<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-08 17:12:32    
د کردی قوم په اړه معلومات

cri

کرديان په لويديځه اسيا کی يو لرغونی قوم دی او نفوس يی په منځنی ختيځ کی له عربانو، ترکانو او فارسيانو وروسته څلورم ځای نيسی او دېرش مليون تنو ته رسيږی چی په ترکيه کی اتلس مليونه، په ايران کی اوه مليونه، په عراق کی څلور مليونه، په سوريه کی يو مليون او په لبنان کی يو لک تنه ژوند کوی او په اذربايجان او ارمينيا کی هم يو لک تنه کرديان اوسيږی٠ کردی ژبه چی د فارسی ژبی په څانګه کی شامله ده ، په شمالی او جنوبی لهجو ويشل کېږی٠

ډېری کرديان سنيان دی او په شپنۍ لګيا دی٠ کرديان د ترکيی، ايران او عراق په سرحدی سيمه کی اوسېږی چی مساحت يی څلور لکه مربع کيلومتره دی٠ څرنګه چی په دی سيمه کی زيات غرونه رغونه شته او جغرافيايی شرايط يی پچلی او طبيعی چاپيريال يی خراب دی، نو ترانسپورتی زمينه يی هم مساعده نه ده ، خو په دغه سيمه کی د نفتو زېرمی ډېری غنی او ستراتيژيک موقعيت يی ډېر مهم دی٠ د عربی امپراتورۍ په وروستی موده کی د کرديانو له خوا څو فيوډالی سلسلی جوړی شوی وی او ورپسی د کرديانو سيمه د ترکانو او مغوليانو له خوا ونيول شوه، په نولسمه پېړۍ کی کردستان که څه هم د عثمانی امپراطورۍ تر واکمنۍ لاندی و، خو بياهم د نيمی خپلواکۍ په حال کی پاتی و٠ له لومړۍ نړيوالی جګړی وروسته کرديانو په داسی حال کی چی د بريتانيا او فرانسی امپرياليستی هېوادونه د عثمانی امپراتورۍ په ويشلو لګيا وو، د خپلواکی ګټلو هڅه وکړه، خو د امپرياليستی هېوادونو د مخالفت او دننه په کردستان کی د بېلا بېلو قبايلو تر منځ د زياتو تضادونو له امله د کردستان د يو خپلواک دولت د جوړيدو پلان ترسره نه شو٠ کرديانو د خپلی ارادی د ګټلو لپاره څو څو ځله وسله وال پاڅونونه وکړل٠ د کرديانو په سلو کی شپېته برخه په ترکيه کی مېشته ده، خو د ترکيی د اساسی قانون له مخی ، په دغه هېواد کی د کردی ګوندونو او سازمانونو فعاليتونه نا قانونه بلل کېږی ، په ايران کی چی د کرديانو په سلو کی ديارلس برخه اوسېږی، له اوږدی مودی راهيسی غواړی چی خپل اراديت لاس ته راوړی٠ له ١٩٧٩ کال وروسته د کردانو ديمکراتيک ګوند چی په ١٩٤٥ کال کی په ايران کی جوړ شوی و، په ښکاره توګه د خپل اراديت غوښتنه وکړه او د ايران له حکومت پر ضد يی وسله واله جګړه پيل کړه٠ د ١٩٨٠ کال د اپريل په مياشت کی دواړو خواوو جګړه پرېښوده٠ د ايران او عراق د جګړی په موده کی ايران په عراق کی د حکومت ضد کرديانو ملاتړ وکړ، د خليج له جګړی وروسته ترکيی او ايران د هغه فرصت څخه په استفادی سره چی عراق کمزوری شوی و، څو څو ځله د عراق خاوری ته ور ننوتل او پر حکومت ضد وسله والو کرديانو باندی يی بريدونه وکړل٠ په عراق کی که څه هم کرديان د هېواد د نفوسو پنځمه برخه نيسی، خو د عراق د جمهوريت له جوړېدو وروسته کرديانو د خپل اديت ګټلو لپاره هم د اوږدی مودی لپاره وسله واله مبارزه وکړه او د عراق له حکومت سره يی د خبرو اترو له لاری يو لړ تړونونه لاسليک کړل٠ په ١٩٧٤ کال کی د عراق حکومت يوازی کرديانو ته محدود خپلواکی ورکړه او د ١٩٨٥ کال د مارچ په مياشت کی يی د عراق د دريو شمالی ولايتونو په شمول د خپلواک کردستان د جوړولو په اړه موافقه وکړه٠ خو د کرديانو او عراق د حکومت ترمنځ لانجی پای ته ونه رسيدلی٠ سره له دی چی له اوږدی مودی راهيسی د کرديانو او عراق حکومت ترمنځ دښمنی ډېره ژوره وه، خو د کرديانو يوازنی هيله دا وه چی په عراق کی يو فيډرالی نظام جوړ شی او د عراق يووالی او بشپړتيا وساتل شی٠ باور دی چی کرديان په عراق کی له جګړی وروسته ډېر مهم رول لوبوی او ان د عراق پر راتلونکی به ستره اغيزه وکړی٠