<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-09 17:35:59    
ښايې چې چين له ٢٠٢٠ کال مخکې لويې الوتکې جوړې کړي

cri

په وروستيو ورځو کې د چين حکومت د لويو الوتکو د څيړنې او جوړونې په اړه يو پلان منظور کړ . د دغه پلان له مخې به چين له ٢٠٢٠ کال مخکې خپلې لويې الوتکې جوړې کړي .د څيړونکيو په أند د چين د دغه عمل موخه په هوايی چارو کې د اړتيا وړ غوښتنې پوره کول او د عصری تکنالوژۍ د صنايعو پرمخبيول دي .د چين د اقتصاد او سوداګرۍ پروګرام په نننی کړۍ کې به تاسو په دی هکله څه نا څه معلومات واورۍ .

د تېرې پيړۍ په اتمه لسيزه کې د ايون سی په نامه لويه باروړونکې الوتکه چې د چين له خوا په خپله جوړه شوې ، له ١٧٠ ساعته الوتنو وروسته د پيسو د کمښت او د تخنيکی ستونزو له امله په پای کې کار ته دوام ور نه کړی شو .د چين د علومو او تکنالوژۍ وزارت د څيړنې مرکز څيړونکی جين لو ځونګ وويل د دغه ډول الوتکې له جوړولو څخه د راتلونکيو لويو الوتکو د څيړنې او جوړونې لپاره ګټورې تجربې تر لاسه شوي دي .زما په أند د ايون شی په نامه د الوتکې جوړولو له لاری د راتلونکی لويې الوتکې د جوړولو لپاره بنسټ ايښودل شوی دی .څرنګه چې د ايون شی په نامه الوتکه د اروپايی هېوادونو او امريکا د پرمختللې تکنالوژۍ په کارولو سره جوړه شوې نو د دغه ډول الوتکې د جوړولو زياتې تجربې د راتلونکی لويې الوتکې د جوړولو لپاره ګټورې دي .

ښاغلی جين د لويو الوتکو په څيړنه بوخت دی دی وايې چې اوس چين د لويو الوتکو د څيړنې مالی او تخنيکی شرايط يعنی د الوتکې جوړولو صنعت د نسبتی

بشپړتيا سيستمونو د أبادۍ ، د الوتکو عمده برخې ، ماشين ، په الوتکه کې د اړينو تجهيزاتو د څيړنې او جوړونې اډې لري او هم د بوينګ او ايربس شرکتونو د مهمو پرزو يو برابرونکی دی .

د معلوماتو له مخې د چين د دغې باروړونکې الوتکې عمومی وزن به له سل ټنو څخه زيات وي .دغه ډول الوتکه په هوايی چارو کې داسې عمده الوتکه ده چې په پراخه توګه کارول کيږي او هم د يو هېواد د علمی سويې او اقتصادی ځواک د څرګندولو يوه مهمه نښه ده او څيړنه او جوړونه يې عصری تکنالوژۍ او زياتو پيسو ته اړتيا لري .اوس په نړۍ کې يوازی امريکا ،د اروپايی ټولنې څلور هېوادونه او روسيه د لويو الوتکو د جوړولو توان لري او يوازی د امريکا د بوينګ شرکت الوتکه او د اروپا د ايربس الوتکه د نړيوال بازار اړتياوې پوره کوي .

د لويو الوتکو د څېړنې او جوړونې د بيا پيل موخه په دغه برخه کې د چين د بازاری اړتياوو پوره کول دی .د ملکی هوايی چارو د نړيوالې موسسې د اټکل له مخې تر ٢٠٣٠ کاله پوری به په چين کې د باروړونکو الوتکو د ليږدولو عمومی اندازه له امريکا وروسته دوهم ځای ونيسی او تر ٢٠٥٠ کاله پوری به د چين له خوا د جوړو شويو الوتکو شمېر دری زرو ته ورسيږي .د خبر له مخې د دغو الوتکو لګښت به له دری سوه او پنځوس مليارډ امريکايی ډالرو څخه تر څلور سوه مليارډ امريکايی ډالرو پوری وي .

د لويو الوتکو د څيړنې او جوړونې بله موخه د اړوندو صنايعو د عصری تکنالوژۍ پرمختګ دی .د چين د هوايی علومو او صنايعو د محدود شرکت لوړ پوړې انجنير ګان لی وی د دغه حالت د يادونې په ترڅ کې وويل  که تر ٢٠٢٠ کاله

پوری زمونږ لويه الوتکه جوړ شی نو زموږ دولتی ځواک به پياوړی شی او د نورو

اړوندو صنايعو د پرمختګ لپاره به يوه ښه زمينه برابر شی .

ده وويل د شمېرنې له مخې که حکومت د هوايی صنعت د پرمختګ لپاره لس زره امريکايی ډالره ولګوي نو له لسو کلونو وروسته به ترې له پنځه لکه امريکايی ډالرو څخه تر اته لکه امريکايی ډالرو پوری ګټه تر لاسه شی .په همدی وخت کې د لويو الوتکو د تکنالوژۍ د پرمختګ له امله به د ماشين ألاتو ،الکترونيکيو توکيو ،فلزاتو او کمپيوټرونو په شمول د زياتو بنسټيزو صنايعو او عصری تکنالوژۍ پرمختګ رامنځته شی او د صنعتی جوړښت په تنظيم او غوره والی کې به مهم رول ولوبوي .

د معلوماتو له مخې چين به د لويو الوتکو د څيړنې پربنسټ په نړۍ کې يو شمېر پروژي واخلي او ښايې چې د دغو لويو الوتکو اډه به د شانګهای په ښار کې جوړه شی .