<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-02 19:10:38    
د واورين غره د نيلوفر ساتونکی ژاو فونګ

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده، ګرانو اوريدونکو،السلام عليکم ! د چين د شينجيانګ د اويغوری قوم په خپلواکه سيمه کی د تيان شان غرونو پر هغو نېغو څوکو باندی چې د سمندر له سطحې څخه څه دپاسه دری زره متره لوړوالی لری، د واورين غره نيلوفر په نامه يو ډول ځانګړی بوټی او ګل وده کوی چې د اويغوری قوم په دوديز طب کې يو ډول نادر او قيمتی نباتی درمل دی٠خو له څو کلونو راهيسی د واورين غره نيلوفر د پټې او ناقانونه شکونې له امله د تيان شان په غرونو کی دغه ګلان د کميدو په حال کی دی ٠ شينجيانګ ته د کتنی پروګرام په نننی کړۍ کی به د دغو ګلانو تبليغوونکی او ساتونکی ژاو فونګ تاسو ته دروپيژنو٠

ژاو فونګ په شينجيانګ کی زيږيدلی او لوی شويدی٠ د شلمې پيړۍ په اتمه لسيزه کی هغه د چين په مشهور ٌ بيجينګ پوهنتون ٌ کی زده کړه وکړه او د EMBA علمی درجه يې ترلاسه کړه٠ورپسی يې د چين په دننه او بهر کی څو ځانګړی تصدی پرانيستلې٠ خو هغه د خپلو چارو د ښه پرمختګ په وخت کی بيرته شينجيانګ ته ستون شو او د ده دغې پريکړې د واورين غره نيلوفر له ساتلو سره اړيکی درلودې٠ هغه وويل : ٌ پخوا مې چې هر کله له خپل يو سوداګر دوست سره د معاملاتو په هکله خبرې اترې کولې ، هغه به د سرطان پرضد د اويغوری قوم د يو ډول داسی دوديز درمل ترلاسه کولو غوښتنه کوله چې د واورين غره له نيلوفر څخه جوړ شوی دی٠ د هغه د څو څو ځله غوښتنو له امله زه پر دی پوه شوم چې دا يو ډول مرموز اغيزه لرونکی درمل دی٠ ٌ

په هغه وخت کی ښاغلی ژاو فونګ د چين په مرکزی سيمه کی کار کاوه، کله کله به يې د پلار او مور د پوښتنی په مهال له شينجيانګ څخه نورو سوداګرانو ته د واورين غره له نيلوفر څخه جوړ شوی درملونه وړل٠ د وختونو په تيريدو سره ده د ناروغيو د درملنی په برخه کی د دغو ګلانو ارزښت او د استعمال ښه راتلونکی احساس کړ٠ نو پريکړه يې وکړه چې د شينجيانګ د طب له پوهنتون سره په همکارۍ د واورين غره نيلوفر طبی ارزښت وڅيړی او له هغو څخه د ويغوری طب دوديز درملونه جوړ کړی٠ په ٢٠٠٤ کال کی ښاغلی ژاو فونګ د درملونو له خپل برخه وال شرکت سره د شينجيانګ ځينی ورته تصدی وتړلې او د واورين غره له نيلوفر څخه جوړ شوی يو لړ درملونه يې د خپلې تصدی د عمده توليداتو په توګه وټاکل ٠ د څو کلونو څيړنې او استخراج په ترڅ کی ښاغلی ژاو فونګ د واورين غره د نيلوفر د ژوند او ودې په هکله حالت معلوم کړ٠ هغه وويل :  ٌ څرنګه چې د واورين غره نيلوفر د درملونو په جوړونه کی ډير لوړ ارزښت لری، نو د دغو ګلانو د ناقانونه شکونې حالت ډير سخت دی٠ مونږ د دغو بوټو د ژوند او ودې په اړه يوه لويه علمی څيړنه وکړه او يوازی د سمندر له سطحې نه په دری زره او پنځه سوه مترو لوړو لمنو کی مو لږ شمير دغه نيلوفر وليدل چې شمير يې د پخوا په پرتله ډير کم شوی دی٠ٌ

ښاغلی ژاو فونګ د واورين غره د نيلوفر د ودې د اوسنی حالت په اړه ډيره انديښنه څرګنده کړه ، نو پريکړه يې وکړه چې د دغو ګلانو ساتلو لپاره کوششونه وکړی٠ نو له دې وروسته به يې په بېلا بېلو مناسبتونو او ځايونو کی د دغو بوټو د ساتنې تبليغات کول چې د سفر په الوتکو کی به يې د دغه ډول ګل تصوير لرونکی کالی اغوستل او نورې سپرلۍ ته به يې د دغو بوټو د رول او د هغو د ساتلو په هکله معلومات ورکول ٠ حتی د خپل کور په سيمه کی يې د دغه نيلوفر ساتلو په هکله تبليغاتی شعارونه لګولي دي٠

په هغه وخت کی زيات وګړي د ژاو فونګ پر دغو عملونو نه پوهېدل او د ده ښه ملګری ميرمن هه جيان يون همداسی وه، خو د وختونو په تيريدو سره ټول ګام په ګام د ژاو فونګ پر مقصد پوه شول٠ هغې وويل :

  ٌ د شيجيانګ هر څوک په دی خبر دی چې د دوی په سيمه کی د واورين غره د نيلوفر په نامه يو ډول مرموز ګلان شته او په شينجيانګ کی له دغو ګلانو څخه د توليداتو جوړولو تصدی هم زياتې دي٠ خو ښايی چې څو کلونه دمخه ښاغلی ژاو فونګ د دغو ګلانو د ساتنې يوازنی غوښتونکی و ٠ ٌ

له ٢٠٠٤ کال څخه ژاو فونګ د واورين غره د نيلوفر ساتلو په هکله د وګړيو د ايډيالوژۍ د لوړولو او د له منځه تللو له خطر څخه د دغو ګلانو د ژغورلو په موخه د أسيا ، أروپا او امريکا په دريو لويو وچو کی د لس زره خلکو لاسليکونو د راغونډولو د ټولګټی فعاليت پيل کړ ٠ ٌ د واورين غره د نيلوفر د ساتنې او له دغو بوټو څخه د معقول استخراج او علمی استفادې ٌ په هکله هغه لويه اوږده لوحه چې لس زره وګړيو پکی لاسليکونه کړی، د شينجيانګ په موزيم کی ايښودل شوی او د ده د ټولګټی چارو هم د حکومت او ټولنې ملاتړ ترلاسه کړی دی٠ نن سبا د اوږدې مودې د تبليغاتو او مثبتې لارښوونې له امله د غرنيو سيمو ځينی هغه بزګران او مالداران چې پخوا يې په پټه او ناقانونه توګه يې د واورين غره نيلوفر شکاوه، د دغو بوټو ساتونکی ګرځيدلی دی٠

ګرانو اوريدونکو، همدااوس مو د واورين غره د نيلوفر ساتونکی ژاو فونګ په هکله يو راپور واوريد٠ اوس به له تاسو څخه يوه پوښتنه کوو چې نن سبا د واورين غره وحشی نيلوفر عمومأ له سمندری سطحې څخه په څو متره لوړو غرنيو لمنو باندی وده کوی؟ هيله ده چې تاسی په خپلو ليکونو کی سم ځوابونه راوليږئ ! مونږ به هره مياشت د پچې له لاری څلور تنوسم ځواب ورکوونکو ته ښکلی سوغاتونه واستوو چې د شينجيانګ خانګړيتوب لری٠ ستاسی د برياليتوب په هيله!