د سين هوا اژانس د خبر له مخې، د پاکستان يو چارواکي د اپريل په اومه نېټه وويل يوه ورځ دمخه د هېواد د شمال لويديځې برخې د کرام قبايلی سيمې په مرکز پاراچينار کې د شيعه ګانو او سنيانو ترمنځ وسله واله لانجه وشوه چې له امله يی لږ تر لږه لس تنه ووژل او څلويښت تنه نور ټپيان شول.
نوموړي چارواکي وويل د پاکستان پوځ د هيلکوپتر په مرسته ځايی حالت کنترول کړی چې اوس د دواړو خواوو ترمنځ جګړه پای ته رسيدلې ده.