<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-06 18:11:09    
د چين د ښوونې وزير ځو جی

cri

ښاغلي ځو جی د ٢٠ کلونو لپاه د منځنی چين د صنايعو پوهنځی له يو معمولی ښوونکې څخه د چين د ښوونې وزير درجې ته پورته شوی دی.

په ١٩٧٨ کال کې د ٣٢ کلونو په عمر ځو جی د منځنی چين د صنايعو په پوهنځی کې داخل شو. د دغه پوهنتون نوم بيا د منځنی چين د ساينس او انجنيری په پوهنتون بدل شو او اوسنی نوم يي د منځنی چين د ساينس او تکنولوجی پوهنتون دی) ، خو له بده مرغه نوموړی د ماستري علمی درجه لاس ته را نه وړه .

له ١٩٧٦ کال وروسته په چين کې هره چاره د بيا فعالېدو په حال کې وه .په دې وخت کې د ياد شوی پوهنتون مشر جو چيو سی د خپل پوهنتون د ښوونکو د روزلو لپاره پريکړه وکړه چه يو شمير ځوان ښوونکي بهرنيو هېوادونو ته وليږی . په نيکمرغه توګه ځو جی له دې امله چه ماستري درجه يي نده تر لاسه کړې ، په دغو ځوانانو کې شامل شو او د نيويارک د ايالتي پوهنتون د بوفلو فرعي پوهنتون ته وليږل شو .

له دی المه چه د ١٩٨٤ کال په جنوری کې د يوې شپې واورو له امله د بوفلو ښار د ترافيکو پرمخ بند شو ، ځو جی د دريو ورځو او شپو لپاره بيرته خپلې ليليې ته بيرته رانه غی. په څلورمه ورځ د ده ملګري ناارام شول او دده په لټولو يي پيل وکړ. په پای کې ځو جی په لابراتوار کې پيدا شو هغه پر ميز باندی بيده و او د کمپيوټر د پردې پر مخ يو لړ معلومات هم څرګنديدل . د بوفلو په فرعي پوهنتون کې ځو جی پخپلو ١٦درسی مضعنونو د A درجه ګټلی او يوازی په دريو کلونو کې ئی د ډاکتري درجه لاس ته راوړې ده .

د ١٩٨٤ کال په مارچ کې له دې پوهنتون څخه د فارغيدو وروسته ځو جی بېرته د منځنی چين د صنايعو پوهنځی ته راغی او په امريکا کې د خپلی زده کړې په موده کې د خپلو ټولو پس اندازونو يعنی ٥٧٠٠ امريکايی ډالرو يي څلور کمپيوټرونه او د ٣٠ کيلوګرامه تعليمی توکې واخيستل او د تحفې په توګه يي خپل پوهنتون ته ورکړل او دي توګه ئی د خپل پوهنتون د CAD مرکز جوړ کړ. ځو جی هم د دغه مرکز د أبادولو لپاره لس کلن پلان پلی کړ او په ١٩٩٧ کال کې د خپل پوهنتون د مشر په توګه وټاکل شو. له دی نه وروسته هغه د پوهنتون د پرمختګ لپاره د صنعتي ، تحصيلي او څيړنيزو چارو د يو ځای کولو په موخه يوه تګ لاره وټاکله . ده وويل چه هغه ښوونکی چې د ښوونې په برخه کې کوشش نه کوی، ښه ښوونکی نه دی.هغه ښوونکی چې په علمي څيړنی لاس پوري نه کړی، د لومړنی درجې ښوونکی نه دی او هغه ښوونکی چې د څيړنی له لاری تر لاسه شوي برياليتونو په توليدي چارو کې کارولی نه شی، له زمانې څخه يو وروسته پاتې ښوونکی دی.

د ٢٠٠٠ کال په جنوری کې ځو جی د چين د کمونيست ګوند د هو بی ولايت د کمېتې د دايمی غړی او د دغه ولايت د ساينس او تکنولوجی د ادارې د مشر په توګه وټاکل شو دی په هغه وخت کي يوازی ٥٤ کلن و.

د ٢٠٠١ کال د ديسمبر په ٣٠ نېټه د وو هان ښار د ١٠ مې دورې ملی ولسی کانګرس د دايمی کميټې په ٣١ غونډه کې ځو جی د دغه ښار د ښاروال د مرستيال په توګه وټاکل شو. د ٢٠٠٢ کال د جنوری په ١٤ نېټه نوموړی د رايو په اکثريت سره د وو هان د ښاروال او د ٢٠٠٢ کال د اپريل په ٢٣ نېټه د کمونيست ګوند د مرکزی کمېټې له خوا د ښوونې د وزير د مرستيال په توګه وګومارل شو. ١٠ مياشتې وروسته د ٢٠٠٣ کال په مارچ کې د ٥٧ کالو په عمر ځو جی د چين د ښوونې د وزير په توګه وټاکل شو.