<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-04 15:59:31    
د ځوانانو په تګ راتګ سره د چين او فرانسی تر منځ دوستي ټينګه شوې ده

cri

د چين او فرانسی د کلتور کال چې له ٢٠٠٣ کال څخه تر ٢٠٠٥ کال پوری تر سره شو ، په ترڅ کې يې د دواړو هېوادونو د وګړيو تر منځ دوستي نژدې شوې ده . په ٢٠٠٦ کال کې څلور سوه فرانسوي ځوانانو په څلورو ډلو کې له چين څخه ليدنه کتنه وکړه . د روان کال د مارچ په مياشت کې د چين د ځوانانو پلاوی هم له فرانسی څخه ليدنه وکړه . د دواړو هېوادونو د ځوانانو تر منځ تګ را تګ وګړي خوشاله او هيلمن کړي دي .

د مارچ په ٢٩مه نېټه د فرانسی صدراعظم دومينيکا دي ويليپين د چين د ځوانانو له پلاوي سره د کتنې په ترڅ کې وويل د چين صدراعظم وين جيا باو د ٢٠٠٥ کال د دسمبر په مياشت کې له فرانسی څخه د ليدنې په وخت کې د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستی د ټينګتيا لپاره يو د بل له هېوادونو څخه د ځوانانو د کتنې پلان وړاندې کړ چې د دواړو خواوو ګډه موافقه يې تر لاسه کړه . زه ډېر خوشحاله يم چې له لنډې مودې وروسته دغه پلان پلی کيږي .

د فرانسی د بهرنيو چارو وزارت د نړيوالې همکارۍ او پرمختيا اداری د أسيا او اوقيانوس چارو د څانګې مشرې ميرمن يوا نګوين بين يادونه وکړه چې په ٢٠٠٦ کال کې چين لومړی د صدراعظم وين جيا باو بلنه پلی کړه او په بريالۍ توګه يې څلور سوه فرانسوي ځوانان ومنل . چين ته د سفر په ترڅ کې د دغو فرانسوي ځوانانو په زړونو کې ژورې خاطرې پاتې شوې دي . نوموړي وويل دغو ځوانانو بير ته خپل وطن

ته له ستنيدو وروسته له چينی دوستانو سره تماسونو ته دوام ورکړي ، حتې د

فرانسی او چين تر منځ يې د دوستۍ ټولنه جوړه کړه او ځينی يې اوس غواړی چې د چين په اړه د لا زياتو معلوماتو تر لاسه کولو لپاره يو ځل بيا چين ته سفر وکړي .برسېره پر دې زيات شمېر فرانسوی ځوانانو په فعاله توګه د چينی ځوانانو د منلو په فعاليتونو کې ګډون وکړ چې له مخې يې له لا زياتو چينی ملګرو سره اړيکی جوړې کړي دي .

مانو لانيوې چې له چين څخه د ليدنې لپاره په راغلی فرانسوی پلاوی کې شامل و ، په خپل وطن کې له ملګرو سره د هوايی پل په نامه د فرانسی او چين ټولنه جوړه کړه . هغه هم د چينی ځوانانو د منلو په چارو لاس پوری کړی . ده وويل موږ په چين کې ښه مېلمه پالنه وليدله او له چينی ملګرو سره مو ګټور تګ را تګ وکړ . بير ته وطن ته له ستنيدو وروسته هيله لرو چې له چينی ملګرو سره خپلې دوستی ته دوام ورکړو او د دغه هېواد په اړه نور زيات معلومات تر لاسه کړو .

د معلوماتو له مخې له فرانسی څخه د ليدنې په ترڅ کې چينی ځوانانو په ستراسبورګ ، ليلی او پاريس کې د ځوانانو له ټولنو څخه ليدنه وکړه او په دې اړه يې معلومات تر لاسه کړل چې ځايی حکومتونه او ملکی ډلی څنګه له ځوانانو سره مرستې کوي او دوی له دې څخه زياته ګټه تر لاسه کړه .

د چين او فرانسی د ځوانانو تر منځ د تګ را تګ دوام د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستۍ په ټينګتيا کې هم رول لوبوي . په فرانسه کې د چين سفير وويل ځوانان د هېواد راتلونکی او د ملت يوه هيله ده . د چين او فرانسی د ځوانانو تر منځ نژدی اړيکی د دواړو هېوادونو تر منځ د دوستې له ښه راتلونکی څرګندوي . اوس د دواړو هېوادونو د دوستۍ تخم شيندل او په راتلونکی کې به د دوستۍ ونې په ښه توګه وده وکړي .