<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-04 19:11:36    
د نفوسو او پرمختګ ترمنځ د خنډونو ليري کولو په هکله د کارپوهانو وړانديزونه

cri

چين په نړۍ کې د ډيرو نفوسو لرونکی هيواد دی او حکومت د نفوسو زياتوالي او د اقتصادی او ټولنيز پرمختګ د برابرۍ لپاره يو لړ تدبيرونه او تګلارې وړاندی او پلی کړيدي . د يادونې وړ خبره دا ده چې د دغو تدبيرونو او تګلارو له ټاکلو مخکې حکومت د کارپوهانو ګټور وړانديزونه او نظرونه اوريدلي وو . لږه موده مخکې د چين د نفوسو او پرمختګ په علمی غونډه کې د چين د ټولنيزو علومو د اکاډمۍ او نورو څيړونکيو سازمانونو لسګونو کارپوهانو په دې هکله تودې مشوره او د نظريو تبادله يي وکړه .

د تيرې پيړۍ له اوومې لسيزې راهيسې په چين کې د کورنۍ لارښوونې پلان په رڼا کې د زيږيدنې انډول ټيټ شوی چې له امله يي د نفوسو شمير څلور سوه مليونه کم شويدي . د کارپوهانو په اند د دغه برياليتوب لاس ته راوړل اسان کار نه دي ، نو دغه پلان بايد په مداومه توګه پلی شی . د چين د ټولنيزو علونو د اکاډمۍ پروفيسر تيان شيو يون وويل دا چې ولی لا اوس هم د نفوسو کنترول پلان پلی کوو ، لامل يي دا دی چې د کار ځواکونه تر حده زيات دي .

ددې پرعکس په زياتو پرمختلليو هيوادونو کې د کار ځواکونه کميږي . په چين کې د ديرشو کلونو په موده کې د زيږيدنې ميزان ډير لوړ و چې پايله يي د نفوسو د زياتوالي چټکتيا د هيواد په وړاندي يوه عمده ننګونه ده . اوس په چين کې د زيږيدنې انډول ټيټې سويې ته رسيدلی او ددغه حالت دساتنی اړتيا اوس هم شته . خو د زيږيدنې انډول ډير ټيټوالی د زړو کسانو د شمير د زياتوالي لامل ګرځي چې په پايله کې به يي پر ټولنيز او اقتصادي پرمختګ باندی منفی اغيزه وکړي .

د زړو کسانو د شمير زياتوالي په هکله کارپوهانو يو لړ وړانديزونه کړيدي . د ولسي پوهنتون د نفوسو او پرمختګ اينستيتوټ پروفيسر وو څان پينګ وويل تر دوه زره او شلم کال پورې به په چين کې د هغو کسانو شمير چې عمرونه يي له پنځه شپيتو کلونو څخه زيات وی ، يو سل او څلور شپيته مليونه تنو ته ورسيږي چې دغه شمير به د هيواد د عمومي نفوسو په سلو کې يوولس اعشاريه دوه برخه ونيسي . د زړو کسانو زياتوالي به د ټولنيز ضمانت او عام خدمت پر نظامونو زيات فشارونه راوړي او له دې امله چې په کليو کې د زړو کسانو د ژوند تامينولو نظام نه دی بشپړ شوی او زيات شمير ځوانان د مزدورۍ لپاره ښارونو ته ځي ، پاتې شوي زاړه کسان به د ژوند له زياتو ستونزو سره مخامخ وي ، نو پروفيسر وو وړانديز وکړ چې حکومت بايد ژر تر ژره د زړو کسانو لپاره د خدمت او ددوی د حقونو او ګټو د تامين په هکله يو لړ قوانين جوړ کړي .

د چين د نفوسو او پرمختګ انستيتوټ مشرې ميرمن مالي په دې اړه انديښنه څرګنده کړه چې په چين کې د زيږيدلو ماشومانو د جنسونو تناسب برابر نه دی . په بله ژبه د زيږيدلو لوڼو شمير له زامنو څخه کم دی ځکه چې په ټولنه کې نجونو ته د سپکاوی ناوړه نظر لا هم موجود دی . دې وويل دغه تناسب د زياتو کلونو لپاره د لوړتيا په حال کې دی . که له دغه تناسب سره سم نفوس زيات شي ، نو سخت ټولنيز مشکلات او ستونزې به رامنځته شی .

د نفوسو په هکله چارواکيو په دقت سره د کارپوهانو نظريې اوريدلي دي . د چين د نفوسو او پلانيز توليد کميټې د پرمختګ او پلان ادارې مشر چن لي وويل تر اوسه پورې د چين د نفوسو په ساحه کې د زيږيدنې انډول د ټيټوالی او د دغه حالت د

دوام په شمول دوه پړاوونه تير شويدي . اوس چين له درېيم پړاو څخه تيريږي

يعنی د زيږيدنې انډول د نور ټيټوالي پر بنسټ به د نفوسو د کيفيت لوړوالي او د جوړښت برابرۍ لپاره کوشش وکړي چې د ډير نفوسو لرونکي هيواد د انساني ځواکونو په يو غښتلي هيواد بدل شي .

د چين د نفوسو او کورنۍ لارښوونې کميټې مشر جانګ وي چين وويل د جنسونو تناسبت د نابرابرۍ د له منځه وړلو لپاره بايد د وګړيو ژوند د ښوالي ، د ټولنيز ضمانت نظام د بشپړتيا ، د ښځو او ماشومانو د ټولنيز مقام د لوړتيا او د ناوړع نظريو د له منځه وړلو په شمول يو لړ تدبيرونه غوره شی . د جنسونو تناسب د برابرولو لپاره به د اټکل له مخې د چين حکومت د لسو يا پنځلسوکلونو د کوششونو له لارې د جنسونو تناسب د برابرولو هدف ته ورسيږي .