<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-09 16:48:00    
د چين په شينجيانګ کی د زېرمو تفوق په اقتصادی تفوق بدلېږی

cri

دا د چين نړيواله راډيو ده ، ګرانو اوريدونکو ، السلام عليکم ! د چين د لسم ملی ولسی کانګرس په وروستی پنځمه کلنی غونډه کی د شينجيانګ استازيو زيات شمير ښه وړاديزونه وکړل٠ د يادونې وړ خبره دا ده چې زياتو استازيو په ګډه داسی يو وړانديز وکړ چې د شينجيانګ د زېرمو استخراجولو لپاره لا زيات کوششونه وشی٠ شينجيانګ ته د کتنې پروګرام په نننی کړۍ کی به تاسی په دې باره کی يو راپور واورئ٠

اوس پوښتنه دا ده چې ولی د شينجيانګ سيمې د زېرمو استخراجول يوه د پاملرنې وړ مسئله ګرځيدلې ده ؟ د چين د شينجيانګ اويغوری قوم د خپلواکې سيمې د جيولوژيکی او کانی زېرمو د پلټنی او استخراج ادارې عمومی انجنير او د چين د ملی ولسی کانګرس استازی دونګ ليان هو زمونږ د راډيو د خبريال د پوښتنې په ځواب کی وويل :  ٌ شينجيانګ د چين د شمال لويديځ په سرحدی سيمه کی پروت دی او مهم ستراتيژيکی مقام لری٠ شينجيانګ د خپل پرمختګ لپاره بايد پر خپلو طبيعی زېرمو اتکا وکړی ، که هلته زېرمې نه وی، دغه سيمه په پر له پسی توګه پرمختګ نشی کولای ٠ نو زېرمې د شينجيانګ لپاره ډېر ستر اهميت لری٠ ٌ

څرنګه چې شينجيانګ يوه ګوښه او ليری سيمه ده ، نو اقتصادی پرمختګ يې تر يوې اندازې پوری د عينی عواملو لخوا محدوديږی٠خو په دغه سيمه کی بډای طبيعی زېرمې شته چې له دې جملې څخه د کانی موادو، سکرو ، نفتو او ګازو د زېرمو اندازه يې د چين د بېلا بېلو ولايتونو او خپلواکو سيمو په لومړی کتار کی ځای لری٠ له څو کلونو راهيسی، استازی دونګ ليان هوی د

چين د بېلا بېلو کچو له حکومتونو څخه غوښتنه کوی چې د شينجيانګ سيمې د طبيعی زېرمو د پلټنې او استخراج لپاره لا زيات کوششونه وکړی٠ د چين حکومت د ده وړانديز ته په ډيره درنه سترګه ګوری او د دغې سيمې د طبيعی زېرمو د پلټلو په برخه کې يې زيات مالی او مادی ځواکونه په کار اچولی دی٠

د چين د ملی ولسی کانګرس استازی او د شينجيانګ د خپلواکې سيمې په ولسی کانګرس کی د تورفان سيمې د کاری کميټې د مشر عبدالقسيم په وينا ، تېر کال د تورفان په سيمه کی د کورنيو توليداتو عمومی ارزښت څوارلس مليارډه او پنځه سوه مليونه ژن مين بی يوانو ته رسيدلې او له صنايعو څخه يې ترلاسه شوی عايدات څوارلس مليارډه يوانه وو چې له کانی چارو څخه ترلاسه شويو عايداتو پکی ډيره زياته برخه نيولې ده٠ ده وويل :  ٌ د کانی زېرمو استخراج د تورفان سيمې د اقتصاد د پرمختګ او په تره بيا د صنائعو په وړاندی تګ کی ستر رول لوبولی او په همدې وخت کی يې خدمتی او ترانسپورتی چارې او استخدام هم پرمخبيولی چې له يوې خوا يې د استخدام نوی فرصتونه برابر کړی او له بلې خوا يې د کرنې اضافی انسانی ځواکونه صنايعو او خدمتی چارو ته لېږدولي دي٠ دا د بزګرانو د عايداتو د زياتيدو لپاره يوه ډيره ګټوره خبره ده٠ ٌ

په شينجيانګ کی پر تورفان سربېره د قومول ښار او د التای سيمې د کوکتوقاي ولسوالی په شمول نورو زياتو ځايونو هم د طبيعی زيرمو د استخراجولو په بنسټ پرمختګ کړی دی٠

د قاراماي ښار هم يو همداسی نوی صنعتی ښار دی٠ ٌ قاراماي ٌ د اويغوری ژبې يوه کلمه ده چې د تورو نفتو معنی لری٠ پخوا هلته يوه پراخه صحرا وه چې واښه او اوبه پکی موجودې نه وې او مرغانو هم هلته ژوند نه کاوه٠ په ١٩٥٨ کال کی له دغه ځای څخه د نفتو له استخراج وروسته د قارامايی ښار جوړ شو٠ د پنځوس کلنې أبادۍ له لاری دغه ښار اوس د نفتو د ايستنې او تصفيې يو لوی پرمختللی ښار ګرځيدلی دی٠ د شينجيانګ د نفتو ادارې د مشر تانګ جيان په وينا د قاراماي د نفتو د شتمنې سيمې أبادۍ د شينجيانګ او ټول چين د اقتصاد پرمختګ لپاره ډير ستر خدمتونه ترسره کړي دي٠ ده وويل :   ٌ د قاراماي د نفتو پلټنې او استخراج تل د چين د مرکزی حکومت ، د شينجيانګ د خپلواکی سيمې حکومت او د هېواد د بېلا بېلو قومونو خلکو ملاتړ ترلاسه کړی دی٠ د قاراماي د پرمختګ راتلونکی ډېر ښه دی٠ مونږ دا هدف ټاکلی دی چې تر ٢٠٢٠ کاله پوری به قاراماي په شينجيانګ کی تر نورو ښارونو مخکی يو عصری ښار شی٠ٌ

خو د افسوس وړ خبره دا ده چې د شينجيانګ په نورو ځينو ځايونو کی د جيولوژيکی پلټنې د کمزورۍ له امله د کانی موادو د زيرمو اندازه تر اوسه پوری لا هم نده معلومه شوې او د زېرمو تفوق په ريښتنی توګه د اقتصاد په تفوق نشی بدليدای ٠ نو د چين په ملی ولسی کانګرس کی د شينجيانګ ځينو استازيو وړانديزونه وکړل چې د دغې سيمې په جنوب کی جيولوژيکی پلټنې پياوړی شی او د طبيعی زېرمو د استخراجولو په ترڅ کی بايد د چاپيريال ساتنې ته هم ستر اهميت ورکړی شی٠

ګرانو اوريدونکيو ، وا مو ورېدل چې د چين په شينجيانګ کی د زېرمو تفوق په يو اقتصادی تفوق بدليږی٠ شينجيانګ ته د کتنې نننی پروګرام په همدې ځای پای ته ورسيد، نېکمرغه او خوشحاله اوسئ !