د چين د نړيوالې راډيو د خبر له مخې، د پاکستان ولسمشر پرويز مشرف او صدراعظم شوکت عزيز د اپريل په دوهمه نېټه په پلازمينه اسلام اباد کی په جلا جلا توګه له لي جاو شينګ سره وکتل. دواړو خواوو د چين او پاکستان تر منځ د همکارۍ او اړوندو نړيوالو مسئلو په اړه په ژوره توګه د نظريو تبادله وکړه.
د پاکستان مشرانو وويل د دوی هېواد او چين تر منځ د ځانګړې دوستۍ اړيکې شته. پاکستان هيله لری چې په بېلا بېلو برخو کې د دواړو هېوادونو همکاري پراخه شي.
ښاغلي لي جا شينګ وويل د چين او پاکستان تر منځ اړيکی له ګاونډيو هېوادونو سره د چين د ښه ګاونډيتوب يوه بېلګه ده. چين غواړی د دواړو هېوادونو تر منځ د همکارۍ اړيکو د ټينګېدو لپاره له پاکستان سره ګډ کوششونه وکړي.