دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو، السلام عليکم ! د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام په دغې کړۍکی به تاسو ته د چين د مشهور سندرغاړی ليو وی وی له خوا ويل شوی بهرنۍ سندری وړاندی کړو٠
( سندره ١)
ګرانو اورېدونکو، تاسو همدا اوس د سندرغاړی ليو وی وی له خوا ويل شوی يوه مشهوره سندره واوريده چی نوم يی دی زما لمر٠ نوموړی په دغه سندره کی مينه له لمر سره پرتله کوی او د لمر د ستاينی له لاری رښتينی مينه څرګندوی٠
ليو وی وی د چين د موسيقی په مرکزی پوهنځی کی زده کړه کړی او د
زده کوونکی په توګه يی په بېجينګ کی د ايټاليا د اوپرا د مشهور سندرغاړی ګينو مهلر په کورسونو کی ګډون کړی او د هغه ستاينه يی تر لاسه کړی ده٠ ليو وی وی په ١٩٨٥ کال کی له فراغت وروسته د چين د اوپرا په مرکزی ډله کی شامل شو او په همدی کال کی يی په برازيل کی د نړيوالی موسيقۍ د ١٢ دوری په سيالۍ کی لومړی ځای وګاټه٠
( سندره ٢ )
ګرانو اوريدونکو ، تاسو همدا اوس د علای ښار نجلی په نامه د اوپرا يوه سندره واوريده٠ د پروګرام په پای کی به مونږ په ګډه د ليو وی وی له خوا ويل شوی يوه خوندوره سندره واورو چی نوم يی دی په نن شپه کی هېڅوک نه غواړی خوب وکړی٠
( سندره ٣ )
ګرانو اوريدونکو، د خوندوری سندری په اورېدو سره د چينی او بهرنۍ موسيقۍ پروګرام نننۍ کړۍ په همدي ځای پاي ته ورسېده ! روغ او خوشحاله اوسئ!