<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-07 20:01:50    
پوښتنو ته ځوابونه ( ځانګړی پروګرام )

cri
ګرانو اورېدونکو، السلام عليکم!

د چين د نړيوالې راډيو پښتو خپرونه په ١٩٧٣ کال کې پيل شوې او تر اوسه پوری څلورديرش کلونه تېر شوي چې دغه راډيو پښتو خپرونې کوي. په تېرو څلورديرشو کلونو کې مونږ د زياتو اورېدونکو ملاتړ او مرستې تر لاسه کړي دي. نو ستاسی ټولو اورېدونکو څخه د زړه له کومې ډېره ډېره مننه کوو.د اورېدونکو د مختلفو کلبونو په اړه د معلوماتو د راغونډولو لپاره مونږ پلان لرو چې د ٢٠٠٧ کال له جولای څخه د سپتمبر تر پايه پوری د غوره کلبونو يوه سيالی تر سره کړو. هيله لرو چې د نوموړي سيالۍ له لارې اورېدونکو ته د مختلفو کلبونو په اړه مفصل معلومات وړاندی کړو او ستاسی د ګډون او ملاتړ په هيله يو !

مهربانی وکړئ د ٢٠٠٧ کال د سپتمبر له لومړي نېټې مخکی د ليکونو، بريښناليکونو او يا تليفون له لارې مونږ ته د مقالو، عکسونو او ويويو په شمول د خپلو کلبونو په اړه معلومات راوليږئ. په دغو معلوماتو کې بايد د اورېدونکو د مسؤلانو، د دوی د تيلفون شمېرو، د کلب د جوړېدو وخت، پرمختيايی تاريخ، د اوسنيو غړيو شمېر او معلومات، تر سره شوي فعاليتونه او د چين د نړيوالې راډيو د اغېزې د خپرېدو لپاره ستاسی د کوښښونو په اړه معلومات شامل وي . که ستاسی معلومات ډېر يا مفصل وی، نو مونږ به د تليفون له لارې ستاسی د کلبونو له مسؤلانو او عمده غړيو سره مرکې وکړو او ستاسی لپاره ځانګړي راډيويی پروګرامونه جوړ کړو چې د اورېدونکو پوښتنو ته د ځواب په پروګرام کې به خپاره شی.

د ٢٠٠٧ کال په اکتوبر کې به مونږ د مختلفو کلبونو معلومات راغونډ کړو او په پای کې به داسی څو غوره کلبونه انتخاب کړو چې د غړيو شمېر يی تر ټولو زيات، مونږ ته يی د ليکونو شمېر تر ټولو زيات او تر سره شوي فعاليتونه يی له نورو نه ډېر په زړه پوری وي او هم يو غوره مسئول انتخاب کړو. بر سيره پر دې، د نوموړي سيالۍ د نتيجو په هکله به يو يا دوه ځانګړي پروګرامونه خپاره کړو چې د برياليو کلبونو نومونه به پکې خپاره شی. هر کلب او غړی چې په نوموړي سيالۍ کې ګډون کوي، مونږ به جايزې ورکړو او هم به د چين د نړيوالې راډيو د پښتو خپرونې د اورېدونکو کلبونو د وياړ تصديق پاڼې ورکړو. په همدې مهال کې به د پښتو خپرونې پر ويبپاڼه او پښتو هنداره کې پروګرامونه ځانګړی کړو چې د برياليو کلبونو په هکله به معلومات پکې نغښتی وی.

که تاسی د نوموړي سيالۍ په هکله څه وړانديزونه ولرئ، نو ژر تر ژره له مونږ سره تماسی ونيسئ. مهربانی وکړئ د ٢٠٠٧ کال د سپتمبر له لومړي نېټې مخکی زمونږ په دغه سيالی کې ګډون وکړئ.

زمونږ د انترنټ پته دا ده : سی ار ای ټکی سی ان cri.cn