<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-03 17:27:38    
چين او د اولمپيک سپورتي لوبې ( ٣)

cri

په ١٩٥٤ کال کې په اتن کې د اولمپيک سپورتي لوبو د نړيوالې کمېټې پنځوسمې دورې غونډه تر سره شوه . په دغه غونډه کې د چين د اولمپيک سپورتي لوبو کمېټې په رايه ورکونه کې د درويشتو موافقو رايو او يوويشتو مخالفو رايو په تر لاسه کولو سره په نړيواله کمېټه کې ګډون وکړ او په دغه کمېټه کې يی قانوني مقام ومنل شو . خو په هغه وخت کې د اولمپيک سپورتي لوبو نړيوالې کمېټې د تايوان له خوا د جونګ هوا په نامه کميټه هم د خپل غړي په توګه منلی وه چې په نړۍ کې يی د دوه چينونو يو حالات جوړ کړی و . نو له دې امله د چين د اولمپيک سپورتي لوبو کميټې د ١٩٥٨ کال د اګست په نولسمه نېټه اعلان وکړ چې د اولمپيک سپورتي لوبو له نړيوالې کمېټې سره خپلې اړيکې پری کړې .

له دې وروسته له ١٩٥٦ کال نه تر ١٩٧٩ کاله پوری ، د چين د اولمپيک سپورتي لوبو کمېټې د اولمپيک سپورتي لوبو ته هيڅ استازي او لوبغاړي نه دی ورليږلی . په ١٩٧٩ کال کې د اولمپيک سپورتي لوبو په نړيواله کميټه کې د چين قانوني څوکۍ ټينګه شوه او چين يو ځل بياد دغې کمېټې يو غړی شو.

چين په ١٩٨٠ کال کې پر افغانستان باندی د پخوانی شوروی اتحاد د تېری کولو له امله د مسکو د اولمپيک له سپورتي لوبو څخه مخالفت وکړ .

چين په ١٩٨٤ کال کې د لوس انجلس د اولمپيک په سپورتي لوبو کې ګډون وکړ او د چين لوبغاړي شو های فنګ د نارينه د ټوپک د ازادې د نښې په سياليو کې د چين په تاريخ کې د اولپميک په سپورتي لوبو کې د سرو زرو لومړی

مډال تر لاسه کړ . د چين لوبډلې د اولمپيک د سپورتي لوبو په دغه دوره کې په عمومی توګه د سرو زرو پنځلس مډالونه وګټل .

په ١٩٨٨ کال کې د سيول د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين د جمناستيک مشهور لوبغاړي لي نينګ او د چين د سن هوا اژانس خبريال يانګ مين د لومړی ځل لپاره د چين په استازيتوب د اولمپيک لوبو د ډيوې وړلو په مراسمو کې ګډون وکړ او د اولمپيک د سپورتي لوبو په دغه دوره کې د چين لوبډلې د سرو زرو پنځه مډالونه تر لاسه کړل .

د ١٩٩١ کال د مارچ په اتمه نېټه چين چې په بېجينګ کې د ٢٠٠٠ کال د اولمپيک سپورتي لوبو د تر سره کولو غوښتنه وکړه او د همدی کال د دسمبر په څلورمه نېټه يی په رسمی توګه د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې ته خپل غوښتنليک وړاندی کړ .

په ١٩٩٢ کال کې د بارشلونا د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين لوبډلې د سرو زرو شپاړس مډالونه تر لاسه کړل .

د ١٩٩٣ کال د سپتمبر په درويشتمه نېټه د اولمپيک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې اعلان وکړ چې سيدني د ٢٠٠٠ کال د اولمپيک سپورتي لوبې په سيډنی کې تر سره کېږی او د سيړنې په مقابل کې چين د اولمپيک د کوربنۍ په ګټلو کې ماته وخوړه .

د چين لوبډلې په ١٩٩٦ کال کې د اتلانتا د اولمپيک په سپورتي لوبو کې يو ځل بيا د سرو زرو شپاړس مډالونه تر لاسه کړل .

د ١٩٩٨ کال د نومبر په پنځه ويشتمه نېټه بېجينګ يو ځل بيا په رسمی توګه غوښتنه وکړه چې د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتي لوبو کوربه شی .

په ٢٠٠٠ کال کې د سيډني د اولمپيک په سپورتي لوبو کې د چين لوبډلې د سرو

زرو اته ويشت مډالونه تر لاسه کړل .

د ٢٠٠١ کال د جولای په ديارلسمه نېټه د اولپميک د سپورتي لوبو نړيوالې کميټې اعلان وکړ چې بېجينګ د ٢٠٠٨ کال د اولمپيک سپورتي لوبو د کوربنۍ حق تر لاسه کړ .