<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-09 16:37:49    
د چين د کارګرانو ټولنه په فعاله توګه په ښارونو کی د کليوالو کاګرانو د ګټو ساتنه کوی

cri

اوس د چين څه دپاسه سل مليون تنه بزګران په ښارونو کی کار کوی چې په ساختمانی، نساجۍ او يا رستورانتی چارو لګيا دي او د چين د اقتصادی پرمختګ په بهير کی فعال رول لوبوی. د چينی کارګرانو د ګټو د استازی په توګه، د چين د کارګرانو ټولنې په ښارونو کی د کليوالو کارګرانو د ګټو ساتنه د خپلې دندې په چوکاټ کې شامله کړې ده.

د تېر کال په پيل کی د چين د کارګرانو ټولنې ژمنه وکړه چی د کار لټولو لپاره د روزنې او د عايداتو د ګټلو په شمول يو شمېر برخو کی د دوی قانونی ګټې وساتي. د دغې ټولنې د مشر مرستيال شو ده مينګ وويل د ٢٠٠٦ کال تر پايه پوری په ښارونو کی په دغه ټولنه کې د ګډون کوونکيو کليوالو کارګرانو شمېر يوڅلويښت مليونو ته رسيدلی چې په په ښارونو کی د کليوالو کارګرانو د عمومی شمېر اووه دېرش سلنه يې نيولې ده. د يو مليارد او اوه سوه او نوي مليونه يوانو په ارزښت معوق معاش دوی ته بيرته ور کړ شوی او لس مليون تنو کليوالو کارګرانو ته د امنيت او روغتيا په اړه روزنه ور کړی شوې چې قانوني حقوق يې په اغېزناکه توګه ساتل کيږی.

د معلوماتو له مخې، د چين د کارګرانو ټولنه به کليوالو کارګرانو ته مسلکی روزنه ور کړي او د تصديو څارنه به وکړي چې د دوی لپاره بېلا بېلې اړينې بيمې پلی کړي.

اوس د چين په ډېرو سيمو کی د کارګرانو ټولنو د دغو کارونو زياتې اغېزناکې څېړنې کړې دي. د بيلګې په توګه، د هه نان ولايت د شين يانګ ښار ډېر شمېر بزګران د کار لپاره ښارونو ته تللی دي. د دغو بزګرانو د ګټو ساتنې لپاره، دغه ښار پنځه کاله مخکې د کارګرانو ځايو ټولنو او د منل شويو کليوالو کارګرانو تر منځ دوه اړخيز نظام جوړ کړی چې د کليوالو کارګرانو ګټې وساتي. تر اوسه پوری د دغه ښار څه د پاسه يو مليون تنو بزګرانو د کارګرانو په ټولنه کی ګډون کړی دی. د شين يانګ ښار د کارګرانو د عمومی ټولنې مشر چن مين وويل موږ تر خپلی وسی پوری پر خپل ښار سربيره په نورو ځايونو کې هم د کليوالو کارګرانو د ګټو ساتنه کوو.

د شين يانګ ښار په دغه عمل سره په اغېزناکه توګه د خپلو بزګرانو د ګټو ساتنه وکړه. اوس د چين د کارګرانو عمومی ټولنه د هېواد په ګوټ ګوټ کې هڅه کوی چې د دغه عمل زده کړه وکړي.

د چين په شمال ختيځ کی د شن يانګ ښار د کارګرانو ټولنې د تېر کال په پای کی د کليوالو کارګرانو د حقوقو ساتلو مرکز جوړ کړ چې بزګرانو يې هر کلی وکړ. د بېلګې په توګه بزګر وی جينګ دونګ څو کاله مخکې د کار لپاره شن يانګ ښار ته تللی و. دی په دغه مرکز کې د خپلو ګټو په هکله پوښتنې وکړې او و يې ويل دلته خدمتونه ډېر ښه دي.

د چين د کارګرانو عمومی ټولنه به ګام په ګام د هېواد په ګوټ ګوټ کې د روزنې يو ميکانيزم جوړ کړي. د پلان له مخې به په ٢٠٠٧ کال کی لس مليونه تنه بزګران ورزل شي.