<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-02 18:07:00    
د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټی غړيو د چين په ښارونو کې د ترانسپورتي چارو د پرمختګ په اړه وړانديزونه وکړل

cri

په وروستيو کلونو کی د چين په لويو ښارونو کی ترافيکی ګڼه ګوڼه د سختېدو په حال کی ده او د ترانسپورتی فشار کموالی د پاملرنې وړ يوه مسئله ګرځېدلی ده. د ولسی سياسی مشورتی کنفرانس د ملی کميټې غړيو هم د دغې مسئلې د حل و فصل لپاره وړانديزونه وکړل.

د ملی کميټې يوه غړې فنګ شينګ يون له تيان جين څخه بېجينګ ته راغلی ده، د دې په اند، د پخوا په پرتله، د بېجينګ ښار د ترانسپورت په عمومی چارو کې ستر بدلون راغلی دی. هغې وويل د بېجينګ عامه ترانسپورت ډېر اسانه دی. د ټيکتونو بيه ټيټه ده او بسونه نوی او تاسيسات يی هم عصری دي.

يو بل غړی چن ګوی جو په بېجينګ کی اوسيږی. د بېجينګ د عامه ترانسپورت د تير کال د پرمختګ په اړه يی ډېر معلومات تر لاسه کړل. هغه وويل د بېجينګ حکومت د عامه ترانسپورتی چارې د عامی ګټی کار بولی او تير کال يی په دغه کار کی ديارلس مليارد يوانه لګولی دی. د ټيکټونو بيه ټيټه شوې چی د وګړيو لخوا يی ډېر هر کلی شوی دی. په همدی وخت کی ښاغلي چن ګوی جو د بېجينګ په عامه ترانسپورت کی کمزورتياوو ته اشاره وکړه. هغه وويل په ځينو بسونو کی څوکۍ لږې دي او د يو شمېر لارو د ليکو ټاکل دومره ښه نه دي.

هغه د ښارونو د ترانسپورت مسئلې په اړه وړانديزونه وکړل. د بېلګی په

توګه دا چې د عامو بسونو شمېر او د هغو د ځانګړو لارو ليکې زياتې شي. د ده په اند، په بنسټيزه توګه د بېجينګ د ترافيکی ګڼی ګوڼې مسئلې د حل لپاره بايد عامه بسونه تر ټولو ګړندی او اسان تراسپورتی وسيلی وګرځی او ډېر زيات کسان له عامه بسونو څخه استفاده وکړاي شي.

له تيان جين څخه راغلی جو تان غړی د نان قای پوهنتون د چاپېريال او ټولنې پرمختګ د څېړنيز مرکز مشر دی، هغه د تېرې پېړۍ له نهمې لسيزې راهيسی غوښتنه کوی چی په لويو ښارونو کی د مټرو لارې وغځول شي او په دې اړه يی له څو تنو غړيو سره په ګډه يو وړانديز وکړ. هغه وويل د مټرو لارې ډېرې ګړندی دی او زيات شمېر سپرلۍ ليږدولی شي، نو دا يوه اغېزناکه ترانسپورتی لاره ده، انرژی سپمولی او ککړتيا کمولی شي.

اوس د مټرو لارې د ښار د ترانسپورتی مسئلې د حل و فصل لپاره يوه اغېزناکه لاره ده. په وروستيو کلونو کی په ډېرو لويو ښارونو کی تر ځمکی لاندی مټرو او يا د ځمکنی مټرو لارې جوړې شوی او د جو تان غړی وړانديز ګام په ګام پوره شوی دی. پخوا په بېجينګ کی د مټرو يوازی دوه لارې وې او عمومی اوږدوالی يی له شپېته کيلو مترو څخه کم و. په تيرو څو کلونو کی بېجينګ د مټرو شبکی د جوړولو لپاره کوشش کړی دی او امکان شته چې تر ٢٠٠٨ کال پوری به د دری سوه کيلو ميترو په اوږدوالی د مټرو لارې وغځول شي.