<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-03 17:28:37    
د سرطان پر ضد مبارزه کې څوارلس کلنه نجلۍ جيا يو چي

cri

درنو اوريدونکو ، السلام عليکم ! دا دی يو ځل بيا د ښځې او ټولنې پروګرام وخت رارسيدلی دی . زه غوټی د دغه پروګرام په وړاندی کولو سره ستاسو په خدمت کې يم. هيله ده چې د پروګرام تر پايه پوری راسره پاتی شئ . څو ورځې مخکې د چين د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکي سيمې د ښځو ټولنې کارکوونکو د نينګ شيا د طبی پوهنځي په روغتون کې د پېغلې جيا يو چي پوښتنه وکړه چې د سرطان ناروغۍ پر ضد مبارزه کوی . که څه هم څوارلس کلنه نجلۍ جيا يو چی د هډوکی په سرطان اخته شوې ، خو دا له دې خطرناکې ناروغۍ څخه هيڅ نه وېرېږي او تل يی پر مخ يي مسکا ليدل کېږی . د پروګرام په دې کړۍ کې به تاسو ته د جيا يو چی په اړه معلومات وړاندی کړم .

جيا يو چی چې د چين د نينګ شيا د هوی قوم د خپلواکي سيمې د مرکز ين چوان ښار په شپاړسم منځنی ښوونځی کې يوه زده کوونکې وه ، د ٢٠٠٦ کال په جولای کې يی د ښی پښی ښنګری د سرطان په ناروغۍ اخته شو چې له امله يی د پښې د پرې کولو عمليات تر سره شول چې په نتيجه کې يی د پښې لس سانتی متره برخه پاتی شوه . که څه هم پښه يي پرې شوې ، خو له سختې ناروغۍ سره په مبارزه کې يي ډېره فعاله رويه غوره کړې وه . د عملياتو په مهال جيا يو چي نه ژړل او د ناروغۍ د درملنې لپاره يي له ډاکترانو سره ښه همکاري کوله ، نرمه غوندې خندا يي تل پر شونډو ښکار ېده او خپلی مور ته يی هم تسلي ورکوله . په روغتون کې ډېرو کسانو ددې د رويی ستاينه وکړه

سره له دې چې جيا يو چی له ناروغۍ څخه نه ډارېږی ، خو د درملنې ډېر زيات لګښت د دې پر کورنۍ باندی لوړ فشار راوړی . د درملنې له پيل نه تر اوسه د بېلا بېلو لګښتونو عمومی اندازه پنځوس زره يوانو ته رسېدلی ده . اوس جيا يو چي په کيمياوی درملنې پيل کړی چې د يو ځل لپاره څه دپاسه لس زره يوانه په کار دي او د شپږو يا اتو ځلو لپاره به يو لکه يوانو ته اړتيا ولری . بر سيره پردې ، د مصنوعي پښې د جوړولو لپاره به نور پنځوس زره يوانو ته هم اړتيا ولري . د جا يو چي پلار او مور دواړه عام کارکوونکی دی چې پلار يی په يو شرکت کې يو موټر چلوونکی دی او مور يی د اوسيدنې سيمې د ادارې په يوه کمېټه کې کار کوي . د دوی مياشتني عايدات يوازی دوه زره يوانه دی . نو د جيا يو چي د درملنې لوړ لګښت ددوی په غاړه يو دروند بار دی . کله چې خبری رسنيو د جيا يو چي د کورنيو ستونزو په اړه راپورونه خپاره کړل، په ين چوان ښار کې ډېرو وګړيو ورته د مرستې لاسونه اوږده کړل . د ٢٠٠٦ کال د دسمبر په لسمه نېټه د نيانګ شيا د هوی قوم د خپلواکي سيمې او د ين چوان ښار د ښځو د ټولنو چارواکيو د جيا يو چي په وړاندي د ستونزو له معلومولو وروسته پريکړه وکړه چې جيا يو چي ته څلور زره يوانه پيسو بسپنه ورکړي او د ټولنې له بېلا بېلو ساحو څخه يی غوښتنه وکړه چې له جيا يو چی سره مرسته وکړي.

د هډوکی سرطان ، د پښې پری کول او کيمياوی درلمنه د ټولو خلکو په مقابل کې ډېره خطرناکه پيښه ده ، خو جيا يو چي د ستونزو په وړاندی هيڅ نه وپرېده او پر شونډو يي موسکا خپره وه . کله چي خبريال ترې پوښتنه وکړه چې ته له سرطان څخه وېرېږی که نه ؟ جيا يو چي غوڅ ځواب ورکړ چې نه . ناروغي د هر چا لپاره

خطرناکه ده ، که ورڅخه وېرېږي ، هيڅ ګټه نه لر ی نو که يوازی په ټينګ هوډ ور سره

مبارزه وکړي ، بري تر لاسه کولای شی .

د ډاکټر په وينا کيمياوی درملنه د جيا يو چی لپاره يوه لا سخته ننګونه ده . خو ټول هغه خلک چې جيا يو چي ته پاملرنه کوي ، باور لري چې جيا يو چي به په ټنيګ هوډ ناروغۍ ته ماتی ورکړي شی .

د مرکې د پای ته رسيدلو په وخت کې جيا يو چي خبريالې ته وويل : ګرانې ترورې، د راپور ليکلو په وخت کې زما په استازيتوب له هغو وګړيو مننه وکړه چې له ما سره يي مرسته کړې ده .

ګرانو اوريدونکو ، د پروګرام په پای کې ستاسو څخه يوه پوښتنه کوم چې نجلی جيا يو چي په کومه ناروغۍ اخته شوې وه . که تاسی په خپلو ليکونو کې د دغې پوښتنې سم ځواب راکړئ ، نو د يوې مناسبې جايزې ګټونکي به شئ . روغ او بريالی اوسئ .