<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-03-30 20:12:33    
مهمند په چين کې د کار له ښو او مناسبو زمينو څخه خوښ دی

cri

درنو اوريدونکو په سلامونو او نيکو هيلو مو هر کلی کوم ،هيله ده چې د بشپړې روغتيا تر څنګ په خپلو ورځنيو چارو کې هم پوره بريالي او خوښ اوسۍ، په همدې هيله به راشو د بهرنيان په چين کې د نننۍ برخې وړاندې کولو ته،محترمو دوستانو اوس مهال که تاسې د نړی هر هيواد ته ولاړ شۍ نو هرو مرو به دهغه هيواد يا سيمې خلک د چين په هکله لږ يا ډير څه معلومات ولري،ځکه له شاوخوا شلو کلونو راهيسې له کله نه چې چين د ورخلاصون او اصلاحاتو پاليسي پيل کړې نو په بيسارې چټکه توګه يې پرمختګ او له نورو هيوادونو سره هر راز دوستان اړيکې ټينګې کړی دی،په تيره بيا په اقتصادي او سوداګريزه برخه کې يې پرمختګ د ټولو نړيوالو د پام وړ ګرځيدلی،ددې تر څنګ چې چين نورو هيوادونو ته خپل سوداګريز توکي ليږي او چيني سوداګران نورو هيوادونو ته ځي همدا شان د نورو هيوادونو سوداګران هم چين ته راځي او تر ډيره حده خپل د اړتيا وړ سواګريز توکي له دې ځاي څخه نورو سيمو او هيوادونو ته ليږدوي،پدې ډله که د افغانستان يو تن اوسيدونکی دوست محمد مهمند هم شامل دی، چې له شاوخوا اوو کلونو راهيسې دلته په چين کې خپلې سوداګريزيې چارې پرمخ بيايي ،دده په وينا اوس مهال چين د يو نړيوال سوداګريز مرکز په توګه ګرځيدلی دی او دغو چارو د نړۍ د بل هر ځاي په پرتله دلته زيات پرمختګ کړی دی چې پدې برخه کې له نورو هيوادونو سره ښکاره توپير لري :

اوس مهال چين د سوداګرۍ په يو مرکز بدل شوی دی،دلته سوداګريز پرمختګ او اړيکې د هر بل هيواد په پرتله زياتې دي،اوهر څه لکه د صنعت او ياهم په نورو برخو کې ډير ژر عاميږي،چې ښايي په نورو هيوادونو کې داشان نه وي،دلته اقتصادي حالت کې يو ستر توپير ليدل کيږي،ځکه اوس مهال هر څه په اقتصاد پورې تړلي دي،

چين په سلګونو واړه او کوچني ښارونه لري چې بيا د هر يو بيل خصوصيات او ځانته ځانګړيتاوې لري،ځينې يې کلتوري ښارونه دي چې د سيلانۍ لپاره ډير مناسب دي ځينې نور يې د سوداګرۍ ستر او تجارت ستر مرکزونه ګڼل کيږي،او يو شمير نور يې بيا بيلې ځانګړتياوې لري، ښاغلی مهمند وايي ده تر اوسه د چين زياتره لويو او سوداګريزو ښارونو ته سفرونه کړيدي چې هر يو يې پخپل وار ته ډير جالب او په زړه پورې وو:

د چين شاوخوا جنوبي سيمو ته چې هلته صنعتي ښارونه ډير دي زيات تګ راتګ مې کړی،لکه شينجينګ ،ګانجو،تونګوا او داسې نور،چين يو لوی هيواد دی چې هر ښار يې ښه رشد او پرمختګ کړی دی،موږ په عادي ډول کله چې له افغانستان څخه راځو نو لمړی ارومچي بيا بيجينګ او وروسته تر هغه ځينو نږدې ښارونو لکه تينګزين او تيان جين اويو شمير نورو ښارونو ته ځو،ما پخپله د چين يو شمير لويو ښارونو لکه شانګهاي او بينجو ته سفرونه کړي دي،چې هر ښار يې ځانته خپلې ځانګړتياوې لري،په هر ښار کې ښکلې منظرې په زړه پورې طبيعت او تاريخي ودانۍ شته چې هر څوک کولای شي ليدنه ورڅخه وکړي اوپه رښتيا سره ټولو ته په زړه پورې دي،

له ښاغلي مهمند څخه مې پوښتنه وکړه چې ستا دنده خو سوداګري ده أيا کله داسې هم شوي چې د سيل او سياحت لپاره نورو ښارونو ته تللی وي نو داسې ځواب يې راکړ:

کله چې زما دوستان دلته پيکينګ ته راځي نو هغوی ته پر دې ښار سربيره نورې سيمې هم جالبې دي،نو زه هم ورسره ځم په تيره بيا شانګهاي ښار چې د نورو ښارونو په پرتله بيجينګ ته يو څه نږدې او ډير ښکلی ښار دی،همدا راز يو شمير نورو ښارونو ته هم ځم،يعنې نه يواځې د سوداګريزو کارونو لپاره بلکې د سيلانۍ په موخه هم سفرونه کوم.

د ښاغلي مهمند په وينا دده خپلوان او دوستان هم تل دا هيله لري چي يو، يو ځل له چين څخه ليدنې وکړي،چې پدې بهير کې يې تر اوسه ګڼ شمير دوستانو چين ته سفرونه کړي او د ښکليو او تاريخي ځايونو دليدو لپاره بيلابيلو ښارونو ته تللي دي ښاغلی مهمند زياتوي:

زما دوستان هر چيرې چې اوسيدل يو يا دوه ځلې يې چين ته سفرونه کړي دي،او ډير يې خوښ شوی دی، بل دا چې چين ټولو لويديځوالو او ختيځوالو ته په زړه پورې دی او کولای شي دلته ژوند وکړي دلته په ټولنيزو مسائيلو کې کومه ستونزه نه ليدل کيږي،او زما دوستان هم چې کله چين ته راغلي هر څه يې ډير خوښ شوي او ويل يې چې بيا بيا به چين ته سفرونه وکړي.

د بهرنيان په چين برخې درنو اوريدونکو دا وې په بيجنيګ د ميشت افغان ښاغلي دوست محمد مهمند څرګندونې چې تاسو واوريدې،تر راتلونکې اونی او بل پروګرام تر خپريدو پورې مو په مهربانه خداي سپارم بريالي اوسئ.