<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-06 18:14:36    
شينجيانګ د عکاسانو په سترګو کې

cri

د عکسونو يو نندارتون چې نوم يې شينجيانګ په څلورو فصلونو کې دی،په وروستيو ورځو کې د چين په بېجينګ کې تر سره شو او د شينجيانګ په اړه يې د چينی او بهرنيو نندارچيانو علاقه راجلب کړه. تېر کال له شلو هېوادونو او سيمو څخه سل تنو عکاسانو د شل زره کليوميترو سفر په ترڅ کې د شينجيانګ په اړه پنځه سوه عکسونه اخيستي دي. د هنر او کلتور پروګرام په ننی کړۍ کې به تاسو ته د دغه نندارتون په اړه څه معلومات درکړم.

په دوه زره او شپږم کال کې يو لړ کورنيو او بهرنيو عکاسانو له شينجيانګ څخه په ليدنه پيل وکړ او په بېلا بېلو فصلونو کې يې د دغې سيمې د طبيعی منظرو او قومی دودونو په هکله زيات عکسونه واخيستل چې د دغو ښکليو عکسونو په ليدلو سره ډېر زيات شمېر نندارچيان متاثر شول. يوه اويغوری نجلۍ چې ريزوان ګل نومېږي او د بېجينګ په يو پوهنتون کې زده کوي، وويل

د دغه ښکلی نندارتون په ليدلو سره له خپل وطن شينجيانګ سره زما مينه نوره هم زياته شوی ده. ريښتيا ده چې شينجيانګ ډېر ښکلی ځای دی . نو د يوی شينجيانګی په توګه ډېر وياړم. زما په أند دغه نندارتون د کلتوری تبادلې لپاره ډېر ګټور دی.

يوه بله اويغوری نجلۍ چې ګلبينور نومېږي،خبريال ته وويل

د دغو عکسونو له ليدلو وروسته زه احساسوم چې شينجيانګ ډېر

ښکلی ځای دی. په شينجيانګ کې د عکسونو اخيستلو په همال د نورو هېوادونو عکاسان کولای شي چې په دغه سيمه کې د بېلا بېلو قومونو دودونه او کلتور په ښه ډول وپېژني.

د بريتانيا يو عکاس هيوج هميلتون په پوهنتون کې يو پروفيسر دی او شينجيانګ ته د خپل لومړی سفر په موده کې يې په صحرا کې شنې واحې،د لرغونو ښارونو اثار او معاصر ښارونه له نژدی وکتل او د شينجيانګيانو مېلمه پالنې هم د ده په زړه کې ژوره خاطره پرې ايښې ده. ده وويل

فکر می کاوه چې دا به د دغو ښکليو منظرو په هکله د زياتو عکسونو اخيستلو يو ښه فرصت وی او د شينجيانګ اوسنی حال او ماضی به خپلوهيوادوالو ته وروپيژنم . له سفر وروسته زما په ذهن کې ژوره نښه دا ده چې د شينجيانګ منظرې ډيرې ښکلي او د ځمکې بڼه يې ځانګړې ده . د يادنې وړ خبره دا ده چې ځايي وګړي او چينايي عکاسان ډير ميلمه پال دي .

ده زياته کړه دی به خپل هېواد ته له ستېدو وروسته دغه عکسونه او د خپل سفر کې فکرونه په خپله انټرنېټ پاڼه کې خپاره کړي. دی باور لري چې د دغو عکسونو له کتلو وروسته به له چين سره د ډېرو کسانو مينه او علاقه نوره هم زياته شي.

د شينجيانګ د مطبوعاتی دفتر يو چارواکی ښاغلی لي هوا له دغو عکاسانو سره شينجيانګ ته سفر وکړ او د دغې سيمې د ځمکنی د بڼې ځانګړتياوو او د بېلا بېلو قومونو د دودونو په اړه يې عکاسانو ته معلومات ورکړل. ښاغلی لي هوا د دغه سفر

په پای کې له دغو عکاسانو سره ښه ملګری شوی دی. د معلوماتو له مخې،عکاسانو په دغه سفر کې ٣٠٠ زره عکسونه اخيستی او د ترکيې او استرليا په ګډون د شپږو هېوادونو عکاسانو په خپلو هېوادونو کې د دغو عکسونو نندارتونونه پرانيستي دی.د المان يو عکاس د خپل هېواد په ورځپاڼه کې يو اړوند پروګرام هم خپور کړ چې د ډېرو لوستونکو پاملرنه يې راجلب کړي ده. ښاغلي لي هوا هيله څرګنده کړه چې د نورو هېوادونو زيات شمېر ملګري له شينجيانګ څخه ليدنه وکړي او په خپله د دغې سيمې ښکلا او د شينجيانګيانو مېلمه پالنه احساس کړي..