<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-04 19:05:11    
بايد د زړو کسانو وروستي نيکمرغه ژوند ته پاملرنه وشي

cri

د يو مليارډ او دري سوه مليونه نفوس لرونکي هيواد په توګه چين اوس په ټوله نړۍ کې له هغو هيوادونو څخه دي چې په نفوس کې يي د زړو کسانو شمير په چټکۍ سره زياتيږي او د چين د هغو وګړو شمير چې عمر يي له شپيته کالوڅخه زيات دي ، يو سل څلور څلويښت مليونو ته رسيږي چې دغه شمير د اسيأ د زړو کسانو نيمه برخه نيسي ٠ تر ٢٠٢٠ کاله پوري به د چين دغه شمير نور يو سل مليونه زياته شي ٠ نو دغه مسئله چې څنګه د زړو کسانو روغتيا تامين کړي او د وروستي عمر ژوند پر مهال يو ارام چاپيريال ور ته برابر کړي ؟ د چين د ټولنې د ډيرې پاملرنې وړ مسئله ګرځيدلې ده٠

په چين کې د زړو کسانو د دوامدار زياتيدو په همدغه مهال کې د استخدام فشار هم په پرله پسي توګه زيات شوي دي ٠ د دغو دوو عواملو له امله مخ په زياتيدونکي سپين ږيري او سپين سرې مجبورأ په ځانګړي ډول ژوند کوي ، ځکه د دوي د اولادونو له پاره د کار سيالي ورځ په ورځ سختيږي او اضافي وخت نه لري چې خپلو پلرونو او ميندو ته پاملرنه وکړي ٠ په داسي حال کې زيات شمير زاړه کسان په ژوند کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ دي ٠ د دغې مسئلې د حل له پاره اوس په چين کې د زړو کسانو له پاره ډير مرستندويه او د هوساينې مرستندويه سازمانونه جوړ شوي دي چې دوي ته يي د ژوند اسانتياوي برابرې کړي دي ٠ د چين د منځني خوا د جيان سي ولايت د شانګ ژاو په ښار کې د څانګ چن

په نوم د زړو کسانو مرستون شته ٠ د دغه مرستون د جوړيدو د اوه لسو کالو راهيسي څه د پاسه دري سوه سپين ږيرو او سپين سرو پکې ژوند کړي او کوي يي ٠ د دغه مرستون مشرې ميرمن ځنګ سوي لان وويل چې د ډيرو کلونو له پاره مې د زړو کسانو په چارو ګې خدمت کړي دي زما خوشحالۍ د زړو کسانو په خوشحالۍ کې پرته ده ٠

د څانګ چن د زړو کسانو د مرستون په شان دغسي د هوساينې سازمانونه د چين په ښارونو او کليو کې نژدي څلويښت زرو ته رسيږي او د کټونو عمومي شمير يي يو مليون پنځه لکو ته رسيږي ٠ خو دغه شمير د يو سل څلور څلويښت مليونو زړو کسانو له پاره لا کافي نه دي او له دي امله يي يو زيات شمير زاړه کسان يوازي په خپلو کورونو کې ژوند کوي ٠ دغه زاړه کسان په تيره بيا هغه مجرد کسان چې يا يي ميرمن او يا يي خاوند مړ شوي ، په ژوند کې له ډيرو ستونزو سره مخامخ او د نورو مرستو ته زياته اړتيا لري ٠ خو د خوښې وړ خبره دا ده چې په دي وروستيو کلونو کې د چين د ډيرو ښارونو د اوسيدونکو په سيمو کې داسي خدمتي چارې رامنځته شوي چې د نوموړو زړو کسانو له پاره چې يوازي په خپلو کورونو کې ژوند کوي ، د ستونزو د ليري کولو په هکله مرستې برابروي ٠ يعنې د اوسيدونکو سيمو اړوند خدمتي مرکزونه د خوړو ، سبزيو ، درملو او داسي نور ورځنيو شيانو د اخيستلو او د روغتيا د حال احوال ، د وينې فشار د اندازه کولو ، د کورني پالنې په هکله نوموړو زړو کسانو ته بيلا بيل خدمتونه برابروي ٠ نوموړي کسان يوازي هره مياشت لږ ې پيسې دغو

مرکزونو ته ورکوي٠ مثلا د چين د شمالي خوا د شه جيا جوان په ښار کې د يي يانګ يوان په نوم د زړو کسانو يو خدمتي مرکز شته چې د اوسيدونکې سيمې د زړو کسانو د ژوند له پاره اسانتياوي برابروي ٠ په دي سيمه کې نهه اويا کلنه سپين سرې جيانګ يوي شنګ تل په ځانګړي توګه په خپل کور کې ژوند کوي ،له دي امله چې عمر يي زيات او د تللو ستونزې لري ، نو په ژوند کې له يو لړ زياتو ستونزو سره مخامخ وه ، خو د نوموړي خدمتي مرکز د جوړيدو نه وروسته د هغې د ژوند ډيرې ستونزې حل شوي دي ٠ هغه وويل چې اوس د يي يانګ يوان د خدمتي مرکز په مرسته زما ژوند ډير ښه شوي او اوس زما له پاره کومې ستونزې نه شته ٠ دغه راز د چين په نورو ډيرو ښارونوکې د حکومت په ملاتړ دزړو کسانو بيلا بيلې ټولنې هم جوړي شوي او په دغو ټولنو کې د زړو کسانو ژوند د رنګارنګولو له پاره يي د سپورتي لوبو ، د سندرې ويلو، نڅا کولو او داسي نورې بيلا بيلې ډلي جوړي کړي او هر کال ډير په زړه پوري فعاليتونه تر سره کوي ٠ د چين د زړو کسانو د کار د ادارې د دفتر مشر لي ګونګ وويل چې د يوولسم پنځه کلن پلان په موده کې به مونږ د يولړ تدبيرونو په غوره کولو سره د کليو د زړو کسانو د ژوند د ښه کولو له پاره هم کوشش وکړو ٠