅ معلومات نشته ٠
ښاغلی عبدالقيوم پخلا وويل : په نوموړی طبی ډله کی دوه ډاکټران ، دوې نرسانې او يو موټروان شامل دی٠ لا تراوسه هيڅ سازمان د دغې پيښې پړه پر غاړه نده اخيستې٠ خو د يو خبر ځای په وينا دغه پنځه تنه طبی کارکوونکی طالبانو تښتولی دی او هدف يې دا دی چې د افغانستان حکومت لخوا د طالبانو له دوو تنو نيول شويو وسله والو کسانو سره يې تبادله کړی٠