<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-10 18:09:51    
د بېجينګ د اولمپيک لوبو لپاره چمتو شوي ميډالونه ډيرارزښت لری

cri

د اولمپيک د تېرو دورو په سپورتي لوبو کې اتلو لوبغاړيو ته برابر شوي ميدالونه يو شان غټ وو او له فلزي توکيو څخه جوړ شوي وو، خو په دوه زره او اتم کال کې د بېجينګ د اولمپيک سپورتي لوبو لپاره د ډيزاين شوی ميدالونه له پخواني مقياس څخه لږ څه غټ دي او د ډيزاين له نظره نوښت او ابتکار پرې ليدل کېږي . د تېرې مياشتې په اوه ويشتمه نېټه چې د بيجينګ د اولمپيک لوبو رسېدو ته پنځه سوه ورځې پاتې وې ، په مرکزي موزيم کې د ميډالونو د ډيزاين په هکله ځانګړي مراسم ترسره شول . د ډيزاين له پلوه له پخوا نه تر ټولو ښکاره توپير دا دی چې د ميدالونو په منځ کې به جواهر يا قيمتي ډبرې وکارول شی . د معلوماتو له مخې به د ميډال قطر اويا ملي متره او پونډوالی يي شپږ ملي متره وی او وزن به يي يو سل او پنځوس سانتي ګرامه وی چې قيمتي ډبره به يي درې ملي متره پنډوالی ولری . له دې امله چې د ميډال په منځ کې به قيمتي ډبره منبت کاری شی ، نو قطر به يي د پخوا په نسبت لږ څه لوی وی . د ميډال مسئول طرح کوونکي د چين د مرکزی هنری پوهنځي مشر وانګ مين د دې ځانګړتيا د يادولو په مهال وويل چې دغه ډيزاين هغه دود مات کړی دی چې ميډال به يوازی په فلزي توکيو جوړېده . دغه نوښت چې د ميډال په منځ کې قيمتی ډبره کارول کيږي ، د چين د هنري ځانګړتيا څرګندونه ده . د اولمپيک لوبو ميډالونه په طلايي ، نقره يي او برونزي دريو ډولونو ويشل کېږي چې په اصل کې ټول له سپينو زرو څخه جوړېږي او يوازی رنګونه يي بيل دي . د بېجينګ د اولمپيک ميډالونه هم داسې دي ، خو د ډيزاين له مخې د

جواهرو يا قيمتي ډبرو د کارول توپير دا دی چې د سرو زرو ميډال په منځ کې سپينه ډبره ، د سپينو زرو ميډال په منځ کې شنه ډبره او د برونز ميډال په منځ کې کم رنګه شنه ډبره ليدل کېږي .البته سپينه ډبره له نورو څخه قيمته ده .

چينايان له قيمتي ډبرو يا جواهرو سره ډېره مينه لری ، يوه چينی اصطلاح ده چې وايي سره زره قيمت لری ، د جوهر ارزښت بی پايلې دی . تراوسه نه ده معلومه چې جواهر به د چين له کوم ځای څخه راشی .خو يوازنی خبر دا ده چې شپږ زره ميډالونه به د اولمپيک اتلانو ته او نور څلور زره ميډالونه به معيوبو اتلانو ته برابر شی چې عمومی شمېر به يې نژدی لس زرو ته ورسېږي .

پوښتنه دا ده چې فلزي ميډال ډير کلک دی او نه ماتيږي ، خو هغه مېډال چې جواهر پکې کارول شوی په اسانۍ ماتيږي که نه ؟ له لوړ ځای څخه ځمکې ته د دغه ډول ميدال د لويدو ډيرې ازموينې ترسره شوې چې په پايله کې يي دغه پوښتنه حل شوی ده ځکه چې د جوهر په مخ د سيليسم پرده پوښل شوېده

د چينايانو په نظر جوهر يا قيمتي ډبره د وياړ او اخلاقو نښه ده او د اولمپيک له روحيې سره طبيعي تړاو لری . د اولمپيک لوبو د څلورو ميډالونو اخيستونکې او د چين د پينګ پانګ مشهورې لوبغاړې دن يا پين وويل د چينايانو په اند جوهر د وياړ او حيثيت نښه ده او ددغه ډول ميډال اخيستنه د لوبغاړو لپاره هم يو وياړ دی . مهمه خبره دا ده چې نوی ډيزاين شوی ميډال سمدلاسه د اولمپيک د نړيوالې کميټې لخوا ومنل شو . په چين کې د رويتر اژانس خبريال وويل چې چين د اولمپيک روحيې د ملاتړ تر څنګ په خپلو کلتوري ځانګړتياوو ټينګار کوي .