دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د يی قوم سندرغاړی چوبياو له خوا ويل شوی سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د چوبياو له خوا ويل شوی د يی قوم يوه سندره واوريده چی نوم يی دی د يوکين په نامه د موسيقۍ الی غږول٠دغه سندره له خپل وطن سره د يی قوم خلکو د مينی احساسات څرګندوی ٠ د يی قوم خلک د چين په جنوب لويديځه سيمه کی ژوند کوی چی لرغونی تاريخ او کلتور لری ٠ يوکين د دوی د موسيقۍ يو ډول دوديزه اله ده او د دوی په ژوند کی ډېر مهم ځای نيسی٠
چوبياو د چين د سيچوان ولايت د يی قوم په يوه کورنۍ کی زېږېدلی او د ماشومتوب په موده کی يی له خپل پلار څخه د يوکين غږولو او سندره ويلو زده کړه کړی ده٠ کله چی دا ١٣ کلنه وه، په سيمه ايزه هنری ډله کی شامله شوه او خپله هنری لاره يی پرانيستله ٠ په ١٩٨٢ کال کی چوبياو د تيان جين د موسيقۍ له پوهنځی څخه له فراغت وروسته د چين د ملی سندرو او نڅا په مرکزی ډله کی ومنل شوه٠
(سندره ٢)
ګرانو اوريدونکو، تاسو همدا اوس د چوبياو له خوا ويل شوی يوه سندره واوريده چی نوم يی په ځمکه کی جنت دی ٠ د پروګرام په پای کی به موږ په ګډه د يی قوم يوه بله خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی دايمی دوستی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اوريدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!