<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-07 19:59:22    
ښځې او خاوند دواړو د غلودانو د کرلو په برخه کې برياليتوب تر لاسه کړی دی

cri

د لياو نينګ ولايت د لياو ځونګ ولسوالۍ د چين د غلودانو د کرلو اډه ده . په دغه ولسوالۍ کې يوه کورنۍ شته چې ښځه يي چن سو فن او خاوند يي يو هوی هوای نوميږی . دوی دواړه د غلودانو د کرلو له لاری شتمن شوی او د لياو نيګ د هوی هوای په نامه د کرنې د ماشيني کيدو خدمتی شرکت يی جوړ کړی دی . تراوسه پوری دغه شرکت ٣١ ټراکټورونه ،د تخم شنيدلو ٧ ماشينونه ،د شولو د رېبلو ٣٠ ماشينونه او ٦٠٦ هکتاره غوره مځکې لري .د خپلو چارو د يادونې په ترڅ کې دوی وويل چې د حکومت د ښو تګلارو د پلی کولو له برکته يې زياتې ګټې تر لاسه کړې دي .

په ١٩٨٦کال کې دوي دواړو يو ټراکټور واخيست او د کليوالو وګړيو په خدمت يي پيل وکړ .د خدمتی لګښت د ټيټوالي له امله کليوالو وګړيو د دوی خدمتونو هر کلی وکړ .په همدی وخت کې ښاغلی يو هوی هوای هم له خپلې ښځې سره شاړې مځکې أبادې کړې او په ٢٠٠٣ کال کې يي يو فارم جوړ کړ چې مساحت يې ٤٦٠ هکتارو ته رسيده ،دغه راز ده د دغه فارم د پرمختګ لپاره پنځه زده کوونکي د غلودانو د توليد په اړه د مرستيالانو په توګه وټاکل او د کرهڼيزو علومو له انسټيټيوټونو سره يي اړيکې ټينګې کړې چې له امله يې په ټول ټول فارم کې د ښه جنس تخمونه کارول شوي او د هر هکتاره ځمکې توليدي اندازه يي د دغې ولسوالۍ له منځنی اندازې څخه اوښتې ده . په ٢٠٠٤ کال کې ښاغلی يو هوی هوای

په خپل فارم کې د غلودانو د توليدي اندازې د ډيرې لوړتيا له امله د ټول هيواد په چوکاټ کې ډېر شهرت وموند او په ٢٠٠٥ کال کې د ده د فارم له خوا د توليد شويو

غلودانو اندازه ٣٥٠٠ټنو ته رسيدلی وه او عايدات يې له يو مليون يوانو څخه زيات شوي دي . د څو کلونو د کوششونو له امله ښاغلی يو د ٢٠٠٦ کال په اپرېل کې خپل شرکت جوړ کړ. د دغه شرکت د عصری کرهڼيزو ماشينونو شمېر سلو ته رسيدلی او د کارکوونکی شمېر يې له شل تنو څخه اوښتی دی او دغه راز چارې يې د شن مين ،هی شان ،تای ان او لياو يانګ په شمول يو شمېر ولسواليو او ښارونو ته پراخې شوي دي .دده ميرمن خبريال ته وويل چې د هېواد د کرهڼيزو تګلارو په رڼا کې دوی شتمن شوي دي .سميه ايز حکومت نه يوازی کرهڼيز ماليات لغوه کړي بلکې مرستندويه پيسی يې هم ور ته برابرې کړيدي چې له امله يې دوی هم تری ګټه اخيستې ده .ښاغلی يو د شتمنيو د تر لاسه کولو ترڅنګ له کليوالو وګړيو سره هم زياته مرسته کړېده د بېلګې په توګه دوی بی وزليو کليوال او زړو کسانو ته مرستندويه پيسې ور کړې او دری پلونه يې جوړ کړي چې له امله يې د شاوخواوو دريو کليو د تګ ستونزه حل شوې ده .د دوی په مشرۍ زيات کليوال وګړي هم شتمن شوي دي .

اوس ښاغلی يو هو هوای هم د ايکولوژيکی کرنې په پرمختګ بوخت دی او د غلودانو د چمتوکولو له تصديو سره هم اړيکې ټينګوي او له دوی سره د غلودانو د پلورلو لپاره مرسته کوي .