ګرانو اوريدونکو ! السلام عليکم ! د پروګرام دغه کړۍ ته مو هرکلی کوم ! پوښتنو ته د ځوابونو پروګرام يو داسی پروګرام دی چې د اوريدونکو د علاقې وړ هر ډول پوښتنو ته پکی ځواب ورکول کيږی او هره اوونۍ يو ځل خپريږی . زه هيله لرم چې تاسو د ليکونو يا بريښنا ليکونو له لارې له مونږ څخه هرډول پوښتنې وکړئ او مونږ به کوشش وکړو چې ستاسو د خوښۍ وړ ځوابونه ومومو .
ګرانو دوستانو ! د پاکستان صوبه سرحد په ماسهره کې يو اوريدونکی چې نثار احمد احمدی نوميږی ، له مونږ څخه د چين د اقتصاد په اړه پوښتنې کړې . تاسې به خبر وئ لږه موده مخکی د چين لومړی وزير ون جيا باو په بيجينګ کې د لسمې دورې د ملی ولسی کانګرس په پنځمه غونډه کې د حکومت په کاری راپور کې په ٢٠٠٦ کال کې د چين د اقتصاد په اړه عمومی حالت روښانه کړل . نو له دغه راپور سره سم به د پروګرام په دغه کړۍ کې تاسو ته د چين د اقتصادی حالت په اړه څه معلومات وړاندی کړو !
٢٠٠٦ کال د چين د يوولسم پنځه کاله پلان د پلی کولو يو ښه پيل و چې پکې ملی اقتصاد او ټولنيز پرمختګ زيات برياليتوبونه ترلاسه کړي دي . په دغه کال کې د چين د کورنی توليد عمومی اندازه ٢٠٩٤٠ مليارده يوانو ته رسيدلې چې د وړم کال په پرتله په سلو کې څه دپاسه لس زياته شوې ده . د خلکو د لګښت بيې عمومی سويه په سلو کې يوازی يو نيم زياته شوی ده . د اقتصاد زياتوالی په پرله پسی څلورو کلونو کې په سلو کې څه ناڅه لس زيات شوی او د پيسو پړسوب نه دی رامنځته شوی .
په ٢٠٠٦ کال کې اقتصادی ګټې ګام په ګام زياتی شوې دی . د ملی مالياتو عمومی ارزښت ٣٩٣٠ مليارده يوانو ته رسيدلی چې دغه رقم د وړم کال په پرتله ٧٦٩ مليارده ٤٠٠
مليونه يوانه زيات شوی دی . په لويو صنعتی تصديو کې ترلاسه شوي ګټې د وړم کال په پرتله په سلو کې ٣١ يا په بله خبره ٤٤٤ مليارده ٢٠٠ مليونه يوانه زياتی شوی دی .
په تير کال کې د چين اصلاحات او ورخلاصون چارې په پرله پسی توګه ژورې شوی او په مهمو ساحو کې نوی پرمختګ شوی دی . د يوې اړوندې شميرنې له مخی ، تير کال د صادراتو او وارداتو عمومی ارزښت ١٧٦٠ مليارده امريکايی ډالرو ته رسيدلی چې د وړم کال په پرتله په سلو کې ٢٣ اعشاريه اته زيات شوی دی . دغه راز په مستقيمه توګه ٦٩ مليادره ٥٠٠ مليونه امريکايی ډالره په ارزښت بهرنی پانګونه شوي ده .
دغه راز په ٢٠٠٦ کال کې ټولنيزو چارو هم په چټکۍ سره پرمختګ کړی دی . د بيلګې په توګه د ساينس او تخنيک نوښت برياليتوبونه ترلاسه کړی ، د ښوونې او روزنې لارو چارو پرله پسی پرمختګ کړی او د عامې روغتيا د سيستم جوړښت هم پياوړی شوی دی . د کلتور او سپورټ لارې چارو هم نور پرمختګ کړی دی .
په دی مهال کې د خلکو د ژوند سويه لوړه شوې ده . تير کال په ښارونو او علاقه داريو کې د کارونو ١١٨٤ نوی فرصتونه زيات شوی او د خلکو په هر سر عايدات په منځنی توګه څه دپاسه لس زره يوانو ته رسيدلی او دغه رقم په کليوالو سيمو کې ٣٥٨٧ يوانو ته رسيدلی دی . د بيو د زياتوالی د اغېزې په غور کې نيولو سره دغه عايدات په جلاجلا توګه د وړم کال په پرتله په سلو کې لس اعشاريه څلور او اوه اعشاريه څلور زيات شوی دی .
برسيره پردی په تير کال کې د چين حکومت د اقتصاد عمومی کنترول پياوړی او ښه کړی او د کليوالو سيمو ، بزګرانو او کرنيزو چارو په ساحو کې يی پانګونې زياتې کړي دي . تر دی څانګ اقتصادی جوړښت تنظيم شوی ، اصلاحات او ورخلاصون په فعاله توګه پرمختګ کړی او ټولنيزې لارې چارې هم پرمخ تللی دي .