<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-02 19:57:46    
چين به د خپل اقتصاد عمومی کنترول ته دوام ور کړي

cri

ګرانو اوريدونکيو ،روان کال د چين اقتصاد چټک پرمختګ ته دوام ورکړی دی .د ٢٠٠٧ کال په لومړيو دوو مياشتو کې د چين صنعتی توليد او بهرنۍ سوداګرۍ هم چټک پرمختګ کړی دی .خو د هېواد په اقتصاد کې لاتر اوسه هم زياتې مسئلې موجودې دي نو چين به د اقتصاد عمومی کنترول ته دوام ور کړي د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو ته د اقتصادي کنترول په باب معلومات وړاندې کړم .

د مارچ په ١٨ نېټه د چين مرکزی بانک له تېر کال راهيسی د درېيم ځل لپاره د زېرمه شويو پيسو ګټه زياته کړه چې له امله به يې پورونه او پانګونه په معقوله توګه زياته او د لګښت سامان ألاتو بيې په ثابته توګه وساتل شي چې دغه کار به د پولی سيستم د سالم پلی کولو لپاره ګټور وي .

د روان کال په مارچ کې د هېواد د ملې ولسی کانګرس په نوبتی غونډه کې د چين صدراعظم ون جيا باو دی ته اشاره وکړه چې اوس د چين په اقصادی پرمختګ کې ډېرې زياتې مسئلې موجودې دي مثلأ د نامنقوله شتمنيو عمومی پانګونه ډېره ده ،د پانګونې زياتوالی چټک دی ،د بانکونو له خوا د پورونو اندازه ډېره ده او د بهرنۍ سوداګرۍ مثبت توازن زيات او نړيوال لګښت او عايدات نابرابردي .

ښاغلی ون جيا باو په خپل کاری راپور کې وويل سږکال بايد د زياتو ډولونو پولی وسلو له لاری په معقوله توګه د پورونو عمومی اندازه کمه شي او سربيره پردی د چين حکومت به د نامنقوله شتمنيو د پانګونې د کنترول لپاره څو بېلا بيل تدبيرونه ونيسی .

په وروستيو کلونو کې د پانګونې په پرتله د لګښت نسبتی کمښت د چين په

اقتصادی پرمختګ کې يوه مهمه مسئله وه .نو صدراعظم ون جيا باو په خپل کاری راپور کې وويل چې حکومت بايد کورني اړتياوی پراخې کړي او د ښاريانو او کليوالو وګړيو په تېره بيا د بی وزليو کسانو د عايداتو د زياتوالی لپاره څو ډوله تدبيرونه ونيسی او په کليوالو سيمو کې سوداګريزه راکړه ورکړه او د بازاری سيستم أبادی پياوړی کړي چې په دغو سيموکې د لګښت چاپيريال او شريط ښه شی .

د بيجينګ پوهنتون د اقتصاد انستيتيوت مشر ليو وی وويل  دا چې د لوړو عايداتو لرونکيو کسانو عايدات چټک زيات شوی دا معنی لري چې د اقتصادی پرمختيا له امله رامنځته شوې زياتې ګټې د دوی له خوا تر لاسه شوی دي .که څه هم د دغو کسانو عايدات ډير زيات دی خو د عايداتو په عمومی اندازه کې يې د لګښت برخه لږ ده چې دا د اقتصادی چټکه پرمختيا او لګښتونو ترمنځ د نابرابرۍ سبب شوې ده .

د سوداګرۍ د مثبت توازن د زياتوالی له امله د لګښتونو او عايداتو نابرابری د چين په اقتصاد کې بله ستونزه ده .د چين د مرکزی بانک مشر جو شيو چوان وويل  چين به د اقتصادی جوړښت تنظيمول د دغې نابرابرۍ د مهمو لارو چارو په توګه وبولي .لومړی به کورنی اړتياوې پراخې شی په تېره بيا د لګښت کورنۍ اړتياوې پراخې او خدمتی چارو ته پرمختګ ور کړی شی .خدمتی چارې به د راتلونکيو اړتياوو د زياتوالی يوه ډېره مهمه برخه وي .سربيره پردی حکومت هم

واردات زيات کړي او په بهرنيو هېوادونو کې يې د چينی تصديو پانګونې هڅونه هڅولې ده .

د چين د مرکزی بانک د څيړنې ادارې د اټکل له مخې به روان کال د چين صادراتی انډول د پخوانيو څو مياشتو په پرتله ورو شی خو بيا به هم پرمختګ وکړي او صادراتی جوړښت به يې غوره شی .

په همدی وخت کې د چين د بهرنيو اسعارو د زېرمه شويو پيسو اندازه په پرله پسی توګه

زياته شوې او له زر مليارډ امريکايی ډالرو څخه اوښتی ده .د چين لپاره د کافی بهرنيو اسعارو ساتنه د کورنۍ اقتصادی پرمختګ او د هېواد د عمومی ځواک د پياوړتيا لپاره ګټوره ده خو په همدی وخت کې د بهرنيو اسعارو د چټک زياتوالي له امله به پولی بحران رامنځته شی .د چين د ماليې وزير جين ژون چينګ وويل 

چين به د دولتی شورا په مشرۍ د بهرنيو اسعارو د پانګونې په اړه يو شرکت جوړ کړي او له ځينو بهرنيو هېوادونو څخه د تجربو زده کړه وکړي چې له دی امله به لازياتې ګټې تر لاسه شی .