<%@ Language=JavaScript %> china radio international
• د سی ار ای پښتو• China ABC• د بريښناليک پته
China Radio International
د چين په باب خبرونه
نړيوال خبرونه
  د روانو چارو په باب خبرونه
  داقتصادي چارو په باب خبرونه
  د کلتوري چارو په باب خبرونه
  دساينس او تکنالوژۍ په باب خبرونه
  سپورټي خبرونه
  نور خبرونه

د چين اصلاحات او ورخلاصون

ښځې او ټولنه

ژوند په چين کي

رنګارنګ ګلونه
(GMT+08:00) 2007-04-10 18:11:06    
تقاعده شوې وزيره اوس د بزګرانو لپاره په خدمت بوخته ده

cri

ميرمن تانګ که بی چې څلور کاله يی د چين د کارګرانو ټولنې د ښځينه کارکوونکو څانګې د مشرۍ دنده يي پر غاړه درلوده ، د دوه زره او شپږم کال د نومبر په مياشت کې تقاعده شوه او بيرته خپل ټاټوبی ته ستنه شوه . د يادونې وړ خبره دا ده چې د ماموريت کچه يي د وزير له درجې سره برابره ده .

ميرمن تانګ که بي د سچوان ولايت د يي لونګ په غرنۍ ولسوالۍ کې زېږېدلې ده ، څرنګه چې د خپل ماموريت په موده کې ډيره بوخته وه او د زياتو کلونو لپاره خپل ټاټوبي ته نه وه تللې ، نو پريکړه يی وکړه چې له تقاعد وروسته له خپل ټاټوبی او د هيواد له منظره لرونکو سيمو څخه ليدنه او تفريح وکړي . يوه ورځ يي وليدل چې د کلي په تنګه لاره يو ناروغ روغتون ته د ليږدولو په ترڅ کې مړ شو او خپلوانو يي په لوړ اواز ژړل . د دغه بزګر د مړينې لامل د پروخت درملنې پر نشتوالي برسيره د لارې پيچليتوب هم و ځکه چې موټر ترې نه شوی تېرېدی . که څوک ناجوړ شی ، کليوالو يي له بانس څخه په يوه جوړ شوې تزکره کې روغتون ته وړي .د دوه مياشتنې ليدنې په موده کې يي نورې ورته غمجنې پيښې هم وليدلې . لږه موده وروسته يوه ميندواره ښځه هم روغتون ته د ليږدولو په لاره مړه شوه ، يو بل سپين ږيری مړ شو ، خپلوانو يي حتی دده تابوت هم هديرې ته نشوای ليږدولی ځکه چې د دغی غرنی سيمی لارې ډېرې تنګي دي په چيني ژبه دغه لارې د پسه د کولمې غوندی دي . ميرمن تانګ ډيره متاثره شوه او فکر يي وکړ چې که سړک جوړ شی ، داسي غمجنې پېښې به ډېرې کمې شی . دغه راز ميرمن تانګ وليدل چې خپل ټاټوبی يې ډېر غريب او بې وزلی هم دی او ډېر سپين ږيري او سپين سرې په کلي کې يوازي

پاتي دي ځکه چې زامن يي د مزدورۍ لپاره بهر ته تللي دي . خپل ټاټوبي ته د دې د بېرته راتګ اصلی موخه سفر او تفريح وه ، خو په خپلو سترګو د ليدلو پېښو له امله ميرمن تانګ بی خوبه شوه او د کليوالو سخت ژوند او ستونزې يې په دماغ کې ګرځيدلې چې په پايله کې يي يوه غوڅه پريکړه وکړه چې بېرته بيجينګ ته لاړه نه شی او د کليوالو لپاره يو سړک او د زړو کسانو يو مرستون جوړ کړي .

ميرمن تانګ که بی د چين د ملي ولسي کانګرس د دايمي کميټې له پخواني مشر مارشان جو ده هم وطنه ده . کله چې د ولسي کانګرس د څلورمې دورې دايمي کميټې عمومي غونډه تر سره شوه ، دوه دېرش کلنه تانګ که بی د دايمي کميټې د غړي په توګه وټاکل شوه . مارشال جو ده په دې خبر شو چې تانګ که بی دده هم وطنه ده ، نو د يوې مېلمستيا بلنه يې ورکړه . له ساده ميلمستيا وروسته مارشال جو ده ور ته وويل ته د يو بزګر لور يی ، دومره ځوانه يی او د ولايت د مشرۍ او د ګوند د مرکزي کميټې د يوې کانديدې غړې دندې پر غاړه لری ، نو ستا پر غاړه بارونه ډېر درانه دي او بايد د وګړيو ژوند ته ډيره پاملرنه وکړي ، داسې نشی کيداي چې هره ورځ په دفتر کي ناسته وی ، بايد د وګړيو مشکلات او ستونزې حل کړۍ . له خبريال سره د مرکې په ترڅ کې ميرمن تانګ پر ځان نيوکه وکړه او و يي ويل ډېر کلونه تېر شول او دندې يې هم بدلې شوې ، خو د کار د بوختيا له امله يی د خپل ټاټوبی پرمختګ ته کم پام وکړ ، ويل کېږي چې په خپل ټاټوبی کې د دايمي هستوګنې پريکړه د مارشال نصيحت ته يو ځواب دی . خو زامنو يي له دې پريکړې سره مخالفت څرګند کړ ، خو کله چې يی د مور لخوا ليدلې پيښې واوريدې ، ميړه او زامنو يي دغه پريکړه ومنله . د ساي جين علاقه دارۍ د مين جو کلی د يي لونګ ولسوالۍ يو غريب کلی و . ميرمن تانګ پريکړه وکړه چې په دغه کلي کي د زړو کسانو لپاره يو مرستون او د

دې علاقه دارۍ ټولو اوو کليو ته يو سړک جوړ کړي چې له امله به يي د شاوخوا کليو بي وزليتوب ليری شی . خو د پروژو لګښت چې شپږ مليون او شپږ لکه يوانه دي ، له کومې خوا راځی ؟ ميرمن تانګ لومړی څو لکه يوانه پانګه او مرستې د پروژو په ابادۍ کې واچولی او بيا يي له خپلو ملګرو څخه د پيسو راغونډولو غوښتنه وکړه چې په پاي کې لګښت پوره شو. د پيسو د سپمولو لپاره ميرمن تانګ له دوه زره او څلورم کال وروسته هيڅ نوی کالي او بوټونه وا نه خيستل او هره ورځ به يي ساده ډوډۍ خوړله او د خپلې لمسۍ په کور کې اوسيده . د ميرمن تانګ ، ددی ملګرو او ګڼ شمير کليوالو د کوششونو له برکته د شپږ نيم مترو په پلنوالی او اته اعشاريه شپږ کيلو مترو په اوږدوالي سړک جوړ شو . د سړک له بشپړتيا وروسته ميرمن تانګ د زړو کسانو د مرستون په جوړولو پيل وکړ . برسيره پردې ميرمن تانګ نيت لری چې د مين جو په کلی کې يو کلينيک هم جوړ کړي .