<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-05 16:54:20    
افغان بهرنيو خبريالانو د طالبانو له خوا د نيول شوي خبريال د خوشی کولو غوښتنه وکړه.

cri

د سين هوا اژانس د خبر له مخې، افغان او ځينو بهرنيو خبريالانو د اپريل په څلورمه نېټه د پلازمېنې کابل په ستاره هوټل کې يوه غونډه تر سره او غوښتنه يی وکړه چې يوه مياشت مخکی د طالبانو له خوا نيول شوی افغان خبريال او ژباړونکی اجمل نقشبندی خوشی شی او هم د افغانستان حکومت د خبريالانو امنيت په ښه توګه وساتی.

د تېر مارچ په پنځمه نېټه نقشبندی له يو ايتالوی خبريال او يو افغان موټروان سره يو ځای د افغانستان په جنوب کې د طالبانو له خوا نيول شوي، خو نيول شوي موټروان بيا ووژل شو. ياد شوي ايتالوی خبريال د افغانستان حکومت له خوا د طالبانو د پنځه تنو بندی شويو لوړ پوړيو چارواکيو له خوشی کولو وروسته ازاد شو، خو نقشبندی تر اوسه پوری له طالبانو سره بندی دی.