د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان د بهرنيو چارو وزير خورشيد محمد قصوری په بلنه د چين د بهرنيو چارو وزير لی جاو شينګ د اپريل په لومړی نېټه ددغه هېواد پلازمېنې اسلام اباد ته ورسيد او له دغه هېواد څخه يی په خپل دوه ورځنی رسمی سفر پيل وکړ.
د ليدنې کتنې په ترڅ کې به وزير لی جاو شينګ د پاکستان د ولسمشر پرويز مشرف، صدر اعظم شوکت غزيز او د بهرنيو چارو وزير قصوری په شمول د دغه هېواد له مشرانو سره د دوه اړخيزو اړيکيو او د ګډې علاقې وړ سيمه ايزو او نړيوالو مسئلو په هکله خبرې اترې وکړي.
له دغه هېواد څخه له خپلې ليدنې کتنې وروسته به وزير لی جاو شينګ له خپل پلاوي سره يو ځای د هند پلازمېنې نوی ډيلی ته ولاړ شی او هلته به د جنوبی اسيا د سيمه ايزې همکارۍ ټولنې په څوارلسمه سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړي. دا به لومړی ځل وی چی د کتونکي په توګه چين په نوموړی سرمشريزه غونډه کې ګډون وکړی.