د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د افغانستان چارواکيو د اپريل په شپږمه نېټه د دی خبر پخلی وکړ چې وسلوالو طالبانو د روانې مياشتې په پنځمه نېټه د افغانستان په جنوب زابل ولايت يوه مرکزی ولسوالي ونيوله او پر يو ساختمانی شرکت يې بريد وکړ چې له امله يې پنځه تنه امنيت ساتونکی ووژل او څلور تنه نور ټپيان شول.
د زابل ولايت د والی يو وياند خبريالانو ته وويل څه د پاسه لس تنو وسلوالو طالبانو د دغه ولايت د مرکز کلات په پنځه شپېته کيلو مترۍ کې يوه ولسوالي ونيوله او د دغې سيمې چارواکی او پوليس يې د فشار له امله ايستلی دي. دغه ولسوالي لا تر اوسه هم د وسلوالو طالبانو تر کنترول لاندې ده.