<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-30 19:41:02    
د چين د دوديز کلتور ساتنې ته د ملی ولسی کانګرس د استازيو پاملرنه

cri

چين پنځه زره کلن کلتور لري. خو په نړۍ کې د نورو هېوادونو د ولسی کلتورونو په شان،د ټولنې چټکه پرمختيا او د خلکو د ژوند عصری لارو پر دغو دودونو او کلتور ناوړه اغېزې کړي دي. د چين د ملی ولسی کانګرس استازيو چې لنډه موده مخکې په بېجينګ کې راغونډ شوي وو، د دغې مسئلې په اړه بحث وکړ . د هنر او کلتور په پروګرام کې په نننۍ کړۍ کې به تاسو ته د دغې موضوع په هکله څه معلومات درکړم.

همداوس تاسی د لي يون په نامه يوه ځايی اوپيرا اورېده چې د چين د جنوب ختيځ په فو جيان او ګوانګ دونګ ولايتونو کې دود او څه د پاسه اته سوه کلن تاريخ لري. د چين د هانکانګ،مکاو او تايون سيمو خلک د دغې اوپيرا سره هم ډېره مينه لري.خو په وروسيتو ورځو کې د نندارچيانو شمېر په کمښت سره ، د دغې اوپيرا پرمختګ له ستونزو سره مخامخ دی. مېرمن ځن جينګ پينګ چې د فو جيان ولايت د دغې اوپيرا په ډله کې يوه مشهوره لوبغاړې او د چين د ملی ولسی کانګرس يوه استازۍ ده، د ډېرو کلونو راهيسی له حکومت څخه غوښتنه ککوي چې د دغې اوپيرا په ګډون د چينی د دوديز کلتور ساتنې او پرمختګ ته په درنه سترګه وګوري. دې وويل:

په تېرو پنځو کلونو کې چې د ملی ولسی کانګرس د استازۍ دنده مې پر غاړه اخيستی،د دوديز هنر او کلتور د ساتنې په اړه مې ډېرې هڅې کړې او يو لړ وړانديزونه مې هم وکړي دي. په دغو پنځو کلونو کې زما يو شمېر کارونو څو برياليتوبونه تر لاسه کړي دي.

تېر کال د لي يون اوپيرا د چين د نا مادي کلتوری ميراث په توګه وټاکل شوه. په دې هکله ځن جينګ پينګ خپله خوښی او خوشحالی څرګنده کړه. سږ کال يې يو بل وړانديز کړی چې د دغه کلتور پرمختګ لپاره يو شمېر ځوانانو ته روزنه ورکړې او عايدات يې زيات کړی.هيله ده چې دغه وړانديز پلی شي او د لي يون اوپيرا په ښه ډول وساتل شي.

يو بل استازی ښاغلی لونګ ياو هونګ چې د ګوی جو ولايت له دونګ قوم څخه راغلی،د ګوی جو په قومی پوهنځی کې د ملی لږکيو ژبو څانګې يو پروفيسر او په دغه ولايت کې د ولسی هندمندانو ټولنې د مشر مرستيال دی. د ده په أند د ګوی جو ولايت د ملی لږکۍ هنر او کلتور بېلا بېل ډولونه لري او د ساتنې لپاره يې بايد معقول تدبيرونه ونيول شي. ده له حکومت څخه غوښتنه وکړه چې د ولسی کلتور د ساتنې په اړه يو ځانګړی قانون جوړ شي.ده وويل

د دغه قانون خپرول به نه يوازی د نا مادي کلتوری ميراثونو د ساتنې په اړه د وګړيو پوهاوی پياوړي کړی بلکې د ولسی کلتور د پاتې کېدو لپاره به هم ګټور وي.

يو شمېر استازيو وړانديز وکړ چې د کلتوري اثارو د ساتنې په اړه د ځينو سيمو ښې تجربې د هېواد په بېلا بېلو ځايونو کې خپرې شي.د بېلګې په توګه، د چين په جنوب ختيځ کې د فو جيان ولايت په چيون جو سيمه کې د نان ين په نامه موزيک د ساتنې په اړه تجربې د زده کړې وړ دی. نان ين د چين په جنوب کې يو ولسی موزيک دی او تير کال د چين د نا مادي يا معنوي کلتوري ميراثونو په توګه وټاکل شو. د معلوماتو له

مخې،دغه موزيک په چيون جو سيمه کې موندل شوی او د چين د تر ټولو شتمن لرغونی موزيک په توګه کڼل کېږي چې زر کلن تاريخ لري. د شلمې پېړۍ په اتمه لسيزه کې د دغې سيمې حکومت اړوندې تګلارې او تدبيرونه غوره کړی او د دغه موزيک د ساتنې په چارو کې يې ٣٠ مليونه يوانه لګولی دی. دوی د دغه موزيک د څېړنې لپاره يوه ځانګړی ټولنه جوړه کړې او د دغه موزيک په اړه د پاتی شويو معلوماتو د راغونډولو او تنظيمولو لپاره يې لس تنه کارپوهانو ته بلنه ورکړې ده . بر سېره پردی،دغو کارپوهانو ځوانانو ته د خپلو تجربو او تکنولوجی په اړه درسونه ورکړي او په همدی مهال حکومت هم له دغو کارپوهانوسره مالي مرستې کړې دي.

د ملی ولسی کانګرس استازې مېرمن ګان شيانګ چې له دغه ولايت څخه راغلی، خپل نظر يې په دې ډول څرګند کړ چې د دوديزو کلتور د ساتنې په اړه پر د سيمه ايزو قاعدو سر بېره بايد يو دولتی قانون جوړ شي.په دې هکله له نورو دېرشو استازيو سره يې په ګډه د نا مادي کلتوری ميراثونو د ساتنې قانون د ژر خپرولو يوه مسوده وړاندی کړه. دې وويل:

ولسی هنر او کلتور د اوږدې مودې لپاره ژوندی پاتې کېږي. د بهرنيو اثارو په پرتله موږ بايد په ښه ډول خپل کلتور وساتي. نو هېواد بايد ژر اړوند قانون جوړ کړو. دې زياته کړه، د دغه قانون ټاکنه به د دوديز کلتور د ساتنې په اړه د وګړيو پوهاوی پياوړي او په بېلا بېلو ځايونو کې اړوندې تګلارې بشپړي کړي چې په پاي کې زموږ د هېواد دوديز هنر او کلتور په علمی توګه وساتل شي.